افغانستان

جنرال دوستم د اشرف غني سره له لیدلو ډډه کړې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): لومړي مرستیال جنرال دوستم د ولسمشر اشرف غني سره له لیدو احتجاجا ډډه کړې ده.

جنرال دوستم په فاریاب او جوزجان کې د وروستیو عملیاتو وروسته ولسمشر اشرف غني په قومي تعصب تورن کړ او ډاکټر عبدالله یې ناخوښه کس وباله.

نوموړي ویلي وه چې ولسمشر اشرف غني د چارواکو په ټاکنه کې د قومي تعصب څخه کار اخلي.

هغه وخت ارګ ویلي وه چې د جنرال دوستم سره د اختلافاتو له منځه وړلو په خاطر یې یو هیئت ټاکلی، خو نوموړی ته نیژدې کسانو رسنیو ته ویلي چې دغه هیئت هیڅ پرمختګ نه دی کړی او ټولي هڅي یې ناکامه شوي دي.

دوی زیاته کړې چې ګډحکومت اوس هم تیار نه دی چې د جنرال دوستم غوښتني ومني.

جنرال دوستم له تېرو دوه اونیو راهیسي په جوزجان ولایت کې مېشت دی او کابل ته هم له تګ څخه ډډه کوي.
درې ورځي وړاندي اشرف غني د ترکمنستان څخه د راګرځېدو پر مهال په بلخ کې تم شو، او وې غوښتل چې د جنرال دوستم سره مخامخ وویني خو نوموړي یې له لیدو څخه ډډه کړې.

د دوستم ویاند «ته ینج» رسنیو ته ویلي چې ولسمشر اشرف غني د خپل لومړي مرستیال غوښتنو ته ارزښت نه دی ورکړی ځکه جنرال دوستم احتجاجا کابل ته تګ او همداسي د ولسمشر سره لیدل نه غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x