نظــر

جنرال دوستم ولي خپل پخوانی مرستیال اختطاف کړی دی؟

عبدالرحمن فدا

تېره جمعه په جوزجان ولایت کې د بوزکشۍ له میدانه د جنرال دوستم کسانو د جنبش ګوند پخوانی مرستیال او د جوزجان ولایت پخوانی والي انجینر احمد ایشجي تر وهلو وروسته له ځانه سره بوتلی او تر اوسه لادرکه دی.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي بابر ایشجي چې د اختطاف شوي پخواني والي زوی هم دی، پرون په مزارشریف کې یوې رسنیزي غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې پلار یې د زرګونو خلکو په مخ کې ووهل شو او بیا د جنرال دوستم کور ته انتقال شو چې تر اوسه لا هم هلته بندي دی.

نوموړي وویل چې د هغه د خلاصون په موخه یې د جنرال دوستم کور ته د سپين ږیرو پلاوي ورلیږلي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

اوس پوښتنه داده چې ولي د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په داسي یو غیر قانوني اختیطاف لاس پوري کړ؟

ولي د خپل پخواني مرستیال سره په ټکر کې واقع شو؟ او ایا حکومت ته به ددې موقع برابره نه شي چې نوموړی د خپل منصب څخه سلب صلاحیت کړي؟

د روان میلادي کال اکتوبر میاشتي پر ۱۶ نیټه (یکشنبه ، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل) جنرال دوستم فاریاب ولایت ته تللی وو تر څو هلته د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو له منګولو بیرته ازاده کړي، خو د نوموړي کاروان د قیصار په سیمه کې د طالبانو تر برید لاندي راغی، چې له امله یې د نوموړي موټر هم په مرمیو ولګېد او یو شمېر نیژدې کسان او شخصي ساتونکي یې ووژل شول. په هغه وخت کې ډاکټر عبدالله د وزیرانو په شورا کې د وینا پر مهال وویل چې جنرال دوستم ټپي شوی، خو جنرال د عبدالله خبري په کلکه رد کړې.

ځیني سرچینې وايي چې دغه برید په په حکومت کې دننه کړیو د جنرال دوستم د وژني لپاره پلان کړی وو، چې ناکام شو. خپله جنرال دوستم هم په دغه باور دی او د ښکېلو اړخونو څخه د انتقام اخیستلو په لټه کې دی.

دا لا نه ده معلومه چې رشتیا به هم انجینر احمد ایشجي په دغه پلان کې تنفیذي رول لوبولی وي او کنه، خو د ځینو سرچینو په وینا جنرال دوستم په دې نظر دی چې برید د جګپوړو چارواکو له لوري طرحه شوی وو او په تنفیذ کوونکو کې يې اینجینر احمد ایشجي هم لاس درلود.

جنرال دوستم هغه مهال ویلي وه چې تر څیړنو وروسته به ډېر ژر دسیسه جوړونکي معلوم کړي او پر ضد به یې اقدامات وکړي.

جنرال دوستم پر ایشجي شک لري چې د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی سره یې لاس یو کړی او د عملیاتو پر مهال یې دده د وژلو پلان طرحه کړی.

تر اوسه د اینجنیر احمد ایشجي او یا هغه ته د نیژدې کسانو له لوري په دغه اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا رشتیا هم هغه د جنرال دوستم د قتل په پلان کې لاس درلود او کنه، خو تېره ورځ د جنبش ګوند ویاند کنشکا ترکستاني رسنیو ته وویل چې نوموړی د ملي امنیت له لوري نیول شوی او د ترهګرو سره د همکارۍ تور باندي پوري دی.

هغه دا خبره هم رد کړې وه چې ګواکي احمد ایشجي دي د جنرال دوستم په کور کې بندي وي.

د کتونکو په باور د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د جنرال دوستم په جنبش ګوند کې دننه داسي اختلاف او د کابل چارواکو له لوري د هغه د وژلو دسیسه دا جوتوي چې په حکومت کې دننه خپل منځي اختلافات اخیري حد ته رسیدلي دي او په دغه حکومت کې جنرال ځان تنها محسوسوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني مزارشریف ته سفر وکړ او هلته یې د خپل سرسخته مخالف جنرال عطا سره د لومړي ځل لپاره ولیدل، جنرال عطا او جنرال دوستم په شمالي ولایتونو کې د خپل نفوذ پراخولو په کشمکش کې واقع دي، دواړو ددې تر مخه یو د بل پر ضد توندي څرګندوني هم کړي او پلویانو یې یو د بل پر ضد په وسلوالو نښتو هم لاس پوري کړی دی.

داسي ګنګوسي دي چې اشرف غني غواړي جنرال عطا ته په ارګ کې یو مهم مسؤولیت وسپاري او پر ځای یې په بلخ کې دده د خوښي بل والي وټاکي. د کتونکو په باور د اشرف غني له لوري جنرال عطا ته لاس ور اوږدول هم پر دې دلالت کوي چې اشرف غني جنرال دوستم یو سوځېدلی کارت بولي او نور یې له صحنې څخه د لیري کولو په لټه کې دی.

باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني د کال ۲۰۰۹ په انتخاباتو کې جنرال دوستم جنګي مجرم نومولی وو خو د کال ۲۰۱۴ په انتخاباتو کې یې خپل لومړی مرستیال وټاکی.

د انتخاباتو د جنجالي کېدو او د ملي یو والي په نامه د جان کیري په لاس د سهامي حکومت جوړېدو له امله په حکومت د ډاکټر عبدالله را ګډېدل جنرال دوستم په ارګ کې پر خپل صلاحیت شکمن کړ.

نوموړي تل د خپلو پلویانو سره په مجالسو کې پر حکومت توندي نیوکي کوی او ولسمشر اشرف غني يې حتی په قومي تعصب هم تورن کړ.

جنرال دوستم د حامد کرزي په وخت کې هم د ترکمنانو مشر اکبربای په کابل کې خپل کور ته دعوت کړی وو او بیا یې تر وهلو وروسته په کور کې دننه بندي کړی وو چې له امله یې نوموړی د ۸ میاشتو لپاره نظر بند او بیا ترکیې هیواد ته تبعید شو.

جنرال دوستم په کال ۲۰۰۹ کې یو ځل بیا د مارشال فهیم، استاد رباني او صبغت الله مجددي په هڅو له ترکیې څخه افغانستان ته راغی.

اوس پوښتنه داده چې ایا دا ځل به هم ترکیه د ګډحکومت او جنرال دوستم تر منځ د اعتماد جوړوني په خاطر لاس په کار شي او که به خپل نازولی جنرال ته یو ځل بیا په ترکیه کې سیاسي پناه ورکړي؟

تازه معلومات دادي چې دوستم له تیرو دوه اونیو راهیسي په جوزجان کې مېشت دی، نه غواړي چې کابل ته سفر وکړي او نه هم اماده دی چې د ولسمشر اشرف غني سره ملاقات وکړي، دوستم ته نیژدې سرچیني وايي چې د ترکمنستان هیواد څخه د راګرځېدلو پر مهال اشرف غني غوښتنه کړې وه چې د خپل لومړي مرستیال سره په مزارشریف کې وویني، خو هغه یې غوښتنه نه وه منلې او ویلي وه چې لومړی دي دده غوښتني ومنل شي بیا به د ولسمشر سره ملاقات کوي.

د یادوني وړ ده چې تر دې وړاندي ارګ د اشرف غني په اړه د جنرال دوستم توندي څرګندوني د هغه له مقام سره ناښایسته بللې وي او یو کمیسون یې ټاکلی وو تر څو د دواړو لورو تر منځ اړیکي سمي کړي، خو وروستي راپورونه وايي چې په دغه لړ کې هم ټولي هڅي ناکامي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

رحمان بابا وایی
هر پیوند د خپل پیوند سره جوړیږی په نارنج کی می انار لیدلی نه دی
اشرف غنی او دوستم سره د دی چه غلامی کی سره ګډ مخرج لری مګر د دوستم سټایل د غنی سره داسی دی لکه دوستم چه د داکتر نجیب سره وو ، تاسی به یی ګوری چه د غنی حکومت به هم د هغه به شان نسکوروی او لا به یوه لویه ګډوډی رامنځته کړی چه له امله به یی حکومت سقوط وکړی

faheem

ښه کار یی کړی ، دخره غوښی لویانو ته روا دی . تر دی کچی چه دوی په یو بل باور نه لری چه د خرو معاون د نورو خرو د خوندی ساتلو له امله ځان مرګ ته ورکوی شمال ته ځی چه د طالبانو په ضد که خلک تیرباسی او د طالبانو په ضد یی وجنګوی او د ارګ کمونستان اتمر ، ع او غ ورپسنوی د مرګ دسیسه جوړوی نزدی وو چه ویی وژنی ، دغه دی د دوی ترمنخ یو والی او په یو بل باور چه د یوه بل د وینو چښلو تږی او وږی دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x