افغانستان

اشرف غني د جنرال غوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ – انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): دوه ورځي وړاندي (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل) دفاع وزارت اعلان وکړ چې بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سیمه کې ددوی یوه چورلکه وغورځېده چې امله یې د ۲۰۷ ظفر قولي اردو قومندان جنرال محي الدین غوري ووژل شو او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ټپيان شول.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د یوې اعلامیه په خپرولو سره د نوموړي پر مړیني خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې ستره ضایعه بللې وه.

نوموړي وویلي وه چې «جنرال غوري یو ازمویل شوی نظامي کدر او د هیواد صادق او زړه ور بچی وو چې له دښمن سره یې په مخامخ جګړه کې خپله میړانه ښودلې وه»

او زیاته کړې وه «د جنرال غوري له لاسه ورکول د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستره ضایعه ده. »

باید وویل شي چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په بادغیس ولایت کې د دولتي ځواکونو د چورلکې د را غورځولو مسؤولیت په غاړه اخیستی وو او ویلي وه چې «د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال محي الدین غوري په ګډون د هرات د قول اردو د استخباراتو مدیر، د بادغيس د ولايتي شورا رئيس، د بادغيس د استخباراتو رئیس او د ولایتي شورا غړيو په ګډون ۱۱ تنه مهم دولتي چارواکي او عسکر وژل شوي دي.».

دولتي سرچینو دغه پيښه یوه تخنیکي ستونزه بللې وه خو یو شمیر ازادو سرچینو تایید کړې وه چې الوتکه لومړی د طالبانو په مرمۍ لګېدلې وه او بیا وروسته د موری چاق په سیمه کې قرارګاه ته نیژدې پر ځمکه را غورځېدلې وه.

تر اوسه ازادو سرچینو د مرګ ژوبلي دقیقي شمېري نه دي ترلاسه کړي خو دولتي چارواکي یوازي د جنرال غوري د مړیني خبر ورکوي او زیاتوي چې نور جګپوړي دولتي چارواکي ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې نن ورځ د جنرال غوري د جنازې مراسم تر سره کیږي او هغه خاورو ته سپارل کیږي. د نوموړي په جنازه کې ولسمشر اشرف غني، دفاع وزیر او نورو جګپوړو چارواکو هم ګډون کړی دی.

ghori-janaza-3
جنرال غوري د مړیني تر مخه یو غونډي ته وینا کوي

ghori-janaza-2 ghori-janaza-1 ghori-janaza-4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

دغه مظلوم او مجاهد اولس ددغه غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری ټول غلامانو همدغسی ضایع کیدل او په غولو کی سیزلو هیله لری الله دی وکړی چه ډیر ژر د ع او غ جنازید نجیب ، ترکی او امین په شان له ارګه راوځی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x