شعـــــرونه

څوک يې پخوله ونکړئ

زړګى نادان دى پام کوئ څوک يې پخوله ونکړئ
ساتل يې ګام پرګام کوئ څوک يې پخوله ونکړئ

دکلمې وروڼو په نفس او شيطان باندي مو
ځانونه مه بدنام کوئ څوک يې پخوله ونکړئ

په خوږه ژبه دمکارغليم ختاچي نه شئ
فکريې تل ددام کوئ څوک يې پخوله ونکړئ

دټګ لاسپوڅي خرقه پوش په اړه دومره واورئ
که دځان احترام کوئ څوک يې پخوله ونکړئ

ډيرليري ګرزئ دبد فعلو آشنايانو څخه
ددوئ اصلاح مدام کئ څوک يې پخوله ونکړئ

و راشن فکرو جاهلانو ته همېش الهامه !
په چپه لاسه سلام کوئ څوک يې پخوله ونکړئ

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x