fbpx
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر استازي د افغان ژورنالیستانو او سولي فعالانو سره په ناسته کې

افغان ځوانان: طالبان سوله په لومړيتوبونو کې ګڼي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): قطر کې د افغان ځوانانو په استازیتوب شپږ کسیزه ډله وايي چې طالب مشران سوله پخپلو لومړيتوبونو کې ګڼي او مني چې دوی جګړې ته اړ کړل شوي دي.

د طالبانو په سیاسي دفتر کې د افغان ځوانانو په استازیتوب د پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند، د سیاسي چارو شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن، د پوهنتون استاد عبداللطیف نظري، د پوهنتون استاد او د سرنوشت ورځپانې مسوول اسد وحيدي، د طلوع نیوز د سیاسي خپرونې چلوونکی شاپور بختیار او د شمشاد تلویزون د سیاسي خپرونې چلوونکی میرویس ستانکزی د دریو ورځو لپاره پر افغان سوله بحثونه کوي.

دغه ځوانان وايي چې په تېرو دوو ورځو کې يې له طالبانو سره مخامخ، نیوکې، پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې دي او نن د وروستۍ ورځې په توګه دوی طالبانو ته خپل وړاندیزونه وړاندې کوي.

ډاکټر فیض محمد ځلاند د خپل دې سفر په اړه لیکلي چې طالبانو ورته د ګڼو ناستو نومونه کتار کړي خو بې اغېزې ثابتې شوې دي.

هغه د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شیخ شهاب الدین دلاور په حواله لیکلي دي: «شیخ صیب وویل چې له کال۲۰۱۰ څخه راپدیخوا چې د قطر دفتر پرانیستلی دی، گڼو بهرنیانو، لوړ پوړو دیپلماتانو، افغان مشرانو، د گوندونو استازو، د حکومت نارسمي پلاوو، مذهبي مشرانو د قطر له دفتر څخه وخت نا وخته لیدني کړي دي. اکثره وخت دا لیدني له رسنیو څخه پتې ساتل شوي، په ځینو ناستو کې راغلو پلاوو، میلمنو د طالبانو پیغامونه خلکو ته نه دي رسولي یا یې تحریف کړي دي.»

د دې ناستې ګډونوال وايي چې دوی له طالبانو «سختې پوښتنې» کړې دي او هغوی هم په ورین تندي ځوابونه ورکړي دي، چې پکې د ښځو د حقونو، د نظام بدیل، د نجونو د زده کړې او ملکي مرګ – ژوبلې په اړه بحثونه شوي دي.

د ناستې بل ګډونوال انجینر نظر محمد مطمئن د طالبانو د دې دفتر د بل غړي سهیل شاهین له خولې لیکلي چې ځينو هېوادونو سره يې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې هم کړې خو هغوی په شا شوي دي.

مطمئن د شاهن له خولې لیکلي: «د یوه هیواد له سفارت سره د طالبانو د نظام پر مهال موږ څو ځله غونډې درلودلې، هغوی ته مو وویل چې تاسي وایاست چې طالبان د نجونو د زده کړې مخالف دي. موږ غواړو چې ۱۰۰۰ د نجونو ښوونځې جوړ کړو،‌ د ښوونځیو د ودانیو جوړولو لپاره راسره مرسته وکړئ. له ډیرو مجلسونو وروسته د هغه مهم هیواد سفارت کله هم زموږ غوښتنه ونه منله، او نه هم ملګرو ملتونو په دې برخه کې لیوالتیا ښودله.»

ډاکټر فیض محمد ځلاند هم لیکي چې د دې دفتر غړو ډاډ ورکړی چې له بهرنیانو سره پر چلند او اړیکو پوهېږي، دوی د نمونې په ډول په پلازمېنه کابل کې هم د فعالو بهرنیو موسسو فعالیت یاد کړی دی.

ځلاند د شیخ دلاور له خولې لیکي چې هره یوه نیمه میاشت وروسته په افغانستان کې د فعالو موسسو استازي له دوی سره ناستې لري او د خپلو فعالیتونو په اړه جزییات، معلومات او اندېښنې ورسره شریکوي.

هغه لیکي: «سهیل شاهین صیب د شیخ صیب د خبرو په تایید وویل چې یوناما مامورین چې د کابل ښار څخه تر پل چرخي پورې ځي هم د خپل حرکت ټول جزیات له دوی سره د امنیت د خوندیتوب د پاره شریکوي. د ډریور نوم، د موټر پلیټ، د ناستو کسانو هویت هر څه له طالبانو سره شریک کیږي او له هغه وروسته دوی خپل حرکت کوي.»

په دې ناسته کې طالبانو پر سوله ټینګار کړی خو د سولې پر وړاندې يې حکومت ملامت بللی دی، ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکي: «طالب استازو په ځغرده وویل چې کله هم طالبانو د سولې حرکت پیل کړی، د سولې خبرو ته یې زړه ښه کړی، د دوی د نیت په وړاندې شکونه څرکند شوي، د افغان حکومت په ادرس ځینو مغرضو کسانو طالبان په لوی لاس تر پاکستان محدود کړي دي، له طالب سره یې له خبرو ډډه کړي، سولې ته پروژه ویلی شوي او دارنگه یې سوله د وخت سره لوبې گڼلي»

که څه هم طالبانو منلې چې سوله ورته لومړيتوب لري، خو ټينګار يې کړی چې که د بهرنیانو پوځي حضور دلته وي، دوی به روسره جګړه روانه وساتي: « د امریکا د نظامي ځواکونو وتل لازمي دي، اشغال باید پای ته ورسیږي، بله هیڅ لار نه سته، کنه جگړه به دوام کوي. امریکا دې پوځیان وباسي، پر ځای دې انجینران، ډاکتران او استاذان افغانستان ته را واستوي، له افغانانو سره دې په بیارغونه کې مرسته وکړي، طالبان له هر چا سره د همکارۍ او گډ کار لیوالتیا لري، خو نظامي ځواک او زور د هیچا نه مني.»

ياده دې وي ګڼ افغان ځوانان د طالبانو له لوري دا اقدام ستايي چې ځوانانو ته يې د ناستې لپاره رسمي بلنه لېږله او د هغوی اندېښنو او پوښتنو ته يې د ځواب سینه ډبولې ده، دوی هیله لري چې دا لړۍ اوږده شي او خلک د پردې شاته له حقایقو خبر شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خبپلواک
میلمه
خبپلواک

زه د غه شپږم کسیزی ته تر بل هر وخت او تر بلی هری دلی چه تر اوسه یی د سولی په اړه ویل او کړنی تر سره کړه دیری موثره او اغیزمنده ځکه ګڼم چه دوی پاک نیتونه لری مونږ دعا کوو چه ددوی کړنی اثرات او ثمرات له خانه سره ولری مګر زه یوه خبره ورسره زیاتوم چه سوله تر خپلواکی وروسته ترلاسه کیږی او خپلواکی قربانیو ته اړه لری