په شمال کې نیول شوی جعلکار څوک کیدای شي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

(پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل):  تیره ورځ خبري رسنیو خبر ورکړ چې د ملي اردو ځواکونو په بلخ ولايت کې هغه جعلکار نيولى کوم چې ځان يې په شمالي ولايتونو کې د ملي امنيت شوری استازى معرفي کا و.

رسنیو دغه خبر د ملي امنیت شوری له لوري د هغې صادرې کړل شوې اعلامیې پر اساس کړی کومه چې تیره ورځ د یادې شوری له دفتره رسنیو ته لیږل شوي وه.

سره له دې چې د ملي امنیت شوری په خپلې اعلامیې کې نیول شوی شخص د سردار زمري په نوم جعلکار معرفي کوي خو د نوموړي پوځي او امنیتي حیثیت ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې هغه دي ریښتیا هم جعلکار وي.

ځکه داسې څوک چې د دفاع وزارت اړوند د پوځي څرخکو په بدرګه کوم ولایت ته د پوځي افسرانو د تقدیرونې په غرض سفر کوي ناشونی ده چې د هغه د نوم او منصب په اړه دې دولتي چارواکې ناخبره وي.

په شمال کې د جعلکار په نوم شخص نیونه تر هغه وروسته تر سره کیږي چې په دې وروستیو کې شمال ته د دولتي چارواکو سفرونه زیات شوي او ولسمشر غني هم له ترکمنستان څخه تر راګرځیدو وروسته د بلخ له سر پرست والي جنرال عطاء سره ځانګړی ملاقات کړی.

همدا راز د ولسمشر مرستیال ښاغلی جنرال دوستم له فاریاب نه تر ناکام برګشت وروسته په شمال (جوزجان) کې تم شوی او هلته یې د حکومت په خلاف بغاوتي فعالیتونه پیل کړي.

د جعلکار په نوم د نیول شوي کس په اړه متعدد ابهامات موجود دي ؛ ځکه هغه یواځې نه ؛ بلکې د دفاع وزارت اړوند د پوځي څرخکو په بدرګه او یوه حفاظتي ټیم په ملتیا شمال ته تللی ، هلته د شمال زون د قول اردو د مشر له لوري په رسمي بڼه استقبال شوی، د یاد قول اردو پر مسؤلینو یې داسې تقدیر نامې ویشلې چې د یادې شوری د رئیس په لاسلیک او رسمې مُهر(ټاپې) تصدیق شوې ، له مزار څخه یې بغلان ولایت ته سفر غزولی او هلته د والي په شمول د لوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري په رسمي شکل استقبال شوی دی.

د دولتي په تیره امنیتي او دفاعي مقرراتو له مخې د دفاع وزارت د مشر تابه له اجازې پرته هیڅ څوک حق نه لري په شخصي او دولتي سفرونو کې د دفاع وزارت اړوند پوځي څرخکې وکاروي.

دا به څرنګه شونې وي چې داسې یو څوک چې نه یې نوم معلوم وي او نه منصب خو هغه دي د ریاست جمهوري مربوط د ملي امنیت له شوری نیولې تر دفاع وزارت ، شمال تنظیمه ریاست او بغلان ولایت پوري ټول لوړ پوړي دولتي چارواکي تیر باسي ، له کابله ترمزار او بغلان پوري دې د دولتي څرخکو په بدرګه سفر وکړي او هلته دي پر دولتي چارواکو رسمي تقدیر نامې و ویشي؟

د جعلکار په نوم د نیول شوي شخص معما د ملي یووالي په نوم د ګډ حکومت یوه بله افتضاح ده چې د هغوی ترمنځ د داخلي اختلافاتو عمق په ډاګه کوي .

وبه کتل شي چې یاد چارواکې دا افتضاح څه ډول او په کومو دلائلو توجیه کوي؟

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

په اوسنی غلامه ، فاسده او ناوړه اداره کی څوک خاین او جعل کار نه دی ، د ع او غ د ټاکنو له جعل کاری نیولی ، د وحشی او د افغانانو قاتل دوستم لمړی معاون کیدل او او ….. تر جعل کاری به بله جعل کاری چیری وی ، دا چه یو تللی د بل جعل کار څخه په بټه یی د نورو جعل کارانو ته د جعل کاری مدالونه ورکول ، زه خو وایم زړه می دی ولاړ شم دغه مبتکر غلام جعال کار ته زه تر ټولو لوی د دغه جعل کاری مدار ورکړم . افغانستان… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

رښتیا هم حیرانوونکی ده ، مګر دا چه د کابل اداری سربیره په غلامی او فساد یو خصلت یی د ناوړتیا هم لری شک په کی نشته ، د دومره پیش رفته تکنالوژی سره سره یو څوک چه تر اوسه یی رتبه او مقام هم تثبیت نه دی او یا یی دوی له شرمه نه وایی شمال ته ځی او د شنمال په ټولو ولایتو کی د هغو د مشرانو په بدرګه به الوتکو کی سفرونه کوی او هغو خرو ته د هغوی د حیوانیت او حماقت مدالونه ورکوی او کابل نه خبریږی نور خو یی پریږده که همدا کس… نور لوستل »