طالبانو د غورک ولسوالۍ په نیولو کې د شپي دوربینونه «نایټ ویژن» کارولي – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): څه موده مخکې طالبانو په کندهار ولایت کې د غورک ولسوالۍ په نیولو وتوانېدل او همداسي یې دولتي ځواکونو ته د تلفاتو اړولو تر څنګ زیات شمېر وسلې غنیمت کړلې.

د طالبانو الاماره سټوډیو په یوه تازه خپرې شوې ویډیو کې د ولسوالۍ مرکز او غنیمت شوي وسلې ښودل شوي او همداسي په کندهار ولایت کې د طالبانو قومندان ملا محمدزي سره مرکه شوې.
د ویډیو ځانګړتیا داده چې طالبانو په دغه عملیاتو کې هغه دروبینونه کارولي کوم چې په توره شپه کې لیدل کولای شي، او همداسي یې له دغه دروبینونو څخه د عملیاتو عکاسي کړې ده چې د طالبانو په رسنیز فعالیت کې یو نوی پرمختګ بلل کیږي.

نایټ ویژن یا د شپي لیدونکي دوربینان امریکايي ځواکونه او افغان سپیشل فورس د شپنیو عملیاتو پر مهال کاروي، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو له لوري ددې ثبوت وړاندي کیږي چې دوی هم ورته دوربینونه لري او په شپنیو عملیاتو کې کار ځیني اخلي.

ددې تر مخه داسي خبرونه ورکول شوي وه چې طالبان په هلمند ولایت کې د هغوی لیري ویشتونکو توپکونو څخه کار اخلي چې د شپي ویشتل کولای سي او د هغو دروبینونو څخه کار اخلي چې د شپي لیدل کولای شي خو تر اوسه یې په اړه ثبوت نه وو وړاندي شوی.

طالبان په ویډیوګانو کې د خپلو مهمو قومندانانو او مشرانو سره د مرکو پر مهال د هغوی مخونه نه ښکاره کوي تر څو یې د نقل او حرکت پر مهال امنیت خوندي وي.

په ویډیو کې د طالبانو والي ملا محمدزی اخوند د مرکې پر مهال وايي چې دوی په کندهار ولایت کې ټاکل شوي اهداف تر لاسه کړي دي او د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړي وویل چې دوی له لیري پرتو ولسوالیو او پوستو څخه وسلې غنیمت کوي او بیا یې د دولتي ځواکونو پر ضد کاروي.
د خپل پرمختګ په اړه وايي چې ددوی د جنګالیو او مشرانو تر منځ تفاهم او وحدت ددې لامل شوی چې ددوی د بریا سبب وګرځي.
د خپلو لیدونکو د لا زیاتو معلوماتو په خاطر نن ټکی اسیا دغه ویډیو هم نشر ته سپاري:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د