نظــر

په افغانستان د امریکایي وحشت بېلګي – دوهمه برخه

امریکایې له ما پوښتنه وکړه ډزي چا وکړې؟ ما ورته وویل زه نه یم خبر، نږدې وو چې زما لاسونه یې را تړلي وو خو یوه سړي ورته وویل چې سپینږیری دی، عبدالقیوم په داسي حال کې وویل کله چې دی د کندهار په یوه شفاخانه کې بستر وو.

په شفاخانه کې نرس محمد نادر زیاته کړه: موږ ته ډېر داسي ژوبل ماشومان راغلي دي چې کورنی یې په بشپړه توګه له منځه تللې دي، مور او پلار یې دواړه شهیدان شوي، په مړو کې زیاته شمېره د ماشومانو او ښځو ده.

د۲۰۰۸م کال د جولايي په میاشت کې دوو امریکایي الوتکو B-52 او AC-130 په ګډه د روزګان ولایت د کاکارک په سیمه کې په یوه واده باندي تر دوو ساعتو پوري یرغل وکړ،

چې په نتېجه کې یې ۲۵۰ عام وګړي شهیدان او ژوبل شول چې ډېر یې پکې ښځي او ماشومان وو آن تر دې چې د یوې کورنی پکي ۲۵ کسان شهیدان شول.

د دې برخې په لیکلو سره مي زړه درد کوي، قلم مي رېږدي او فکر مي په لیکلو کې راسره ملتیا نه کوي، په کومو ټکو باید دغه صحنه رد کړو؟ کوم ټکې ورته وکاروو؟ او کوم نوم ورته وضعه کړو……..؟

ایا دا صحنه هم تحلیل او تبصرې ته اړتیا لري؟ ایا د یرغلګرو وحشت او ظلم ته نور هم دلائل پکار دي؟ د پاکستان په لاهور کې د یوه کس رېمن ډېوس په نېولو سره د پاکستان او امریکا اړیکي خرابېدو ته نږدې شوې، خو له بده مرغه زموږ د ۲۵۰ کسانو په شهادت سره هیڅ هم ونشول. تر دوو ساعتو پوري دوی پدې نشو خبر چې دلته واده دی او که د طالبانو مرکز…….څه شولو هغه قاتلان چې د محاکمې خبري یې کېدلې؟ چېرته محاکمه شوو؟ چا محاکمه کړو؟

په ځای د دې چې  مخنیوی یې وشي، داسي نه هیرېدونکي یرغلونه په بیا بیا تکرار شويدي.

د خوست د بالخیل په کلي کې په واده باندي یرغل وشو چې په نتېجه کې یې ۱۱ کسان شهیدان شول.

په روزګان کې د حضر قدم په کلي کې  د هوایي بمباري په صورت کې ۱۶ ملکي وګړي شهیدان شول.

د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالي کې په یوه واده باندي هوایي حمله وشوه چې په نتېجه کې یې ۶۳ کسان شهیدان شول، ۲۳ یوازي پکي ماشومان وو.

په تاسف سره وایم چې ډېر داسي کسان دي چې د یرغلګرو په وتلو څه چې په نفرت یې هم نه دي خوشاله، یوازي پدې خوشاله دي چې د ډالرو یو څو نوټونه یې په جېب کې پراته دي، هغوی ته کله هم د پردي یتیمانو او کونډو احساس نه شي کیداي.    

محمود احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x