ژبه او مینه يې

شمس الحق  توکلي

د مورنۍ ژبي مینه پرې غالبه شوې، تر دې چي په لمانځنه ئې بوخت شول او  تراشلی بُت ئې ترې جوړ کړ .

له ژبي سره د میني په پار مو خپل فکر ټیټ او منحط کړ،د عروج له هغو قوانینو محروم شوو چي د یو قوم په حقیقي عروج منتج کیږي،پښتونپال لیکوالانو او  شاعرانو  د هر  هغه چا په ستاینه لیکني او اشعار تنظیم کړل چي د پښتو او پښتانه په نوم له استفادې ئې دروغجني جنډۍ رپولې،پرته لدې چي څومره پښتانه ئې د مرګ په لوري لېږلي، دا ذهنیت ځوان لیکوالانو ته په وراثت پاته شو، ورو ورو ځیني په هغه قطار کي جذب شول چي ویل به ئې: ولي پېغمبر عرب وو او ولي قرآن په عربي؟!!

موږ له پښتو سره مینه لرو او  دا مو  ژبنی تشخص دئ ،دا مو حق دی چي په خپله ژبه لیکني وکړو، څیړني او تحقیقات د خپل نسل په وړاندي کښېږدو، افهام او تفهیم ئې تر بلي هري لاري راته آسان دئ؛مګر دا په هیڅ ډول راته ممکن نه ده چي ژبنۍ مینه دي موږ ته مذهبي استغناء  راکړي، ځیني وايي: پښتانه پنځه زره کلن تاریخ لري،لومړی پښتانه یو او بیا  مسلمانان،ځیني وايي پښتو اصیله ده، ځیني وايي: له پښتو دي عربي کلمات او لغات و ایستل شي.

موږ موافق یو  چي پښتو  ژبه دي مستغني شي،خو  آیا په دې طریقه سره موږ غناء ورکولای شو؟ آیا له پښتو ژبي عربي کلمات او لغات حذفول کوم د ستایني وړ کار دی؟ آیا پښتانه د اوسنۍ مروجي پښتو په ویلو او  اورېدلو کي کوم  خنډ لري؟ آیا مروج عربي لغات د پښتو په غېږ کي ناقص او بې وزنه ښکاري؟آیا په نړۍ کي داسي کومه ژبه سته چي د بلي ژبي له اغېز  څخه دي خوندي وي؟ 

عجیبه داده چي همداده د پښتو مینه پال مینان پردې هیڅ اعتراض نلری چي د پښتنو عنعناتو او کلتور ضد غربي فرهنګ،دستور او رواج ولي ورځ تر بلي  پر پښتنو د مسلطېدو په حالت کي دئ،نه پوهیږو دې ته په کوم دلیل او منطق جواز ورکوي؛په نیکټايي او پتلون کي ولاړ کس،خریلې ږیره،نه په رنګ پښتون او نه په جوله مګر د پښتو په نوم به یو غر به بل ولي او پر هغه چا به هم انتقاد لري چي تر اوسه ئې قدم د پښتون هیواد تر سرحد  نه دئ اوښتی،د غم او خوښۍ ټولي شېبې ئې د خپل هیواد په انګړ کي تیري کړي،خپل ټول قوت ، استعداد او شتمني ئې پدې غم ځپلي هیواد کي لګښت کړي؛د داسي ناقدینو  ژبي د پردیو په ګټه خوځي،د پښتو په نوم ئې پر خپل خریلې څېره پوښ غوړولی، غربي ملبس او رنګ ئې د څو غیرانو ضمانت کوي،خپله ژبه د پردیو په امر خوځول ئې دنده او معیشت دئ،دا په اصل کي یو سپک او ذلیل ماموریت دئ ،داسي ماموریت چي غربي باداران ئې ترې غواړي،ددې سرچینه او پای له اسلام سره په دښمنۍ منتج کیږي،دا منصوبه هغه چا په ډېر تدبیر او فکر سره جوړه کړې چي له اسلام سره نه پخلا کېدونکې دښمني لري،د ا معترضین پدې نه قانع کیږي چي موږ دي له پښتو عربي کلمات او لغات حذف کړو،دوی پر پګړۍ،پټکي،حجاب او د پښتون پر شخي ږیري هم انتقاد لري.

د غرب  مذهب  کذب او  غولتوب دئ او شیطان ددې مذهب امام،درواغ  او  درواغجن به  مجبوراً  خپل جبهات  د حق او حقیقت په وړاندي له لاسه ورکوي،تر څو دمسلمانانو  په  کور او کلي کي قرآن وجود لري یعني پرې پوهیږي غربي استعمار نشي کولای په اسلامي ممالکو کي خپله سلطه قایمه وساتي،غربي استعمار تل پر خپلو مستعمیراتو خپله ژبه مسلطه کړې،ترڅو تشخص او هویت ئې ور  ورک کړي او پخپل رنګ ئې و  رنګوي،په غربي مستعمیراتو کي هغه کس پوه او هوښیار ګڼل کیږي چي د استعمار په ژبه خبري کولای شي،که څه هم ناپوه او جاهل به وي،له پردۍ ژبي څخه په استفادې به خپل  جهالت پټوي ،ګورې به چي  ډېر بې ځایه او بې معنی   عام فهمه خبري په پردي قاموس کي نغاړي،ده او  پلویانو ته ئې استعماري  ژبه معیار شوې،تر دې چي علوم ټول لدې استعماري ژبي سره مربوط ګڼي،هر هغه کس ددوی په نظر  متمدن او هوښیار دئ چي په استعماري ژبه خبري کولای شي،که څه هم پخپل ځان کي به د جهالت زېږنتون وي،خو   ورو ورو خبره هغه ځای ته ورسیږي چي قوم له خپلي ژبي هم پردی کړي،تر دې چي  پخپله مورنۍ ژبه نه لیکل کولای شي او نه لوستل،ننۍ امریکا ئې تر ټولو ښه مثال دئ،مګر  اسلامي ممالک لدې سره توپیر لري،یو  مسلمان دوه هویته لري : لمړی اسلام او دوهم ئې قوم ،د لمړي هویت په درلودلو سره غرب نشي کولای خپله سلطه په هیڅ ډول قایمه و ساتي،که څه هم دوهم هویت ئې بایللی،غرب د همدې لپاره دوهم هویت د لمړي په خلاف استعمالوي، دا ځکه چي اسلام ځان ته بېل هویت او معیار لري،هر څه د قرآن په تله تلي،سیاست،قانون،اقتصاد،حقوق،اجتماع او دې ته ورته نور مسایل ئې پر همدې اساس ولاړ دي،کوم وخت چي مسلمان قوم له لومړي هویت څخه پردی شي استعمار کولای شي په آسانۍ سره خپل حدود،قوانین او افکار  پر و تپي .

په څو دلایلو:

لمړی دلیل:- که لمړنی هویت له منځه ولاړ شي بیا به نو  یوازي د جذب او  وارد  قوه  فعاله وي ،دا ځکه چي پدې صورت کي خو به دی له کاواکه او تشي کوپړۍ پرته بل څه نه  وي .

دوهم دلیل:-  که دوهم هویت له لمړي هویت پرته پاته شي دا همغه کار دئ چي استعمار ئې غواړي،پدې چي استعمار  خپله له لمړي هویت پرته دوهم هویت دئ.

دریم دلیل:- کله چي لمړی هویت له منځه ولاړ  شي دوهم هویت په ډیري آسانۍ سره په وړو  وړو  ټولګیو او پرګنو وېشل کېدای شي.    

څلورم دلیل:-  تاریخ  شاهد دئ چي کومو قومونو خپل لمړنی هویت بایللی هغوی له دوهم هویته هم پردي شوي.

په ډېر تاسف سره باید ووایم: زموږ ځیني اسلامپال لیکوالان ددې توءطيې ښکار شول،خوصوصاً  هغه چي په سر  به غټي پګړۍ او چارخول هم لري،ددې تر څنګ د جهاد او مبارزې په میدان کي هم ځان تر نورو  وړاندي ښيي،مګر  همدا د جهاد اتلان به وینئ چي په ډېرو ځایونو کي له خپل دښمن څخه ړوند تقلید کوي،ددوی لیکنو ته که ځیر شو  و به وینو چي ددښمن په خلاف دي،مګر په همدې لیکنو کي به ئې هغه دود غوره کړی وي چي مخالف دښمن ئې ترې غواړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

دا هم د استعمار پښتنی نشنلیزم استعماری ګذار دی هغوی هغه قران ته قران وایی چه په پشتو ژباړل شوی یعنی په عربی قران ته قران نه وایی خپلو کی خو پشتو قران او پشتونولی اسلام ګنی