افغانستان

رحمت الله کاکازاده وايي ګارډین ورځپاڼي یې خبري تحریف کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان په کراچي ښار کې د افغانستان پخوانی کونسل رحمت الله کاکازاده دیوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې د ګارډین ورځپاڼي يې خبري تحریف کړي او له ځانه یې هم ډیري خبري ورپوري کړي دي.

باید وویل شي چې د ګارډین ورځپاڼي خبریال «جون بون» او «سمیع یوسفزي» د رحمت الله کاکازاده سره یوه مرکه کړې، چې په هغه کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو له امله او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له وجي د جګړې مشروعیت بایللی دی.

په هغه ژباړه کې چې د ازادي راډیو ویب پاڼي د ګارډین ورځپاڼي څخه کړې، راغلي «روانه جګړه ورځ تر بلې ناولې کېږي ځکه ملکي تلفاتو ته اوس ډېر پام اوښتی او هغه کسان چې طالبانو ته پیسې ورکوي نور نه‌غواړي چې خپلې پیسې په داسې څه ولګوي چې ماشومان وژني.».

رحمت الله کاکازاده ویلي چې ده داسي خبري نه دي کړي، بلکي د سولې او تفاهم په اړه یې خپل نظر د ګارډین ورځپاڼي سره شریک کړی وو چې هغوی تحریف کړی او له ځانه یې اضافات په کښی کړي دي.
لاندي د نوموړي خبرپاڼه ده چې ورور یې عنایت الله کاکازاده نن ټکی اسیا ته رالیږلې، نن ټکی اسیا یې د خپلو کتونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره کټ مټ نشر ته سپاري:

بسم الله الرحمن الرحيم

د برتانیې د ګارډين ورځپاڼې په وروستيوکې زما( په کراچۍ کې د اسلامي امارت د مهال د جنرال قونسل او د بین الافغاني سولې او تفاهم داعي رحمت الله کاکازاده) په حواله يو لړ غیر مسئولانه او غير متعلقه خبرې خپرې کړيدي چې زموږ او زموږ د خواخوږو وروڼو انديښنې یې را پارولي دي.

د ګارډين د ورځپاڼې خبریال غوښتنه درلوده تر څو راسره مرکه وکړې او په افغانستان کې د سولې او ثبات په امکاناتو او لارو چارو راسره وغږیږې او په دې هکله زموږ له لورې دسولې په پار د وړاندې شوي طرحې په اړه مالومات ترلاسه کړې.

تېره اونۍ مو د نوموړې خبریال سره د هغه د مکررې غوښتنې په پايله کې يوه مرکه تر سره کړه چې نژدې ټوله یې په افغانستان کې د سولې او تفاهم او په دې برخه کې زمونږ له لوري په ترسره شوو هڅو راڅرخېدله، خو د ورځپاڼې مغرضو ايډيټرانو د دې پر ځای چې د ناپېيلې ژورناليزم د رسالت له مخې د مرکې له مجموعي منځپانګې نه ‍( چې سوله او تفاهم وو) خبر جوړ کړي، په مغرضانه ډول یې له یوې داسې خبرې نه خبر جوړ کړ چې له موږ نه اصلاً پوښتل شوي نه دي. د ګارډين د دغه خبر له لوستلو وروسته پر دې حقیقت زموږ باور نور هم پوخ شو چې زیاتره لوېديځوالې رسنئ د نورو مغرضونو جهتونو په څېر د يوه منظم پلان له مخې په افغانستان کې د سولې او تفاهم د کار په سبوتاژ کولو لګيا دي. موږ پر دې هم باوري يو چې لویديځوالې مغرضي کړۍ او رسنۍ غواړي د دا ډول خبرونو له لارې هغه شخصيتونه تخريب کړي چې د بين الافغاني تفاهم، سولې او ثبات په لاره کې صادقانه هڅې کوي. ځکه نو موږ د دې بیان له لارې په ډاګه کوو چې په ګارډين او د هغې په استناد په نورو رسنیو کې زما( رحمت الله کاکازاده) په حواله خپرې شوي خبري له سياق او سياق نه پرته خپرې شوي او په منځپانګه کې په لوی لاس فاحشه او مغرضانه لاسوهنه شويده.

زه په داسې حال کې چې افغانان د سولې یوه داسې میکانیزم ته را بولم چې اسلامې او ملي ارزښتونه مو پکې خوندې او نور مو ولس له کړاونو خلاص او د سولې ثبات او اسلامې نظام تر سيورې لاندې ژوند وکړې، د ګارډين له لورې په ماپسې تړل سوي خبرې په کلکه غندم او له هغو څخه خپل برائت اعلانوم.

رحمت الله کاکازاده

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
basit khan

درويش ډيرپخواموږته داترانه ويلي وه چې ښه دي پيژنم چې زمانه يه دبل يه …….. اوس پوه شوي چې دغنمولارپه ژرنده ده په نن پسي سباهم شته حساب به کيږي اول دفکرنه وو اوتعجب دادی يويې کوې بل يې پاکوي

احمد

او کاکا زاده د دنیایی سهولتونو دپیدا کولو لپاره نفس او شیطان تر کومو فتنو وهڅولی پلار دی څومره تقوا داره سړی وو او ته کوم امتحان سره سر شوی ملا هم یی الله ته به حه ځواب وایی پلار دی دتمامی کور نی لپاره صرف یوه ځمکنی پکه په هغه سختو ګرمیو دپیښور کی درلوده او ته بدبخته ددنیایی هوسونو لپاره کومو فتنو ته لاس اچوی

احمد

کاکا زاده هغه ارمان خودی هم اوس تر سره شو چی دزرګونو بسته منخ کی پلاس جلاکړی نور بس ندی چی د مسلمانانو تر منځ اختلاف دپردیو په لمسون پریږدی او حقیقت ته غاړه کیږدی

khushal

د کارډین ورځپانه هم د شیطانانو پآنه ده د شیطانانو ټولی رسنی شیطانی تبلیغات کوی حتی د پاکستان یو پشتون ژور نالست د اساما خبری ولټه په انګلیسی اړولی وی چه له امله به یی څو زره ډالری تر لاسه کړی وی مګر اوس بیا د طالبانو پلوی د دی امله کوی چه طالبان یی مړ نه کړی ، دغه پاکستانی ملا به هم هغه ته ورته وی هم به یی له انګریزانو پوندونه تر لاسه کړی او هم په د دی لیکنی په واسطه له طالبانو غواړی ځان خوندی وساتی او لا به په دی باندی د طالبانو باور… نور لوستل »

محمد امین خان

کاکا زاده او کورنی یی ستر جهادی افتخارات لری او یوه مشهوره علمی سیاسی او مبارزه کورنی ده . خپل یو زوان زویی صدیق الله جان یی د امریکا قواوه په وړاندی ي په یوه جهادی میارزه کی د لاسه ورکړی . عنایت کا کړ لومړنی طالب دی ته بر اعلا په خپل نوم ادرس او شهرت د طالب او سولی دفاع کوی . هغی وخت چه طالبانو د سقوط نه وروسته ستر ستر طالبان د طالب د نوک نه اری تشتیدل کاکا زاده به لر اعلا د امریکایانو او کرزی د دولت خلاف مرکی کولی اوس جه هغه یو… نور لوستل »

نا پيژاند

خاين جي هرسوك وي الله به رصواكي دملت سره خاين دي بربادسي

احمد

سمه ده محمد امین صاحب زه کاکا زاده او دده ټوله کورنی پیژنم پلار دی یی الله وبخشی ښه تقوا داره سړی وو خپله دی هم نیک انسان دی خو دامارت خلاف یی بغاوت وکړ او دمعتسم اغا جان ملګری شو دوبی کی دا عمل یی نامناسب وو او د کابل منحوسی اداری په لمسون یی دمجاهدینو دارادی خلاف کارونه کول دا کار یی شه نه وه همدومره بس دی څه نو شیان دی پاتی وی

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x