fbpx

د اسلامي فتوحاتو په وړاندي د عيسوي طاغوتيانو متقابل اقدامات (۹)

په اندلس کي پر مسلمانانو ظلمونه

د اسلامي فتوحاتو د لړۍ نهمه او وروستۍ برخه

عبدالمالک همت

په اسپانيه کي د اسلام پر ضد د کرکي تحريک ، د مغلوبو عيسويانو د دښمنۍ او شرارت اظهار وو. نور لوېديځ کمزورى هرومرو وو، خو مغلوب نه وو. هلته هم د اسپانيې غوندي تحريک په لاراچول سوى وو، چي د تېري او يرغل بڼه يې خپله کړې وه. تر کومه چي په اسلامي نړۍ کي د کمزورۍ نخښي نه ليدل کېدې دغه کرکي د سړې جګړې په بڼه وې. خو د لسمي عيسوي پېړۍ په پاى ته رسېدو سره په اسلامي نړۍ کي کمزوري پيدا سوه.

په دې پېړۍ کي اسلام پر درو حريفو خلافتونو ووېشل سو. په آسياکي عباسي خلافت وو چي واک يې تش په نامه وو. اصلي واک د سلجوقيانو په لاس کي وو. فلسطين، مصر، افريقا او سيسلي د فاطمي خلافت تر واک لاندي وه. په اسپانيا کي اموي واکمن عبدالرحمان الناصر هم خپل سلطنت بېل خلافت اعلان کړى وو.

د يوولسمي عيسوي پېړۍ په وروستيو کي اسلامي اسپانيې عملاً عيسويانو ته ججه ورکول. دغه مهال نارمنو پر سيسلي باندي بريد وکړ. او په ١٠٧١ع.کال يې د دغه ځاى پلازمېنه ” پلرمو“ ونيول. تر ١٠٨١ع.کاله يې ټوله سيسلي د فاطميانو له ولکې وايستل. په دوولسمه عيسوي پېړۍ کي پر افريقا باندي هم د نارمنو بريدونه پيل سول. په سيسلي کي د نارمنو سمندري ځواک په روم سمندر ګي کي د ځواک توازن وران کړ . په دوولسمه پېړۍ کي پر روم سمندرګي باندي د نارمنو او ايټالويانو ولکه ټينګه سوه. هغو له تونس څخه تر ټريپولي Tripoli) ؛ طرابلس ( پوري د افريقې پر څنډو ولکه ټينګه کړه او د ختيزو او لوېديزو مسلمانانو سمندري اړيکي يې وشلولې.

ديارلسمي پېړۍ اسلامي نړۍ ته د بخولو پيغام راوړ. په اسپانيه کي كور جنګيو او د دغه ځاى او عربو د خلفاوو او امراوو ناپاميو دغه ستره اسلامي واكمني كمزورې كړه، سرحدي عيسوي حكومتونو ته د لازياتو مداخلو او تېريو موقع په لاس ورغله او تر ډېرو جګړو او وينو تويولو وروسته يې د اسپانيې اموي خلافت په ١٠٣١ع.کال راوپرځاوه. دغه سترخلافت د اوسنيو عربي هيوادونو غوندي پر کوچنيو کوچنيو، يو د بل سره دښمنو عربي او بربر امارتونو ووېشل سو. په دغو حالاتو کي د اسپانيې عيسوي حکومتونو ” ليون “  (Leon) او ” قسطيلې، قشتالې يا كاسټيل “ (Castile) د الفانسو په مشرۍ د دغو امارتونو له منځه وړلو ته ملا وتړل.

كله چي لا د ” غرناطې “   ( ګريناډا ) په نامه سيمه د مسلمانانو په لاس كي وه د ” قسطيلې “ د سيمي واكمني ” ايزابل“  (Isabelle) نومي د ” آراګون “ (ارغون؛ Aragon)د سيمي د واكمن فرډينينډ(Ferdinand)   سره په ١٤٦٩ع.كال واده وكړ او په ١٤٧٩ع.كال پر قسطيله، ناوار او آراګون باندي واكمن سول. هغو د غرناطې واكمن ابوالحسن ته سفيران ولېږل او د زور په منطق يې ورته وويل چي:”ستا پلار موږ ته  خراج راكاوه، ته هم موږ ته د  خراج راكول ومنه او د هغه پاته خراج سره يې چي اداينه يې پر تا واجب ده ژر را ولېږه“. سلطان ابوالحسن سفيرانو ته وويل چي دواړو واكمنو ته وواياست چي اوس د غرناطې په خزانو كي د سرو او  سپينو زرو سكې تمامي سوي دى، خو د هغو پر ځاى يوازي توري پاته دي. په دې جواب پسي سمدلاسه ابوالحسن چي يو ډېر زړه ور او شجاع واكمن وو جنګ پر پيل كړ. خو له بده مرغه د دغه زړه ور ابوالحسن دوو زامنو ابو عبدالله او يوسف د پلار په وړاندي د بغاوت رپۍ پورته كړ او د غرناطې يوه برخه يې ځني ونيول. په دې ترځ كي ابو عبدالله د پلار آزار وواهه د عېسايانو په لاس ورغى او د فرډينينډ سره بندي سو. پلار چي يې دا وضع وليدل تردې سلطنت تېر سو، او ورور يې د  چارو واګي په لاس كي واخيستې. فرډينينډ ابو عبدالله پر ور خوشي كړ او غرناطه يې ځني ونيول. خو څه مهال وروسته فرډينينډ غرناطه داسي محاصره كړه  چي ابو عبدالله اړسو چي د فرډينينډ سره د سولي خبري پيل كړي. فرډينينډ د غرناطې د ترلاسه كولو په بدل كي ومنل چي : د مسلمانانو په آزادي كي به  څه توپير نه راځي. د هغو پر شتو او دارايي به تېرى نه كيږي. وسلې به نه ځني اخيستل كيږي. د هغو دين، جوماتونه، او رسوم به له بلوسۍ څخه خوندي وي. د هغو د سپه سالارانو عزت او دندي به نه ځني اخيستل كيږي. قاضيان به چي د اسلامي شريعت سره سمي پرېكړي كوي پر خپل حال پاته كيږي او تر پخوانيو محصولونو زيات محصولونه به له مسلمانانو څخه  نه اخيستل كيږي. پر دغو شرطونو باندي سوله وسوه. ابو عبدالله ته يې د هغه مهال ديوه كروړ څلوېښتو لكو پنځه سوو روپو د وركولو پر وعده سربېره  په اندلس كي د پاته كېدو يا په دوو مياشتو كي افريقې ته  د تلو اختيار هم وركړ او د بحري سفر د امكاناتو او اخراجاتو د برابرولو ژمنه يې هم ورسره وكړه.

بالاخره غرناطه تر نهو مياشتو سختي كلابندۍ وروسته عيسويانو فتح كړه او فرډينينډ او ايزابل ته د كاتوليك پاچهانو لقب وركړل سو. ابو عبدالله د ١٤٩٢ع. كال د جنورۍ پر دوهمه د سهار تر لمانځه وروسته  خپل كور كهول او پنځوس تنه ملګري او خدمه  د غرناطې د الحمراء له نامتو او ښكلي ماڼۍ څخه وايستل، د افريقې په نيت يې رهي كړل او خپلو دښمنانو ته يې وويل: ” ورځئ  هغه كلاوي ونيسئ چي لوى څښتن زموږ د بدو اعمالو ( عياشيو او يو له بله دښمنيو ) له امله زموږ څخه واخيستې او تاسي ته يې دركړې“  .

د يو څو شېبو خوښيو د پېړيو سزا وركړه
يو له بله د ښمنيو تل تر تله درپه دركړه

كله چي ابو عبدالله تر باب الجدور نومي ځاى ووتى فرډينينډ او ايزابل د  خپل حشم او خدم سره ولاړ وه. ابو عبدالله وغوښتل چي د هغو د تعظيم لپاره له آسه ورته راكښته سي، خو فرډينينډ پرې نه ښووى يوازي يې روغبړ ورسره وكړ او كيلۍ يې ورڅخه واخيستې،  خپلي مېرمني ته يې وركړې، هغې خپل زوى ته وركړې او هغه خپل سپه سالار ته وسپارلې. د ابو عبدالله زوى يې چي هغو يرغمل نيولى وو ور خوشي كړ او د اندلس له خاوري ووتل. هلال غروب وكړ او صليب پورته سو. د دې سره سم يې ښار په ډېوو رڼا كړ او په ټوله مسيحي نړۍ كي د خوښيو جشنونه  جوړ سول. ( داوه د بې همتۍ او نفاق پايله ). د دې سره سم د اندلس هغه اسلامي دولت  چي په ٧١٠ع.كال هلته ټينګ سوى وو په ١٤٩٣ ع. كال له عربو څخه د تل لپاره واخيستل سو.

المقري په خپل تاريخ كي ليكي : كله چي ماپه ” فاس“  كي خپل تاريخ  ليكى په ١٠٣٧هـ ١٦٢٧ع. كال له ابوعبدالله  څخه  پاته كسانو په  خيراتونو ګزاره كول او ابو عبدالله په٩٤١هـ./١٥٣٤ع. كال په فاس كي مړسوى وو.

دلته بايد ياده كړو چيد فرډينينډ كوم شرطونه  چي د غرناطې د ورسپارلو په بدل كي يې د مسلمانانو په وړاندي منلي وه، لكه  چي  موسيوسيديو اونور تاريخ ليكونكي وايي د سياسي چل ول او ټګمارۍ له مخي وه  او په دې غرض وه  چي پر غرناطه قبضه ولګوي. هغه پوهېدى چي د مسلمانانو شمېر زيات دى او شتمن هم دي. آزادي او خپلواكي يې هم ډېره خوښيږي او ځانونه پر وركوي، نو يو وخت لانه يو وخت بېرته پر ور پورته كيږي. له دې امله هغه په ټينګه پتېيلې وه  چي مسلمانان د عبادت له اسلامي طريقې او اسلامي او عربي اخلاقو او ثقافت څخه پردي كړي. كه د هغه وس رسېدلاى دغه بدلون يې سمدستي عملي كاوه. خو هغه بېرېدى چي پكښي ناكامه به سي. له دې امله هغه ترټولو لومړى ډېر داسي جاسوسان وټاكل او وګومارل چي په ښكاره ډېر وګړپال عيسويان ايسېدل. دوى  د مسلمانانو په وړاندي د ښې رويې په تر سره كولو سره هغو ته دا يقيني كړه چي عيسويان د دوى سره بد نه كوي او په دې ډول يې تېر ايستل. كله  چي د عيسويانو پښې ښې ټينګي سوې پر اندلسي يهودو يې ډول ډول وحشيانه ظلمونه پيل كړل او له دې امله مسلمانان هم په اندېښنه كي سوه. دغه مهال دغو شيطان صفتو جاسوسانو اندېښمنو مسلمانانو ته سلا وركړه چي تاسو ته ښايي چي عيسوي سئ، كه نه ښايي پر تاسي هم هغه عذاب چي پر يهودو راغلى دى، نازل سي. د دې سره سم نصراني حكومت عام اعلان وكړ چي : ” ديني آزادي نسته او اوس څوك د اسلام اركان او فرايض په ښكاره نه سي ترسره كولاى، او كه څوك د اسلام دين پرېږدي او نصراني سي شته او زر به وركړه سي“.

بيا فرډينينډ په ١٤٩٩ع. كال پاچايي فرمان صادر كى چي : ” په اسپانيه كي هغه څوك چي عېسوى نه وي نه سي اوسېدلاى، ټول هغه مسلمانان دي چي نه عيسوي كيږي له دې هيواده ووزي “. د دې فرمان تر صادرېدو وروسته د كمزوري طبيعت  څښتنو مسلمانانو كليساوو ته تله راتله پيل كړل او د مسلمانانو ماشومانو ته يې ” بپتسمه“ (١)غسل ورکاوه. خو كوم مسلمانان چي پر خپل دين ټينګ وه او خپل ګران او سپېڅلى اسلام يې نه پرېښووى، پر هغو يې ډول ډول ظلمونه وكړل. د هغو كښتونه يې ور وسوځل، شته او جايدادونه يې ور ضبط كړل او هغوى يې له ملكه بهر وشړل.

په ١٥٢٤ع. كال د والنسه نومي سيمي نصراني واكمنو هم مسلمانانو ته حكم وكړ چي نصراني سي. هغو د والنسه پاچا پنځم شرلكان كرلوس ته له دې امله شكايت وكړ، خو د ګټـي پرځاى يې تاوان وكړ او په دې هكله سختي لازياته سوه. پاچا دا خبره د ديني پلټنو محكمې ته راجع كړه. دغي محكمې پرېكړه وكړه چي مسلمانان دي عيسوي سي خو چي نه عيسوي كېدل د محكمې په پرېكړه په زرګونو مسلمانان په اور وسوځل سول. ( د اسپانيې د پلټنو د  ښکاره او پټو بدنامو محکمو د ظلمونو په هکله ډول ډول زړه بوږنوونکي کيسې کيږي او په دې هکله ځانګړي کتابونه ليکل سوي دي). موظفو وګړو به په ښي لاس كي توره او په كيڼ لاس كي صليب نيولى وو په مسلمانانو پسي به ګرځېدل،  د اسلامي شعايرو له ترسره كېدو به يې راګرځول او عيسوي كول به يې. تردې چي د غرنيو سيمو مسلمانانو به هم د دغو متعصبو عيسويانو له لاسه سمه ورځ نه ليدل. پاى د غرناطې د محكمې رئيس لارډ بشپ له پاچا څخه فرمان تر لاسه كړ چي مسلمانان نه مذهبي مراسم تر سره كولاى سي، نه خپل لباس اغوستلاى سي، نه عربي ويلاى يا ليکلاى سي، نه عربي نوم ايښوولاى سي، نه غسل كولاى سي. البته په لوېديزه نڅا كي د دوى ګډون لازمي دى او مسلماني ښځي به له كوره دباندي بېله بوغرې وزي. ټول مسلمانان دي عربي نومونه په مسيحي نومونو واړوي او خپل پخواني اسلامي کالي دي وسوځوي. که داسي ونه کړي نو د سختو سزاوو انتظار دي وباسي. د دې فرمان په راايستلو سره مسلمانان اړ سول چي وسلې ته لاس وا چوي، خو عيسويانو مات كړل او اړسول چي غرونو ته پناه يوسي. په غرونو كي سره راغونډ سول او د عيسويانوسره يې تر ډېرو كلونو سختي جګړې په لار واچولې. خو عيسويانو په هغو كي ريښې وځغلولې چي په دې ډول ډېر د دښمن د چلونو په لومو كښېوتل،  سره وپاشل سول، ځيني نصراني سول او نور افريقې ته وتښتېدل. بيا په ١٦٠٩ع. كال بل پاچايي فرمان راووتى چي د والنسه او مرسيه د ولايتونو مسلمانان دي ګردسره له ملكه ووزي. له دې امله ځيني مسلمانان افريقې ته كډه سول او ځيني فرانسې ته ولاړل، خو هغوى هم څنګه چي هلته هم د نصرانيت منلو ته اړ سول افريقې ته مهاجر سول.

په اندلس کي د مسلمانانو د ډول ډول تعذيبونو او پر هغو باندي د ظلمونو کيسې خورا ډېري او زړه زوروونکي دي. موږ دلته له هغو څخه څو بېلګي په لنډو ټکو کي بيان کړې. پاى په اندلس کي داسي څوک پاته نه سو چي
د اسلام د دين څرګندونه وکړاى سي.-

———

(١)(Baptism) يا تعميد د عېسوي مذهب يودود دى. د عېسويانو په اند کله چي کوچنى وزېږي پر سر يې سپېڅلي اوبه ورپاشي په دې ډول هغه عېسوى باله سي. يا يو څوک د توبې کښلو له امله په سپېڅلو اوبو کي په لمبولو سره برکتناکه او عېسوى کړي

یادونه: ددې لړۍ ټولي برخي دلته کتلای شئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د