
نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د دسمبر لومړۍ نېټه ده د ایډز له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ وه.
د دغې ورځې په مناسبت د افغانستان روغتیايي څانګو ازادو رسنیو ته د ایډز ناروغۍ په اړه خپل معلومات ورکړل .
د صحي چارو مسؤلینو د وینا په بنسټ تر دې دمه په ټول هېواد کې ۲۰۸۶ د ایډز ناروغۍ پېښې ثبت شوي دي، چې ۸۳ سلنه د دغې ناروغي قربانیان نارینه او ۱۷ سلنه يې ښځينه دي .
محمدیونس برګامی، چې د روغتیا وزارت ایډز د کنټرول تخنیکي پرګرام مرستیال دی وايي چې له دغو ناروغانو له جملې څخه ۶۶ تنه يې ماشومان تشکيلوي.
دغه راز برګامي زیاته کړه چې په دغې ناروغۍ اخته کسان ډیری يې د کابل، هرات، او ننګرهار له ولایتونو څخه دي.
د برګامي په وینا دغه ناروغي چې د نامشروع جنسي اړیکو له لارې نورو انسانانو ته سرایت کوي اوسمهال ۴۳۳ د ایډز ناروغان تر درملنې لاندې نیول شوي دي او ۵۰۰ نور ناروغان چې د تشخیص له مخې ثابته شوې دوي ته دغه ناروغۍ د جنسي اړیکو له لارې ور انتقال شوې ده، همدغه ناروغان د وقایوي درمنلې لاندې نیول شوي تر څو دغه یاده ناروغۍ پراخه نشي او نورو انسانانو ته نقل نشي.
برګامي وايي چې تیر کال د ایډز کنټرول پروګرام یواځې ۵ څانګې وې چې د ایډز په ناروغۍ اخته شوي کسانو درملنه به يې کوله، دغه مرکزونه اوس تر ۳۹۶ پورې رسیدلي دي .
ایډز یوه (HIV) وایروسي ناروغۍ ده چې د انسانانو د بدن دفاعي سسټم اغېزمن کوي او له منځه يې وړي .
له ایډز سره د مبارزې نړیوالې ادارې د معلوماتو په استناد دغه ناروغۍ اویا په سلو کې د نا مشروع جنسي اړیکو له نېژدې والي له امله رامنځ ته کیږي، شل په سلو کې د وینې له لارې نور انسانانو ته ورځي او لس په سلو کې له ناروغو مېندو څخه ماشومانو ته انتقالیږي.
دغه ارقام ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې د ۳۶.۷ میلونه انسان د نړۍ په کچه په دغه رنځ اخته شوي دي ، چې ۸.۱ یې ماشومان دي .
دغې ناروغۍ له خپریدا څخه را پدې خوا ۳۵ میلیونه انسانو ژوند اخیستی .
سلیم بریال
که امریکایان نورهم پاته سی نیم افغانستان به په ایډزاخته سی زه دامریکا په نیوجرسی کی یوکال په یو تعمیرکی چه ۱۱ منزله وو اوسیدم ددی تعمیر هری ښځی یو یادوه یازیات کوچنیان درلودل ددی دپاره چه ویلپیر دوی ته کومک ددی کوچنیانو په خاطر زیات ورکاوۍ په دی ۱۱ منزله تعمیرکی ۵۰٪ښځی وه بوله یوی یی میړه در لودۍ دانور ټول حرامیان وو-ایدز خو دالله قهر دۍ اول له امریکا شروع سوۍ دۍ. په احترام عبدالواحد اڅګزۍ