شعـــــرونه

لاسونه مو زخمي دي

دې چم کي خنداګاني نشته زړونه مو زخمي دي
مړې شوي دي ډېــوې او محفلــونه مو زخمي دي

راغلـي بيـــا لښکري د خــزان خنجـر په لاس دي
پـراته دي پـاڼـي پاڼـي ګـلابـونـه مــو زخمــي دي

آشنـا چي خفـه نه شــې غېــږه نه شــم درکـولای
تـړلـي ځنـځيــرونو کي لاسـونـه مــو زخمــي دي

شبـنـم د اوښکـو اوري د رخسـار پر ګلستـان مو
ته مــه راځـــه سپــرليـــه ګلشنـونه مـو زخمي دي

باران دی د بمـــونـو اورېـــدلـى زمـــونږ پر کلــي
د بــــر ګـودر د غــاړي چنـارونه مــو زخمــي دي

خامـوش دی عندليب د ګل د ماتو څانګو خوا کي
غمجـن چي بوراګان دي خو ګلونه مو زخمي دي

ځــانګووي د عرفــــان وې د مـومـن ولــس لپـــاره
سپېڅــلي مــدرسې او جمـــاتــونه مو زخمي دي

بې رحمـــو بدرنګيـــو چي په کاڼـــو دي ويشتلي
نظامه ! د ښــکلاوو سپـيـن مخـونه مو زخمي دي

——-

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x