شعـــــرونه

غزل/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

منتقیم ذاته ګړندي دې کړه د اُور بَڅري
چې میلمانه شي د کفارو په هرکوربَڅري

د فلسطین د مظلومانو انتقام ترې واخله
ورځینې تاو کړه له هر خوانه لور په لور بَڅري

سمه د قهر څپیړه ورکړه چې بیا پورته نه شي
جوړ له بنګلو او له ماڼیو یې کړه توربَڅري

ته د برما پر بودایانو هم دا حال راوله
چې مسلمانوته حاصل شي د سرور بَڅري

د کبرجام یې په خپل  قهر کړه نسکورخالقه
له سریې اوباسه د کبر اوغرور بَڅري

خپله خدایې اوخپل قوت دې ورښکاره کړه ربه
په اسرائیلو دې راپریږده وه د زور بَڅري

خدایه که هرڅو ګنهګاریم ناامیده نه یم
غواړم ،هلال، د ستا د رحم او د نوربَڅري
ــــــــــــــــ
هلال، مهاجر
۱۴۳۸،۳،۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x