ټکنالوژي

فلک علم! او دټکنالوجۍ دعصر پرمختګ!


قاري احسان

 
دټکنالوجی له دوره وړاندي مخکنيو علماو دهر دوربین او پرمختللي وسېلي نه پرته، یواځي دسترګو دنظر، او خپل ژور فکر په وسېله، دفلک دعلم په برخه کي داسي عجيبي او له حکمته برخمني کارنامي کړيدي، چي دټکنالوجی ددور ټول پرمختګونه دهغوی نتیجه بلای سو، خو نني علما دغالیلیو له دوربین نه هم په څو چنده غوره او ښه دوربینونه کاروي، له دغه دوربینو نه په رصدګاو کي دستورو، سپږمکیو او نورو سیارو، نقل او حرکت په ډیر دقت سره څاري، تر دې پوري چي دفلک علما دپرمختللیو دوربینو په واسطه، دپنځه زره ملیونه  برېښانايي (رڼايي) کلونو په لیريوالي، ښه واضح هر څه لیدلی سي، او څاري يي. (او دا هم ښکاره خبره ده، چي روښني یا رڼا په یوه ثانیه کي 297600 کیلومتره مزل کوي، او په کال کي بیا 9.460.800.000.000 کیلومتره مصافه وهي).
 
دشیخ ابو ایمن خلیل احمد عبد اللطیف کیرانوري دقول مطابق، په آسیا کي تر ټولو لوی دروبین، دهند په جنوب کي موجود دی، ددغه دوربین قطر 234 سنټمیټره دی، او دښيښه يي بیا څلور زره کیلو وزن لري، خو تر دې هم لوی او ستر دوربین، دامريکا دکلفورنیا په ایالت کی دی، دهغه قطر بیا 498 سنټمیټره دی.
 
ددغه لویو دوربینونو په استعمال، او همدا شان دفضايي سپږمکیو په توغولو سره، په فضا کي عجیب او غریب موجودات کشف سوي دي، او لا یی هم دکشف لړۍ جریان لري، ددغو دوربینونو او سپږمکیو په برکت، په اوسني دور کي دا خبره واضحه ده، چي لمر، او لمریز ټول کهکشان (galaxy)، یعني ستوري، سیاري او هر څه چي په فضا کي موجود دي، په ډیر ګړندي او تیز حرکت سره روان دوان دي، په لمریز نظام (Solar System) کي، عطارد تر ټولو تیز حرکت کونکی ستوری بلل سوی دی، چي تقریبا په یوه ثانیه کي 47,87  کیلومتره مصافه طی کوي، او پلوټو بیا تر ټولو سوست حرکت لرونکی دی، چي په یوه ثانیه کي 4,74 کیلومتره مزل کوي، او دا هم واضحه ده، چي ټولي سیاري پر خپل مدار راګرزي {وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ} [الأنبياء: 33].
 
په هغه کون (Cosmos) کي، چي زموږ په سترګو لیدل کیږي (observable Universe)، تر اوسه پوري 170 ملیاره کهکشانوه(galaxy) کشف سويدي، او دزیاتره کهکشانو قطر له 1.000 بیا تر 100.000 فلکي فرسخ او یا 3,26  روښنايي کلونو سره برابر دی.
 
دناسا NASA په نامه امریکايي اداري په 2106-03-26 دا خبره نشر کړه، چي تر اوسه پوري 200 ملیار کهکشانونه کشف سويدي، البته داسي دوربینونو ته تر اوسه پوري، زموږ لاس رسی نسته، چي دا ټول کهکشانونه ورباندي ووېنو، نو ځکه ټول کهکشانونه موږ ته واضح نه ښکاري.
 
خو دا هم یاد ساتئ! چي دا به روستی حد او پوله نه وي، دلا زیاتو کهکشانو دکشف امکان به تر هره وخته پوري موجود وي، چي دډیرو پر مخ تللیو دوربینو په واسطه به، لا دانسان دسترګو دلید مصافه زیاته سي، او هلته به نور کهکشانونه پیدا سي.
 
خو له دې ډیرو وسائلو سره بیا هم ، کله چي انسان یو کهکشان کشف کړي، له هغه وروسته بل کهکشان پیدا سي، معنا دا، چي دالله رب العزت کائنات او موجودات دومره زیات او بې شمیره دي، چي دانسان علم او معلومات ورځني قاصر دي.
 
زموږ کهکشان (galaxy)، چي په هغه کي زموږ شمسي نظام شامل دی، ددې کهکشان قطر دسل زره روښنايي کلونو په مصافه اوږد دی، دموسوعة الافلاک دلیکوال په وینا، تر اوسه پوري تر 100 څخه زیات دشمسي نظام په اندازه نظامونه کشف سوي دي، چي هر یو يي دلمر تر هغه، په سلهاو او زرونو ځله ډیر لوی او پراخ دی.
 
په دې کون کي (چي زږموږ په سترګو ښکاري) تر اوسه محقیقینو په ملینو کهکشانونه، او په هر کهکشان کي، په ملینو ستوري کشف کړي دي، چي یو له هغو نه د (المرأة المسلسلة) په نامه کهکشان دی، دا له موږ نه د دوه 2 ملیونه بريښنايي کلونو په واټن لېري والی لري، او یو بل کهکشان د (حلزونیة) په نامه سره یاديږي، هغه بیا له موږ نه 13 ملیونه بريښنايي کلونه لېري دی، له دې نه هم یو بل لېري کهکشان دی، چي تر اوسه يي نوم نه دی یاد سوی، هغه بیا له موږ نه 10 بلیونه بريښنايي کلونه لېري والی لري.
 
دې وسیع، لوی او پراخ کون ته په کتو سره، دانسان پر ژبه داسي الفاظ راځي چي: فما أعظم شانک يا خالق السموات والأرض!
 
ددوهم جنګ جهاني نه وروسته، دلویو توغندیو اجاد مخ په وده سو، په دغه وخت کي داسي توغندي جوړ سول، چي 200 کیلومتره مصافه به يي وهله، دا مرحله نوره هم مخ په وده سوه، تر دې پوري، چي په 1957م داکتوبر پر 4 تاریخ، روسانو دسپوتنک-1 (Sputnik-1) په نامه مصنوعي سپږمۍ په نړۍ کي ړومبی ځل فضا ته وتوغه وله، ددې سپږمکۍ وزن 84 کیلو ګرامه و.
 
دامریکا متحده ایالاتو بیا د(بایونیر-10) او دا شان د(فویاجر-1) او له هغه وروسته د(فویاجر-2) په نامه سپږمکۍ په 1977م کي وتوغه ولې، او په 1989م کي يي خپل هدف تر لاسه کړ، زمکي ته يي ډیر زیات معلومات را ولیږل.
 
دانسان په لاس جوړه سوي سپږمکۍ (فویاجر-1) په اول ځل د2013م دسپتمبر په 13 مه دلمریز غلاف نه باهر ووته له، په انساني تاریخ کي دا ړومبی ځل و، چي تر لمریز نظام (Solar System) ها خوا مصنوعي سپږمکۍ خپل کار پیل کړي، په دې سره (فوهاجر-1) په انساني تاریخ کي، تر ټولو اول ځای وموند.
 
پیونیر-10 (Pioneer 10) سپږمکۍ په 2015 م کال کي له زمکي نه 10 ملیاره کیلومتره لېري تاویده، دا هغه مصافه ده، چي دزمکي او لمر تر منځ دواټن په پرتله 100 ځله واره زیاته ده.
 
او فویاجر-1  (Voyager-1)  بیا په 2015م کال کي له زمکي نه دومره لېري و، چي دلمر او زمکي دمصافي په برابر 130 واره ليري والی يي درلود.
 
فویاجر-1 (Voyager-1) په یو کال کي د 3.6 فلکي کال په اندازه مزل کوي، او فویاجر-2  (Voyager-2) بیا په یو کال کيد 3.3 فلکي کال په اندازه مصافه وهي، او یو فلکي کال د 150 ملیونه کیلومتره سره برابر دی.
 
دزمکي دکورې نه شاوخوا نه که څه هم هر وخت دمصنوعي سپږمکیو وجود مخ په زاتيدا دی، خو دیو رپوټ له مخي تقریبا 13000 سپږمکۍ په فضا کي موجودي دي، چي 3500 يي په پوره توګه دکار وړ دي.
 
ساینس پوهان کوشش کوي چي دزمکي نه ماسوا، په یو بل ستوري کي دانسان او یا هم دحیوان وجود کشف کړي، خو تر اوسه يي کوششونه له ناکامۍ سره مخ دي، لیکن بیا هم دوی کوشش جاري ساتلی، او خیال يي دی، چي کېدای سي په یو ستوري کي دزمکي په شان انسان او یا حیوان پیدا کړي ، خو څومره چي دساینسدانانو تحقیقات زیاتیږي، دغومره يي دالله پر قدرت علم او معرفت ورسره ډیریږي.
 
تر اوسه پوري چي دفلک دعلم څومره جدید تحقیق سوی دی، درسول الله صلی الله علیه وسلم داحادیثو تکذیب او مخالفت يي یوه زره هم نه دی کړی، او نه يي دحدیثو دعلم کومه خبره په بله بدله کړي ده، بلکي څومره چي تحقیق زیاتیږي، دغومره دنبي علیه السلام دعلم تاید کوي، دالله پر کتاب، او درسول صلی الله علیه وسلم پر خبرو لا ایمان مضبوطیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x