شعـــــرونه

غزل/ خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی

بیا زیري دي د فتحو افسانې دي په هیواد کې
غزاوې دي سپیڅلې معرکې دي په هیواد کې

هلمند مو قهریدلی ګډغلیم ته په غصه دی
غازیان کړي د تکبیر تکبیر نعرې دي په هیواد کې

فراه په هرکلي کې کړي له ستورو سره خواله
چاودلې دشفق سپینې سپیدې دي په هیواد کې

کندوز په هرکلي  کې خورا ډیرې سوبې نغښتې
رپانده یي په ویاړ  سپینې جنډې دي په هیواد کې

اروزګان زیری دفتحو کړي دهسکو زلمو کور دی
پکتیا،  او پکتیکا نه  انګازې دي په هیواد کې

فاریاب د ګلمجمو ټغر وینو باندې سور کړ
راغلې د غزاوو ورځې شپې دي په هیواد کې

بادغیس کې ځوانان ټول په ولولو دتکبیرونو
دسپینو دستارونو علامې ده په هیواد کې

بغلان او کاپیسا کې، تر جوزجانه تماشه ده
کندهار توره را خیستې افسانې دي په هیواد کې

دغور او دایکندي بیا تر غزني او ننګرهاره
روان دي عملیات سختې جګړې دي په هیواد کې

تسلیم شئ دباطل دلارې خلکو جګړه پریدئ
خالقیاره شروع دغه ترانې دي په هیواد کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x