ټولنیزه برخه

پرهیزګاره غل- ریښتینې کیسه

ژباړه: م. حمدالله(دانشمند)

کیسه کا: یو د دیني علومو استاذ(ښوونکي) خپلو زده کوونکو ته د فراغت پر مهال کړه: د چا د اوږو پېټی مه ګرزئ، غوره روزي هغه ده، چې په خپلو زیارو یې لاسته راوړئ، هغه عالم ښېګڼه نشي موندلی، چې لاس یې بل ته د تمي(طمع) په توګه اوچت کړی وي، ښه به داوي، چې د روزي د ترلاسه کولو له پاره د خپلو پلرونو تګلاره غوره کړئ؛ خو پام د الله پاک وېره په زړونو کې ساتئ!

د نوموړي د شاګردانو په کتار کې یو تمبل غوندي شاګرد و، هغه هم د کور په لوري و خوځېد، کله یې چې په خپله مور سترګې خښې شوې، تر پوښتنې ګروېږنې وروسته یې ورته کړه: موري! زما پلار روزي له کومي لارې تر لاسه کوله؟

مور یې په رېږدېدلي غږ ور غبرګه کړه:
زویه! پلار دي اوس د تورو خاورو بندیوان دی، د هغه د ژوند تګلاره مه پوښته؛ (ځکه له مړو شیطان بېزاره دی)، ولاړ شه! کوم بل وزګار ولټوه!

نوموړي د خپل شیخ سپارښتنه په غوږ کې نیولي وه، په بیا-بیا یې له مور نه تېره غوښتنه کوله.

له ډېر ټینګار نه وروسته یې د ناخوښۍ په ژبه ورته وویل: زویه! ستا پلار غل و!

هغه ورته وویل: ماته خپل شیخ داسې سپارښتنه کړې، چې پلار مو له کومې لارې روزې ترلاسه کړې، ته یې هم له هغې لارې ترلاسه کړه؛ خو د الله پاک وېره باید در سره مل وي.

هغې په بدله څېره ورته کړه: اې ناپوهه! په غلا کې هم تقوی(وېره) وي؟

زوی یې ورغبرګه کړه: شیخ(ښوونکي) راته همداسې ویلي.

نوموړی له کور نه رخصت شو، د غلا د تکتیک د زده کړي او د یادې پروژې د اړینو سامانونو په لټه کې شو، ترڅو په یاده دنده کې د لوړ مهارت څښتن شو، د ماخوستن لمونځ یې وکړ، کله چې شپه ښه پخه شوه، خلک د خوب څپو لاندې کړل، نوموړي د پلار په دنده پیل وکړ، د شیخ سپارښتنه یې په غوږونو کې ښه ټینګه ساتلې. لومړی یې د څنګلوري په کور پیل وکړ، د شیخ خبره وریاده شوه؛ چې د څنګلوري ازار د الله پاک نه خوښېږي، تر څنګ یې په بل کور سترګې ولګېدې، له ځان سره ګډ دی: داخو د یتیمانو کور دی؛ الله پاک د هغوی د مال خوړل حرام کړي، له دينه هم تېر شو، د یوي ستر بډای تجار په کور ور برابر شو، چې یواځې د یوې لور څښتن دی، ویې ویل بس همدایې ځی دی. دروازه یې په مصنوعي چابیانو پرانیسته، ستره ودانۍ ده، له څه لټي وروسته یې هغه کوټه ومونده، کوم چې د کور څښتن مال پکې خوندي کړی و، صندوق یې پرانیست، ډېر سره، سپین اونغدي روپۍ یې پکې وموندې، کله یې چې د وړلو په لټه کې شو، فکر یې وکړ: د دې مال څښتن به له یاد مال نه زکات هم نه وي ایستلی او دشیخ سپارښتنه راته داوه، چې تقوی(پرهیزګاري) به کوې، لومړی له هرڅه نه باید ترېنه زکات بېل کړم، په کوټه کې پراته د حساب کتابونه یې را کښته کړل، له ځان سره راوړې وړه ډېوه یې بله کړه، د حساب په اړه یې ښه مهارت لاره، دمال په شمارلو بوخت شو، د زکات برخه یې یوي پلو ته کړه، ناڅاپه پرې د سبا ځلانده څېره راڅرګنده شوه، ځان ته لګیا دی: له الله پاک نه وېره داده، چې لومړی باید فرض لمونځ ادا کړم، د اوبو د موندلو په پار د کلا(قلاع) مینځ ته راووت، اودس یې وکړ، د لمانځه په تکل کې ده؛ د کور څښتن پرې راویښ شول کله یې چې سر یادې خونې ته ور ښکاره کړ، ډېوه بله ده، د مالونو صندوق پرانیستی او سړی په لمانځه بوخت دی.

د یاد عجیب حالت په ليدو ترې خپلې ښځې وپوښتل: داڅه دي؟!

مېړه یې ورته کړه: والله که پوهېږم؟!

ورغږ یې کړ: هلاک شې! څوک يې؟ داڅه دي؟
غله ور غبرګه کړه: لومړی باید لمونځ ادا کړو وروسته به خبرې اترې وکړو. د کور څښتن اودس تازه کړ، غله ورته کړه:

(تقدمْ فصلِّ بنا ، فإن الإمامة لصاحب الدار…)
ژباړه مخته شه لمونځ راکړه؛ د امامت وړ دکور څښتن وي. د کور څښتن وېرېدی: هسي نه سلا ورسره وي؛ ځکه یې د هغه هرې خبرې ته مثبت ځواب وایه- الله پاک خبر، چې څنګه به یې لمونځ ادا کړی وي- کله یې چې لمونځ ادا کړ ورته یې کړه: هلاک شې څوک یې؟ څه کوې؟

هغه ورغبرګه کړه: غل یم!

– زما په کتابونو دي څه اړه وه؟

– هغه زکات مې شمارل کوم چې دې له شپږو کالو را په دېخوا نه دی اداکړی.
اوس بېل شوی مال د زکات وړ وګړو ته باید وسپارې!

د کور څښتن د یاد غله له کړنو حیران دی، ورته یې وویل: رښتیا راته ووایه: کیسه څه ده؟ لیونی یې؟

غله خپله تېره کیسه ټوله په شد او مد ورته بیان کړه.

د کور څښتن چې کله کیسه واورېده، دهغه له صورت، سیرت او د حساب په برخه کې له کاملي وړتیا نه پوره اغېزمن شو! ولاړی له خپلې بې بې سره یې د یاد ځوان په اړه مشوره وکړه. له لږ ځنډ نه وروسته بیرته راستون شو، ورته یې کړه: خوښه دي ده، چې زما لور په نکاح درکړم، زما منشي او حاسب جوړ شې! ته او ستا مور زما په کور کې په ځانګړو کوټو کې د ژوند پاتې شېبې پر مخ یوسئ؟!

هغه ورغبرګه کړه: هوکې، خوښه مي ده!

په سبا یې د شاهدانو په وړاندې خپله ټوله ژمنه ور سره ترسره کړه.

المأخذ: “عطر الورود” پاڼه د “طنطاوي” -رحمه الله- په حواله·

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x