sayyaf women

د استاد سیاف شریعت !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: نن سه شنبه استاد سیاف له پژواک خبري اژانس سره دهیواد د وروستیو پیښو او خپلو راتلونکو کاري اجراآتو په اړه تفصیلي مرکه کړې .

له ډیره وخته راهیسي دا لومړی ځل دی چې استاد په هسکو ستر ګو د داډول پوښتنو د ځوابولو جرأت کړی استاد په دې مرکه کې د هیواد د ورستیو ناخوالوپه اړه د مسؤلیت پذیري په ځای له هغو څخه د ګریز لاره غوره کړې ، او د مرکې تر اخیره پوري یې خپل ځان دهیواد د یوه صالح او پارساشخصیت په توګه له هرڅه برئ او معصوم معرفي کړی.

مرکه په مجموع کې له دې پرته چې یواځې د استاد د ټاکنیز کمپاین یو نمایش وښودل شي نور کوم د یادونې وړ تصامیم او یا کومه معقوله طرحه نه پکي تر سترګو کیږي .

یواځې هغه څه چې په یاده مرکه کې د لوستونکي توجه جلبوي هغه په هیواد کې دشریعت د تطبیق لپاره د استاد نوې طرحه ده .

نوموړی د خپلې دغې نوې طرحې د عملي کولو په اړه داسې وايي: “پر مخالفينو د شريعت او قانون د حکمونو پلي کول، تر ډېره بريده په هېواد کې د ورانکاريو ښه مخنيوى کولى شي.”

هغه څه چې د استاد په مرکه کې د تأمل وړ دي هغه دا ، چې استاد د شریعت پلي کول یواځې د مخالفینو دځپلو او له منځه وړلو لپاره دیوې وسیلې په توګه اړین بولي نه د شریعت د احکامو د واجب الاجرائي حیثیت په توګه .

که واقعا استاد دشریعت ټولو احکاموته د واجب الاجرائي حیثیت په سترګه ګوري او هغه د ټولنې د سالمیت او امنیت لامل ګڼي نو بیاخو هغه باید له امنیتي ساحې پرته د نظام په نورو برخوکې هم باید عملي کړي او په دې اړه د ده په اصطلاح له قاطعیت او جدیت څخه کار واخلي.

د بیلګې په توګه د اسلام په جزايي نظام کې د ټولنیزو مفاسدو لکه د غلا،زنا،قتل ،شراب څښلو ، ارتداد اونورو منکراتو او اخلاقي انحرافاتو دمخنیوي لپاره معین احکام موجود دي ، هغه اجتماعي مفاسد ، او اخلاقي انحرافات چې له بده مرغه همدا اوس اوس یې زمونږ ټولنه له سخت زړه بوږ نوونکي حالت سره مخ کړې .

هره ورځ دهیواد له بیلابیلو سیمو څخه په بیوزله ښځو او ماشومانو باندې د ډله ایزو تیریو خبرونه اورو .هره ورځ د دولتي زورواکو (غلو ) له لوري دهیواد ملي او شخصي شتمنۍ لو ټل کیږي .

هره ورځ له دولتي موسساتو څخه د مفسدو چارواکو لخوا په میلیونونه افغانۍ غلاکیږي

هره ورځ د هیوادپه نشراتي رسنیوکې د اسلام او عقیدي خلاف نشرات ترسره کیږي ، دبیان د آزادي په پلمه ډلې ډلې افغانان د بهرنیانو په مرسته اولمسون له اسلام مرتد کیږي او ….

خو ښاغلی استاد دغلو ، زانیانو ، شرابخوړونکو، مرتدینو او … په اړه د شریعت د صریحو او قاطعو احکامو د پلي کولو په اړه ځان هم نه خبروي او نه هغه زمونږ د مسلمانې ټولنې د امنیت اوسالمیت لپاره خطر ګڼي .

په هرصورت : دا په استاد پوري اړه لري چې په راتلونکو ټول ټاکنوکې د ځان د بریالیتوب لپاره کومې طریقې او تکتیکونه کاروي ، خو داسلامي شریعت د احکامو د تطبیق په اړه که واقعا هم ریښتونی وی نو لومړی دی د غصب او غلا د حد تنفیذ له خپله ځانه راشروع کړي چې د ده په حد کیدل به د کرزي د مفسد نظام د ټولو مفسدینو دعبرت لپاره ترټولو ښه وسیله وي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د