افغانستان

هرات کې طالبانو د ملي اردو یو افسر ترور کړ

نن ټکی آسیا: طالبانو نن سهار په هرات ښار کې  د ملي اردو پر افسر ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.
د هرات امنیتي چارواکي وايي، پېښه د هرات ښار د اتمې ناحیې په فرقه سېمه کې رامنځته شوې.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالروف احمدي د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل : د صفي الله په نوم د ملي اردو یوه افسر چې غوښتل یې نن سهار په خپل موټر کې سپور شي، وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه. نوموړی زیاتوي چې د نوموړي وژونکي په موټر کې سپاره ول او له پېښي وروسته په تېښته بریالي شوي.

طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه (شهامت) کې د لومړي بریدمن صفی الله د وژنې مسؤلیت منلی او د دوی خبر کاږي ، چې « بیګاه شپه 11 بجې ددي ولایت مرکز دهرات ښار اړوند دجکان په سیمه کې داجیري اردو لمړی بریدمن [صفی الله ولد دستګیر] په داسي حال کې چې له امریکایي عسکروڅخه دزدکړي لپاره روان ؤ دمجاهدینوله لوري دیوه چریکي بریدپه پایله کې ځای په ځای ووژل شو. له برید وروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل».
د یادونې وړ ده، چې  په روانه اونۍ کې دا د ملي اردو دوهم افسر دی،چې د طالبانو له لورې د ښار په داخل کې ترور کېږي او وژونکي يې هم په تېښته بريالي کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x