افغانستان

کارټرهام: امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځونو د شتون په اړه بیا غور کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا نوی حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځونو د شتون په اړه له سره بیا غور کوي .

دا خبره تېره ورځ د امریکې یو پخواني جنرال کارټر هام د همدې هېواد مشرانو جرګې غونډې ته وکړه .

کارټر هام په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې نوی منتخب ولسمشر ټرمپ به په سپینه ماڼې کې له خپلو سلاکارانو سره سلا مشورې وکړي، چې په افغانستان کې د دوي د نظامي قوتونو شتون ته لومړيتوب ورکړي او کنه .

هام کارټر امریکايي جنرال پخوا هم یوه دوره افریقې او عراق کې د پوځ قومنداني په غاړه درلودله، چې دده په آند له افریقې او له عراق نه امریکايي پوځونو اېستل مثبت تمام شوي دي، نو په افغانستان کې هم د خپلو پوځونو شتون ګټمن نه ارزوي .

د نوموړي جنرال په وینا د امریکې پخوانی ولسمشر بارک اوباما په دغه ډول مواردو کې پرېکړې تصادفې وې او زیاته يې کړه چې هېڅ کله نوموړي د خپلو ماموریتونو په اړه څېړنې نه دي کړي، مثبت او منفي اړخونه يې ندي څېړلي، او خپلو سلاکارانو سره يې هېڅ ډول سلا مشورې نه دي کړي او ټولې پریکړي يې پخپله کړي دي، دده په وینا چې نتیجه يې هم ښه نه وه .

اوس مهال د قاطع ماموریت په درشل کې نهه زره او اته سوه امریکايي پوځيان دلته په افغانستان کې شتون لري .

سليم نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

فکر نه کوم چه د غور خبره وی ، د قوماندی انتظار باشی ، امریکا ، اروپا او نن صبا ټوله نړی د یو نالیدلی قدرت او نظارت لاندی زوند تیروی په ځانګړی دول امریکا چه نظامی بیس دی تل د هغو قوماندو ته منتظر دی د طالبانو د بیاوړتیا او کمزوریو پوری اړه لری که هغوی پیاوړی وی خبری ورسره کوی که د دوی په خوښه خبری ورسره وشی سمه ده که نه د خپل منځی جنګو پلان عملی کیږی او که هغوی کمزوری وی جنګ ته دوام ورکوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x