افغانستان

ننګرهار: په املاکي ځمکو کې کوکنار کر ل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ نه په ورکړل شوو راپورونو کې ويل شوي دي، چې دولتي چارواکو په املاکي ځمکو کې کوکنار کرلي دي .

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب رسنیو ته ویلي هو! مونږ دا منو چې په املاکي ځمکو کې کوکنار کرل کیږي خو دا هغه ځمکې دي چې د کانال ریاست له لوري عامو ولسي خلکو ته په اجاره ورکړل شوي او قراردادیان په دغو ځمکو کې کوکنار کري.

غالب دغه راز زیاته کړه چې، مهمه ستونزه داده د کانال ریاست دغه ځمکې د یوه فصل لپاره په اجاره ورکوي خو قراردادیان بیا په یوه فصل کې درې یا څلور فصلونه کري.

همدا رنګه غالب وویل په کومو سیمو کې چې املاکي ځمکې دي هغو سیمو کې ډیری د طالبانو کنټرول دی مونږ نشو کولی چې هلته په دې اړه پلټنې وکړو، ځکه یواځې د ولسوالۍ څلور دیوالي ودانۍ زمونږ سره په واک کې ده نور په دغې ولسوالۍ دطالبان بشپړ واک دی .

له بلې خوا د بټي کوټ ځايي قومي مشران وايي چې دوي دا تائیدوي چې دغه ځمکې دولت په اجاره ورکړي او قراردادیان پکې کوکنار کري خو دولتي مسؤلین هم په کې دخيل او شریک ګڼي.

یو تن ځايي مخور ملک نصیب رسنیو ته ويلي په دې ولسوالۍ کې دولتي ځمکه زورواکانو لاندې کړې او غصب کړې یې ده .

خو د ننګرهار د کانال رئیس غلام حضرت د چارواکو دغه څرګندونې له حقیقت نه لري بولي او پړه یې په دولتي منسوبینو اچوي، چې په دغو ټولو ناامنیو او غصب کې دوي ښکېل دي ، که چیرته په شخصي ځمکو کې کوکنار کرل کیږي دا بیا د ولسوالۍ د مسؤلینو دنده ده چې مخنیوی يې وکړي .

د معلوماتو په اساس د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ۱۱۳۶۷ هکتاره ځمکه لري چې یواځې ۱۹۲۰ هکتاره ځمکه کې یې د زیتون باغونه دي .

او د یادې ځمکې ډیره برخه د طالبانو تر واک لاندې ده او پاتې برخه يې زورواکو نیولې او حاصلات يې دولتي عوایدو له لارې د دولت لاس ته نه ورځي.

سلیم بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x