نړۍ

امریکې کې یو شمېر جوماتونو ته ګواښ لیکونه استول شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د امریکې یو شمېر مسلمان مېشتو ایالاتونو کې جوماتونو ته داسې ګواښ لیکونه استول شوي چې مسلمانانو ته پکې خبرداری ورکړل شوی دی چې له امریکې نه دي ووځي کنه په ډلیز ډول به ووژل شي.

پر دغه لیکونو باندې د کالیفورنیا ایالت لاس انجلس ښار مهر لګیدلی د کالیفورنیا ایالت په ګډون روډای لینډ، اوهاويو، مشیګن، انډیانا او جورجیا ایالتونو بېلابېلو جوماتونو ته وراستول شوي دي .

د لاس انجلس ایالت امنیتي مسؤلینو ویلي دي چې په دغو لیکونو کې داسې کوم څرګند ډول ګواښ نه تر سترګو کیږي چې په اړه يې پلټنې وشي فقط دومره پکې ویل شوي چې مسلمانان دې له امریکې ووځي کنه په ډلیز ډول به په هر ه سیمه کې وژل کیږي ، خو د پولیسو په وینا دا مبهم لیکونه دي او دا کوم جنايي او یا سیاسي جرم نه بلل کیږي بلکه دا یو شیطاني حرکت دی .

د لیکونو په پای کې لیکل شوي دي چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر ټرمپ به په تاسو هغه عمل تر سره کړي چې هیټلر هم نه وي تر سره کړي.

بلې خوا د FBI ادارې د اسلامي اړیکو شورا او اسلامي اتحادیې هغه غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی چې ددغه لیکونو په اړه یې د پلټني غوښتنه کړې وه.

د یادونې وړ ده، له هغه وروسته چې د امریکې انتخابات ډونلډ ټرمپ ګټلې، ۷۰۰ داسې پېښې ثبت شوي چې مسلمانانو ته پکې سپکاوی او یا ځورونه شوې ده .

خو د ټرمپ نېږدې سرچینې وايي چې کیدایشي دا ډول کارونه دې دوي رقیب لوری تر سره کړي وي او دوي د امريکې ټولو مسلمانانو او د نورو ادیانو متابعینو ته احترام او درناوی لري او د هېڅ کومې مذهبي ډلې په وړاندې ناوړه اقدام نه ترسره کوي .
سلیم بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x