افغانستان

سرنوشت: ولسمشر په ځان ملنډي وهي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د کابل څخه خپرېدونکي ورځپاڼي سرنوشت په خپل سر مقاله کې د ولسمشر اشرف غني وروستیو تېروتنو ته په اشاره ویلي چې ولسمشر ته نه ده په کار چې هر مناسبت ته منډي ور ووهي او ګډون په کښي وکړي.

په سرلیکنه کې پوښتنه شوي چې ایا د ولسمشر اساسي مسؤولیتونه همدا دي؟ چې کله جنازو ته اوږه ورکوي، کله په نیمه شپه پر دولتي ادارو ګرځي او کله بیا روغتون ته د ناروغانو پوښتني ته ور منډه کړي.

سرنوشت ویلي چې که څه هم د دولتي ځواکونو افسرانو جنازو ته اوږه ورکول څه بده خبره نه ده خو په دغسي مراسمو کې معمولي تېروتني نه جبرانېدونکې پایلي لري.

باید وویل شي چې تېره پنجشنبه د جنرال محی الدین غوري په جنازه کې ولسمشر، دفاع وزارت او ګڼو چارواکو ګډون کړی وو، ددغه جنازې په مراسمو کې د دعا پر مهال ولسمشر د «اللهم» د ږغ اوریدو سره سم غوږونو ته لاس پورته کوي، چې پر څنګ ولاړ د ارګ د چارو ادارې مشر سلام رحیمي یې تیروتني ته متوجي کوي.

دغه ویډیو پر فیسبوک یو ځل بیا د ولسمشر په وړاندي د طنز او ډول ډول تبصرو دروازه خلاصه کړې.

ولسمشر یوه اونۍ تر مخه په بلخ کې دولتي ځواکونو ته په غونډه کې ویلي وه چې «د رسنیو پروا مه کوئ، له هغوی بادونه وځي او له تاسو توپونه.»

سرنوشت ویلي چې اصلي خبره داده چې ولسمشر په ځان ملنډي وهي، ولسمشر په هر هغه ځای، غونډه او سټیج ته ځان حاضروي چې دده له شان سره مناسبه نه ده.

«ولسمشر باید خپل ځایګی او درنښت وپېژني او شرایطو ته په کتو د یوه مسوول ولسمشر په توګه عمل وکړي. په سیاست کې دا ډول احساساتي او تېرایستونکې کړنې ځای نه لري او دا یوازې په ځان ملنډې وهل دي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان محمد

سرنوشت د رنګین ، لونګین ، غلام ( سپانتا ) ورځپاڼه ده کوم چه پرونی شغلوی او نننی د جرمنی د سوسیال دموکرات فارسی نشنلیستی ګوند سره اړیکی لری کله چه ۵۰ اشغلګرو هیوادو د امریکا په مشرۍ زمونږ هیواد اشغال کړو هر هیواد د کرزی د مشری لاندی خپل جاسوسان څه د کرزی او څه د غنی غلامه ، ناوړه او فاسده اداره کی په خوښه یا په زوره ننویستل اشغلګر هڅه لری چه د دغه پرونی او نننی غلامانو ټیمونه تل په داخلی رقابت کی وساتی لکه روسانو چه به د پرجمیانو او خلقیانو تر منځ دغه رقابتونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x