
غزل/ مسلم يار
مسلم يار
سترګې له سترګو نه شرميګي حال ويلې نه شي
په خپله غيـږه کې پټيـګي حال ويـلې نـه شـي
ماشومان ګـورۍ په چاټـونو بانـدې رسم کــوي
ګوتې يې له ويرې نه رپيګي حال ويلې نه شي
نه خو طوفان شته نه باران شته دا به څه چل وي نو ؟
پاڼه له ونې نــه غورځيګي حال ويلې نه شــي
زما تصوير خو څه ويلـي نه دي چـا ته خلکو
نن له ديوال څخه رالويګي حال ويلې نه شي
يو چا د چا په لاس ليکلي وو چې يار دى يمه
نن ترى هغه ليکل ورانيګي حال ويلې نه شي
ظالـم جهان پـرې د ظلمـونو انتها کــړې ده
مسلم يار هم پټ،پټ ژړيګي حال ويلې نه شي