شعـــــرونه

پاچا سلامت څه کړي؟

حافظ حکمت

لمانځه د جنازې کي چې سجدې کوي یو څوک
تهجد لمونځ په داخل کې د غرمې کوي یوڅوک

تر اوسه یې ملت په کارنامـو باندې شرمـیږي
خبرې هم په دین کي تـل کږې کوي یو څوک

ویل یې ورته مات به کم سرونه ککرۍ کې
په ځان پسي په خپله ډرامې کوي یو څوک

ولس هم حیران پاتې دی چې ولې داسي کیږي
په ارګ کې چي یوبل سره جګړې کوي یو څوک

ویل یې احادیثو نه را لاندې بـخاري د قدر وړ ده
په دین کې مو بې ځـایه مسـخرې کوي یو څوک

وایي زوی د ادم نه یم که اوبه مي بندي نه کړې
په شان د ناپـوهانو علامې کوي یو څوک

ولس سترګې په لار دی نن د هغه چا خدمت ته
په خُله چې د غربیـانو فیصلې کوي یو څــوک

حیران یمه حکمت چي دا اوس څــرنګه سـړی دی
په حق کښي د ملت چې مو نــخرې کوي یوڅوک

حافظ حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x