fbpx
kalashnikov

کلاشنکوف په دوه ډوله ده

دا څو ورځي خلکو دکلاشنکوف په باره کې باب راپیل کړی ده ما ويل یو فصل او څپرکی یې باید زه هم بیان کړم، زما فصل په بیان د ډولونو دکلاشنکوف کې ده، که څوک ووایې (فانقیل) دکلاشنکوف دوه ډوله دي نه منم، ډیر دي.

موږ وایو (قلنا) اعتبارات راواخله ته یې ډولونه دنوعیت او جوړښت په اعتبار ډیر اوزه یې د کاروني په اعتبار په دوه ډوله کوم.

 دمیخایل کلاشنکوف په لاس اختراع شوې دا وژونکې آله دحضرت انسان د کاله دوه ډوله وګړیو په دوه ډوله کارولې ده، کاروي یې اوکاروي به یې.

د بیلګې په توګه د میخایل کلاشنکوف قوم (روسانو) دپراختیا غوښتنې او مظلومو اولسونو د ايل کولو په نیت کاروله، دا راز موجوده لویدیځوال وحشيان هم خپلې وسلې د خپلو ګټو له پاره کاروي.

او موږ افغانان او موږ ته ورته اولسونو د خپل کورګي اوناموس دساتنې په نیت له مجبوريته کلاشنکوف ته لاسونه غځولي دي او تر ننه مو چې په لاس کې ده موخه مو مجبوریت او دا چې په خپل کور کې موڅوک نه پریږدې. او کنه په الله یقین وکړئ په ما ګناهګار یې ونکړئ د ابا دي زړې اوسولیدل بیلچې بلا مي دي سلو کلاشنکوفونو ته ور وګرځي.

دا خبرې مې د دې له پاره راپیل کړې چې زموږ ځیني خلک بلا تفریق مطلقاً وسله غندي او غواړي خلک یې پرخلاف کرکې ته راوپاروي، د دوی دا کار ناسم ده، منم چې ډیری وسله کاروونکي وګړي مجرمین، قاتلان او انسان زوروونکي دي، خو که موږ په نوم وسله او وسله وال وغندو دا بې انصافي او په غیر مستقیمه توګه د مجرم وسله وال ملاتړ ده، ځکه یو شریف انسان یا یو لږ ځواکه اولس له وسلې پرته داد بدمعاشانو په نړۍ کې ژوند کولی شي؟ که یو څوک د ظلم او تیري له پاره وسله ښوروي او پالي له همدې لیوانو نه به مظلوم ځان په څه شي ساتي؟ افغانان دا څومره موده دخپل ځان، هیواد او دین د دفاع له پاره وسله کاروي.

زموږ وسله مخالف یاران چې د وسلې سره په کرکه کې خبرې پیل کړي، ورسره دقلم اهمیت او د تعليم ضرورت ته خوله واچوي، عجیبه ده! لویدیځوال چې نن په علم کې دنړۍ له قامونو مخکي دي دهغو وسلې او اتومي ځواک هم له هرچا پیاوړی ده که د دوی خبره معقوله وی غربیانو باید تشه ټولۍ هم نه لرلی. داخلک ولې دقلم دستاینې په پلمه زموږ د لاس هرډول وسله غندي؟ .

قاتلانو، غلو او مجرمانو که په کلاشنکوف زموږ ناحقه وینې بهولې دي باید دهغه مجرم وسله اوهغه مجرم وغندو او وترټو او په کوم کلاشینکوف چې یوه شریف او غیرتي انسان خپل مال او ناموس ساتلی وي دهغه لاس او کلاشنکوف دمچولو او په سترګو کولو دي. دخارجي دښمن پرضد او د خپل هیواد، ناموس او دین ساتنې له پاره چې کوم مومن هيوادوال کلاشینکوف په اوږه کړی هغه د تمجید او ستاینې وړ ده. اوکه څوک زما په لاس کې په نوم کلاشنکوف خامخا او په هرصورت راته غندي دازما د غیرت، دین او ولس قاتل ده.

د میخایل کلاشنکوف غندنه تشه سادګې ده کمه موده مخکي دخیبر پښتونخوا په یوه سیمه کې دغلو داسي ډلګۍ ګرځیدلې چې کورته به دشپې اوښتل شوکه ، غلا او په ناموسونو یې تیري هم لاکړې و. له کلي په لیږ ازاد کورکې یوه خواښې او نږورو اوسیدلې مازدیګر بوډۍ په کرونده کې وه یوه نابلده سړي په خبرو خبرو کې معلومات ورنه لاس ته کړل اوداهم چې موريې سړی نشته.

دا کیسه یې نوورو ته وکړه هغه وویریدله، ماخوستن یې نږور بیداره اوپه بام ناسته وه، په پخه شپه یې دولس وسلوال د کور شا ته راغلل او کورته یې کاڼي ور وویشتل. ښځې له بامه ورته وویل څه غواړئ؟ هغوی دروازه خلاصول وغوښتل او ښځه یې تهديد کړه. دښځې باور شو چې غله دي له بامه یې د میخایل کلاشینکوف ګړندۍ وسله ورته کش کړه او ټول یې ووژل!! د دې سیمې یوه سړي دا کیسه دلته راته کوله. دمظلومې ښځې په مال شتمنې اوناموس باندي د بلوسګرو په سینو کې چې دکوم کلاشنکوف مرمۍ کومو ګوتو سړې کړې دا ټول څنګه بولئ ؟ .

نعمان منلي

كالم: نښتر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د