شعـــــرونه

که راستون نشوم ملګرو…/شهید مستسعید

شهید ملا محمد حسین مستسعید

که راستون نشوم ملګرو زمابچوته به دا وایاست
ربړیدلو، کړیدلو پرګنوته به دا وایاست

چې په ویر کې مي ژړیږي تسلی ورلره ورکړئ
خداي دي مل دصابرینوسترګو سرو ته به دا وایاست

دمظلوم د آه توپانه خروښیدو ته چې چمتوشئ
دیتیم د اوښکوسیندکې وڅپوته به دا وایاست

چې یي لویشت لویشت دپړوني زما د تن په وینوسره ده
دوطن دمور د میني لیونو ته به دا وایاست

چې دننګ شمله لاهسکه او سرونه موټیټ نه شول
د وحشت سمبول کېوبا کې زولنوته به دا وایاست

چې وجبر ته خبیب وي دوحشت پرضد بلال وي
د اسلام ساتندویانو،شازلموته به دا وایاست

چې ملالې کړې رایادې اوناهیدې په پاڅون کړي
د ستر کور د سترو پیغلو حوصلوته به دا وایاست

چې پر هر پل موبل کړي دتیارو دجنګ لپاره
د غلیم په پوه مړه مه شئ! مشالوته به دا وایاست

خپلواکې ده مله دتورې، توره ننګ، توره جنت دی
توره کار د باتورانو ولسو ته به دا وایاست

چې له ویاړه هسک له پاسه سره ګلونه باندي پاشي
زما د ګران طالب ټاټوبو حجرو ته به دا وایاست

چې ستنې نشې له لارې منزلونه دي لاوړاندې
دا احرارو پرپلو درومي قافلو ته به دا وایاست

دا احرار چې قرباني شو،دخپل دین وطن لپاره
ګورئ!دوعاکې یي هیر نکړئ شملزو ته به دا وایاست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x