نظــر

د ټرمپ او نواز شريف ترمنځ عجيبي تليفوني خبري

د عبدالمالک همت ژباړه

ټرمپ، نواز شريف ته وايي: ته ډېر جالب سړی يې، زه داسي فکر کوم لکه تا چي له ډېر پخوا څخه پېژنم او پاکستانيان د نړۍ له ډېرو هوښيارو خلکو څخه دي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي نواز شريف تېره چار شنبې د امريکې نوي ټاکل سوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د هغه د کاميابېدو له امله مبارکي وويله.

ټرمپ ته دغسي په سوونو مبارکۍ د امريکې له دننه او دباندي څخه ورکولي کيږي، خو د نواز شريف سره د هغه د دغي مبارکۍ په ځواب کي خبرو له نورو څخه ډېر توپير درلود او واقعاً چي اريانوونکي وې. په تېره د ټرمپ د هغه پيغام څخه بېخي مخالفي وې کوم چي ټرمپ څه کم څلور کاله دمخه د خپل ”ټويټر“ له لاري خپور کړی وو. ټرمپ په خپله دغه ليکنه کي داسي ويلي وه:

”پاکستان زموږ دوست نه دی. موږ هغو ته په مليارډونو ډالر ورکړل، خو په مقابل کي مو څه ځني ترلاسه کړه؟ خيانت، بې احترامي او ډېري نوري بدي کړني“. البته د دغو بديو څرنګوالی يې نه دي ويلی.

د ټزمي هغه ليکنه چې څلور مياشتې او لس ورځې مخکې يې د خپل ټويټر له لارې خپره کړې وه.
                                         د ټزمپ هغه ليکنه چې څلور مياشتې او لس ورځې مخکې يې د خپل ټويټر له لارې خپره کړې وه.

اريانوونکې داده چي اوس چي ټرمپ د امريکې منتخب ولسمشر سوی دی او د جنورۍ پر ۲۰ مه خپله دنده اشغالوي د نواز شريف سره په دغو تليفوني خبرو کي بالکل د خپلو مخکنيو خبرو ضد خبري کوي. ټرمپ بې له مقدمې د نواز شريف، پاکستانيانو او پاکستان په ستاينه پيل کوي او نواز شريف ته وايي چي ته ډېر ښه سړی يې او ورته ويې ويل: د پاکستان پخوانيو او د تصفيې وړمسايلو د اوارۍ لپاره چي څنګه ته غواړې زه هغسي کولو ته چمتو يم. دا به ماته يو اعزاز وي او دا زه پخپله کوم.

د نواز شريف دفتر د دغو ستونزو تفصيل ورنه کړ، خو څرګنده يې کړه چي دوارو لوريو د امريکې او پاکستان تر منځ د راتلونکي ګډ کار کولو په اړه رغندي خبري وکړې.

رسنۍ وايي چي ټرمپ په دغو خبرو کي نواز شريف ته وويل چي ته ډېرغوره سړی يې او په هر څه کي غوره، د ستايني وړ او واضح کارونه کوې. زه ستاسي د موجودو ستونزو د اوارۍ لپاره هري هغي کړني ته چي ته يې غواړې چمتو يم.

ټرمپ شريف په داسي جملو ونازاوه: ته پوه سه، دا اوس چي زه ستاسي سره خبري کوم، لکه د يوه داسي چا سره چي خبري کوم، لکه له ډېر اوږده مهاله چي يې پېژنم. ستاسي هيواد ډېر ښکلی دی او ډېر امکانات لري، پاکستان ښکلی ځای دی او ښه خلک لري او خلک يې د ډېرو ښو وړتياوو څښتنان دي.

تاسي چي هر وخت وغواړئ ماته تليفون کولای سئ، ان د جنورۍ تر شلمي دمخه چي زه خپله دنده اشغالوم هم تليفون راته وکلای سئ.

د نواز شريف له لوري پاکستان ته د دوستانه سفر لپاره د ټرمپ د بلني په اړه ټرمپ وويل: هغه ښو خلکو د ښه هيواد او ښکلو ځايونو ليدل ډېر خوښوي. په پای کي ټرمپ مسټر شريف ته وويل:زما دغه پيغام ټولو پاکستانيانو ته ورسوئ، چي دوي ډېر ښه خلک دي او زه چي څومره پاکستانيان پېژنم د زياتو وړتياوو څښتنان دي.

رسنۍ وايي چي پاکستانيانو د ټرمپ دا خبره : (تاسي چي هر وخت وغواړئ ماته تليفون کولای سئ ان د جنورۍ تر شلمي دمخه چي زه خپله دنده اشغالوم هم تليفون راته وکلای سئ). څنګه چي د نواز شريف سره د ټرمپ شخصي علاقه ښيي، ډېره مهمه ګڼلې ده.

د نواز شريف د دفتر په اعلاميه کې د ټرمپ د خبرو بشپړ متن
                                                       د نواز شريف د دفتر په اعلاميه کې د ټرمپ د خبرو بشپړ متن

 

النص الكامل لأقوال الرئيس الأميركي المنتخب، بحسب ما أفرج عنها مكتب نواز شريف

د ټرمپ دغه خبري ډېرو پاکستانيانو د ټولنيزو شبکو له لاري ستايلي ، خو برعکس هندي فعالانو نيوکي پر کړي دي.

ان ځينو شکونه ښوولي دي چي د نواز شريف د دفتر په دغه اعلاميه کي دي د ټرمپ د څرګندونو ژباړه سمه وي. او داسي خبرونه هم خپاره سوي دي چي په دغه اعلاميه کي داسي عبارتونه راغلي دي چي ټرمپ نه دي ويلي. خو په نيویارک کي د ټرمپ دفتر له دغو خپرو څخه هيڅ يوه نه ده نفي کړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x