نظــر

اسلامی بنسټ پالنه د تحریف او وجودې حقانیت ترمنځ !

قاضي نجیب الله جامع

د بنسټ پالني اصطلاح په معاصر تاریخ کې د لومړی ځل له پاره په ۱۹۳۲ کې د فلسطین په حیفا بانډه کې د آزادی او سیاسي معرفت په لټه کې کوچني مسلمان نظامي ټولګې ته چې مشری ئې د وخت وتلی مسلمان مجاهد او د اسلامی شریعت مخکښ سرلاری عزیزالدین قسام کوله د فرانسه د مستعمراتو او نیواک وزیر له یوی یهودې روسیه میشته رسنئ سره وکړه، ولی په لویه کچه د بنسټ پالني جریان د اوږده تاریخی شاليد لرونکې دی.

په نولسمه پیړی کې کله چې لویدېځه نړید علم تر عنوان لاندی د مادي لاسته راوړنو له انساني نوښتونو څخه د یوشمیر علومو پر برخه کې لمانځنه کوله نړی او انسانی ثبات له یو ستر ټکر سره مخ شول، هغه ټکر چي بیا د اروپا او نوری غربی نړی د پوهانو له لوری د رینسانس په برکت او حکمت ورنه یاد شول او هغه په متحده ایالاتونو کې د پروسټانټ تحریفی مذهب رامنځته کېدل وه.

له لویه سره ویلی شو چې دا اصطلاح د لومړیځل له پاره په نولسمه پیړی کې د پرسبای ټر ین پر کلیسا کې د اټیسټ روڼ اندو او معتقدو دین پالو ترمنځ د توحیدی باورنو او ټولنېزو ریفورمونو د تعریف او په ځانګړی ډول د رینسانس د بی هدفه او خپلسری انقلاب څخه د یو واحد قرائت د اجماع پر سر رامنځته شو.

۱- بنسټ پالنه څه دي او څه غواړی؟

بنسټپالنه په خپلي اصلی معنا او تشریعیي غایه او موخه سره چې د هر تفکر محوره او فکری مراجعو ته منسوب خوځښت لرغونی او طبعي خصلت دې، هڅه کړي ترڅو ټولنه پر خلاف د تحریف شویو او پرو پاګندو اچونکو شننود یو ډول فطری حقایقو، عقلی مباحثو او علمي مستنداتو پر وجود کې د دین د حد اکثرو مفاهیمو په محور د ژوند پر ټولو  برخو کښې منځ لاری اصلاحات رامنځته کړی.

نو ځکه هم د هغه څه چې ادعا د بدیل والي او نوښت پاله اصلاحاتو څخه بنسټ پالنه انسانی ټولنئ ته ورکوی د بیا ژوندي کولو د روح پوه کول دی په یو داسي هنری شکل او بڼي سره د کوم څه له امله چي ملتونه پری پایښت موندلی شي او انسانې هیلی د خپل مراد ناغوړیدلي غوټی د ثمر تر سپرلی رسوي.

هغه چې مونږ ددي عملی او د حساسیت څخه ډکه یوه بیلګه چې په اصطلاح روڼ اندی او پر مډرنیټه روږدي فکری مکاتب ئې د انسانې ټولنې د حاکمیت پر بحث کې نه منی سیاسي رهبری دې، ځکهدینی بنسټ پالنه په حقیقت کې یو ډول هویتي سیاست دی، چی کله هویت ته په بیا راګرزیدلو هم تعبرېږی او دا د ۱۶ – ۱۷ پېړیو ترمنځ په خلاف د هغه څه چې انسانی نړی ورته د یو بشری نړیوال کیدود اصليغرایضو انتظار لرل پر تضاد کې رامنځته ش، ځکه د هغه څه چې لویدیځ وال یی د بنسټ پاله خوځښتونو سره په تضادکې واقع کړی د ( نړیوال – انسان ) د برخلېک بحث دی، چیرته چې د ټولو داعیه لرونکو لیدلوریواو تاریخې باورنو خلاف دا یوازی بنسټ پاله بشر دی چې نه یوازی په پټو سترګو څهنه مني بلکه ترڅنګ ئې د ( په انتظار کې واقع حل لارو ) تر سرلیک لاندی بیلابېل وړاندیزونه د معاصري نړۍ او وروستی برخلېک د تکامول او تل پاتي کیدو په اړوند لری هغه چي د نړیوال نظام اوسنی ( سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او نظامي ) رهبری بڼه لکه څنګه چې یی الحاد پال مډرنی کړې د رینسانس او هلته هم د یو ځانګړی تفکر په ځانګړی، جغرافیه، د ځانګړیو دودونو او ارزښتونو او په ټوله کې ځانګړی طبیعي بدلونونو په وجود کې د ( ویستفالیا )د تړون څخه په روایت تعبیروی له بنسټ پالنه لیدلور سره په تقابل کې دې او بنسټ پالنهئې افراطی- تفریطی، یواړخیز او د ستروقدرتونو د لیدلورو پلارسالاري د بیلابیلو انسانې بډایه تمدني معرفت پیژندنی په اړوند پیژنی.

اوپردی اړوند  د عثماني خلافت سکوت یا شړیدل او نسکوریدل، بیا د نړیوالي جغرافیا د یوالي وېش پر خلاف د نړیوال نظم او لدېنه لا د ګواښ او توهین وړ داچې د همدې نړیوال مخلوع او مشروع نظم په وجود کې د طبقاتي او مډرنی غلامي د تار غزول د امنیت شورا په ناموهغه تبعیضی چلندونه دی چې د نړیوال نوی نظم په وجود کې ئې د مډرنیټه سکولارزیشن د غزولو په موخه د هویت پالو خوځښتونواو بدیلو انسانی درنښتونو په وړاندی د قدرت، اشغال او پروپاګندو په وجود کې ورته د یو سترګې پاچا په خدای کې د عبودیت خنډونه را ولاړوی.

۲ – اسلامي بنسټ پالنه د تاریخې حقانیت او فرهنګي تحریف ترمنځ !

اسلامي بنسټ پالنه چې په تاریخې کچه ئې د تکرار بیلګه د راشدینو خلفاوء له طلایه پېره پېل بیا د عثماني خلافت تر شړیدو په بیلابیلو زماني ادوارو کې تیر شوی دی، مګر هغه څه چې معاصر تاریخ ورڅخه اغیزمن او همداوسنی بدلونونه ئې محصول دیاوزمونږ بحث هم ورته دخیل دې ځنځیری کړی او تسلسل یې د اسلامی خلافت له رانسکوریدو سره د اسلامی نړۍ وتلي سیاستوال، مخکښ داعی او وېښ فیلسوف سیدجمالدین افغان او د هغه څخه په را وروسته کې اخوان المسلمین، شهید امام حسن البناء، د قران شهید سید قطب او استاد محمد قطب ته ګرزی.

داچې بنسټ پالنه یو ډول هویت پاله شخړه د هر ډول ټولنیزی شړیدنۍ، سیاسۍ انحطاط او په ټوله کې د انسانی ثقافت په وجود کې له تمدني هویت سره دې او دا هغه وخت خپل سر راښکاره کوی کله چې د مډرنیټه اوسکولاریزیشن اجیري لښکري ټولنهد هویت له کړکېچ سره مخ کوی، نو فساد او ناانډولیزم وده کړی، ځان پالنه خپل د نه منلو حد ته رسیږی، سنتي بنسټونو ویجاړونه پر بی رحمی سره روانه وی او دا بیا خلګ له یو ډول سرخوږی سره مخ کوی او دا تر هغه ځایه چې بیا سیکولاریزم د اخلاقېچوکاټ د مډرنیټه په ازاد خیالی د انسانی بقا او معرفت ټولی تمدني پولئ چې انسان ورته په فرهنګې او فطری برخه کې ځان منسوبوي شکوي او دین د یو تبعید په سخت روحیی زندان کې د انسان د ګمراهی او ټولنیز انارشیزم د حاکمیت له امله له ټولنی باسي هغه چې معروفه اصطلاح د دین او دولت بیلتون او داچې دین یوازی د خدای پالني او له اسمان سره د اړیکه پر بنسټ تفسیریږی، او پدې حالت کې بیا راډیکالیزم له نشت څخه وجود پیداکوی او د معقولیت د معیارونو پر نه شتون کې چی مخکې اخلاقی سکولاریزم تارمار کړی ولو تر څو ځان پری مډرنیټه ته سپور ورسوی دلته دې چې واحد دینی قرائت خپله معنا له لاسه ورکوی او میدان د راډیکالیزم نیلي ته د مډرنیټه سره د څملولو تر برخلیکه رسیږی.

اسلامي بنسټ پالنه له عقیدوی اړخه د اسلامي لارښونود هغه تفکری لیدلورو څخه د وجود سرچینه اخلي د څه په اړوند چې اسلامي امت د یو مسول او وروستې انسان او وروستې کمال په بحث کې د اسلام د مبین دین د ظهور تشریحی فسلفه جوړوی.

ولی په معاصر دور کې وروسته له هغه چې د نړیوال نظام واګې د رینسانس د نابالغو او په بشري ټیکاو د ملنډو وهونکو باغی لښکرو په ولکه کې پریوتې او د ټولو حلالو د حرمت او د حرام د هلیت فتوی ئې د منلو سنتی معاهدو او عصری تړونونو پر خلاف پر خپل واک کې واخیستل هغه چې د سایکس بیکو یا پیکو استعماری او استثماری هوکړه د څو فاتحو غربی او شرقی قدرتونود اسلامی خاورو د ویشلو، پاشلو اوائیلولو پرموخه ښه بیلګه دې، دا په داسي حال کې چې انسانی شرافت، عفت،حریت او ذات په وروستی خواشینی د پوښتنی وړ ولو داسي چې ناپیلیون به کله د اروپا د هیبت د زمری پر نوم د احمق ارسطو له اندونو د مظلومو افریقیانو سینه څیرلی، موسولینی او هټلر به بیا د اروپاېې ملتونو د ښیرازه کولو په موخه خپلواک ملتونه اشغالول نورو به ئې د فرهنګ او ثقافت په لباس کې د اروپآيې او امریکایې ارزښتونو د موډ یا سټایلي کولو له پاره د نیکولو مکياوېلي ټول اخلاقی ښویدنی د تطبیق وړ بللی.

اسلامي بنسټ پالنې په داسي پیچلو حالاتو او له کږلیچونو ډک چاپیریال کې چې اروپایانو هر څه د علم اوفسلفه په حربه مباح کول چور کړی ولو او بشریت په ټوله معنا د یو ځان وژونکی ګړنګ پر غاړه ولاړ ولو د یو معقول او په مستند استدلال ولاړی، منطقی حل لاری او نوی نړیوال څو اړخیز ولی په عینی حال کې ټولو ته د منلو او ظرفېتی وړتابه لرونکی ( نړیوال نظم ) د وړاندی کولو خبره مطرح کړله.

هغه پروپاګند چې په غربی له لهولهب او دوهکه ډکو ادبیاتو کې یې د سیاسی اسلام، راډیکاله اسلام پالنی او تر ټولو یی د شرم وړ داچي په اسلامی ټروریزم سره یاد کړل.

هغه چې که د ریښتینی او منصفانه قضاوت له مخی ورته وکتل شي هغه څه چې همدغه بنسټ پاله، احیاء غوښتونکې حرکتونه یی غواړی او یا ئې د تحقق له پاره له اندلسه تر قاهره یا له فلسطینه د چین تر سینکیانګه یا له میانماره تر حلبه یا له موصيله تر قم او د هند تر وچه سرښندني، قربانئ او ځان تیریدني کړي پرته له یو شعاری مفهومه بل څه نه دې او هغه عبارت دې له انساني تکاموله چې ورورولی، عدالت، آزادی او برابری څخه پرته هیڅ کوم پیغام او قصد نه لری.

ولي د اروپایی لویدیځو ټولنواخلاقی زوال، سیاسي کمزوی، شړیدلی فرهنګي معرفت او په ټوله کې د ځان پالني، ځان وژونکو حواسو او  شیطانۍ لوبی د یوی خیالۍ اومحض همغږی غرب واکې نړی له پاره، ددی لامل شوی تر څو د خیر او تل پاتې والي هر صالح کړنه د هغې له فسلفی وجود او اصطلاحی غایی څخه په ناوړه بڼی سره وکارول شی او د اسلامی بنسټ پالنی احیاء غوښتونکې او په منځ لاری خوځون ولاړ لرغونې جریان  هم د وخت باطلو لښکرو له دا ډول یو خواشینونکې سرنوشت سره همداوس مخ دې.

پدی اړوند تاریخې پیښي، لرغونی حقایق او په لویه کې روان یو اړخیز تضادونه ددغه حقیقت مطالعه تاسی ته ددغه کرغیړنی توطیه وژونکې او له ټروریزمه ډک غربی اړخونه هغه چې د یو واحد او په عین حال کې څو اړخیزه نړیوال نظم د مخنیوی په لار کې یې لویدیځ قدرتونه نه غواړی تحققپیدا کړی او د حکومتونو اشغال او  ملتونه استثمار ئې واضح هغه دې تاسی ته د اسلامی بنسټ پالنی وجودی حقانیت او له پروپاګندو ډکه بڼه در کولای شي او تر ټولو  اړینه داچې بنسټ پالنه د خپل ذاتی مصداق او تاریخی سیر له اړخه څنګه دی؟ څه غواړی او د بحث د متن سکالو داچې اسلامي بنسټ پالنه د متحریفینو او د اسلام د ځواک او برم د دښمنانانو خلاف څه وړاندی که وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x