شعـــــرونه

خواږه یادونه/ بهار مستغفر

بهار مستغفر

له سترګو تاو کاږه باڼه د ځینو
دا چي دوا لګي کاته دځینو

دهـجر تنـده کړي عجیبه لنډه
دا لوی کمال لکه اوبه د ځینو

لکه ګبین ورباندي روح تازه شـي
یادونه څومره دي خواږه د ځینو

ښـکلا حیرانه د سـنګر ګردوته
چي پر پېکیو وي پراته د ځینو

چي کله ویښ شي زړه په اور سوځوي
ښه دی بس غم دي وي ویده د ځینو

بـهاره ! ځه د ښکلو چم ته ورشه
د قدم خاوره کړه رانجه د ځینو

بـهار مستغفر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx