
طالبان وايي د خپل قومندان «ډاکټر میرویس» قاتل یې اعدام کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی د میدان وردګ ولایت د استخباراتو ولایتي مسؤول ډاکټر میرویس چې څو ورځې وړاندي د یوه بل ملګري سره وژل شوی وو، د قاتل په نیولو بالآخره وتوانېدل او د محکمې د پریکړي سره سم یې اعدام کړ.

ډاکټر میرویس څوک و؟
د میدان وردګو لپاره د طالبانو والي په یوې اعلامیه کې ډاکټر میرویس د امریکایانو ستر قاتل بللی چې په بریدونو او عملیاتو کې یې په لسګونو بهرني او دولتي عسکر وژلي دي.
اعلامیه لیکي چې دولتي او بهرنیو عسکرو د نوموړي د نیولو یا وژلو په موخه له شلو ډیرې شپنۍ چاپې او هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
طالب والي زیاتوي ډاکټر میرویس «په خپله کاري موده کې د مجاهدينو پر ضد د دښمن زيات پلانونه شنډ کړل او دښمن يې له استخباراتي ماتې سره مخ کړ، همدا وجه وه چې دښمن د نوموړي تعقيب هم زيات کړ او د له منځه وړلو لپاره يې بيلابيلې طريقې په کار واچولې چې څو ورځې وړاندې يې د اسلام دغه لوی سپاهی په یوه ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورساوو او په رسنیو کې يې هم آوازه واچوله چې دا مجاهد د داعش لخوا وژل شوی دی».د ډاکټر میرویس قاتل څوک و؟
فیض الرحمن د سیدالرحمن زوی او د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د اونخي درې د یاویز کلي اوسیدونکی و، چې د طالبانو له لوري د دوی د ولایتي استخباراتو د مسؤول د وژنې په تور اعدام شو.
طالبان وايي چې تر ډیرو هڅو وروسته وتوانېدل چې د ډاکټر میرویس او ملګري قاتل یې ونیسي او په اعدام یې محکوم کړي.
له بلې خوا د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي چې اعدام شوي کس د کابل پولتخنیک پوهنتون کې زده کړي کولې او د انجنیرۍ پوهنځۍ د لیسانس دورې د څلورم کال محصل و.
د طالبانو د والي په خبرپاڼه کې راغلي: «فيض الرحمن بې له کوم زور او جبر څخه په خپل ترسره کړي جرم او جنایت اعتراف وکړ، نوموړي د خپلو اعترافاتو په لړ کې وویل چې د کابل ادارې د استخباراتو لخوا پنځه لکه افغاني ورکړل شوي ترڅو دغه کار ترسره کړي».
طالبان وايي چې فیض الرحمن ته د ملي امنيت له لوري يوه بې غږه (بې صدا) تفنګچه هم ورکړل شوې وه ترڅو یې په مټ ډاکټر میرویس او ورسره ملګري په تکتیکي ډول ووژني.
په همدې تړاو د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي په رسنیو نیوکه کړې چې د یو «جنایتکار» د اعدام له کبله د طالبانو پرضد تبلیغات کوي چې ګواکې د پوهنتون محصل یې وژلی. نوموړي نن ټکی اسیا ته ویلي چې فیض الرحمن که هر څوک و، خو دا د قتل یوه پيښه وه چې په جرم یې قاتل اعدام شو او مسله ختمه شوه. دغه طالب چارواکي زیاته کړې چې فیض الرحمن د یو محصل په توګه نه دی اعدام شوی بلکې د یو جاسوس او قاتل په توګه د اعدام په سزا محکوم شوی. نوموړي وویل چې دوی ډیر افسوس کوي چې ملي امنیت د جاسوسي لپاره د محصلینو څخه کار اخلي.
په میدان وردګ ولایت کې طالبانو ته نږدې سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې اعدام شوی کس د ډاکټر فاروق وردګ په غوښتنه د ملي امنیت له لوري استخدام شوی و او د طالبانو دغه مشر ته په دستوري ډول ورلیږل شوی و، چې څه موده مخکې وتوانېد تر څو د طالبانو د استخباراتو مسؤول ډاکټر میرویس د خپل ملګري په شمول په بې غږه توفنګچه ووژني.
دغه سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې فیض الرحمن دوه اړخیزه جاسوس و، هغه د ملي امنیت څخه د حکومتي چارواکو اړوند تر وخت تېر معلومات طالبانو ته رسول تر څو د هغوی اعتماد تر لاسه کړي او همداسي یې د طالبانو معلومات ملي امنیت ته رسول چې بالاخره یې د طالبانو د استخباراتي مسؤول ډاکټر میرویس اعتماد تر لاسه کړی و او هغه د خپلو نورو جنګیالیو څخه لیري په یوازې ځان د نوموړي سره کتل او د معلوماتو تبادله یې ورسره کوله.
سرچینه زیاتوي چې د قتل په ورځ هم ډاکټر میرویس خپل جنګیالیو ته ویلي چې تاسو کښینئ، زه د یو کس سره ګورم او بیرته راځم، خو کله چې وځنډېد او ملګري یې ورغلل، ویې لیدل چې ډاکټر میرویس د موټر په مخکې سیټ کې او یو بل ملګری یې په موټر کې وژل شوي پراته وو او داسي ښکارېده چې د شا سیټ له خوا پرې ډزي شوي وي.
د سرچینې په وینا د طالبانو د استخباراتي ادارې مسؤولینو فیض الرحمن تشخیص کړی و او په همدې تړاو یې بالاخره ونیو او تر محکمې وروسته یې په اعدام محکوم کړ.
طالبانو ویلي چې د محکمې په دوران کې نوموړي په خپل جرم اعتراف کړی چې ډېر ژر به یې اسناد نشر ته وسپارل شي.
زه وایم ، چه د پیښی دوهم عامل ( هغه جاسوس قاتل ) ته مو سزا ورسوله مګر د پیښی اصلی عامل ( فاروق وردګ ) لا ژوندی ګرځی ؟