افغانستان

د ملګرو ملتونو موټر یو افغان ماشوم وژلی

نن ټکی آسیا: په هرات ولایت کې یوه اوه کلن ماشوم هغه مهال ووژل شو،چې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ موټر پرې وخوت.
د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دا پېښه پرون مازیګر مهال د هرات-کرخ پر لویه لار وروسته له هغې رامنځته شوه چې یوه اوه کلن ماشوم له سړک نه د اوښتو په تمه څنډي ته ولاړ و. نوموړي له وهل کېدو وروسته د هرات روغتون ته رسول شوی او ماخستن ناوخته یې ساه ورکړې.

ویل کېږي د موټر چلوونکی یو افغان دی او موټر یې هم د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) اړوند دی.
د هرات د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، د ماشوم قاتل او د یوناما موټر چلوونکی یې نېولی او دا مهال تر پوښتنو-ګروېږنو لاندې دی. خو د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه یې کړې.
سرچینې په دې باب هېڅ ونه ویل چې آیا موټر چلوونکی پر موټر د ماشوم د وهلو پر مهال نشه کړې وه او که په نورمال حالت کې و.
د یادونې وړ ده چې ډېری مهال د هېواد د ګڼو ښارونو ښاریان د حکومتي او بهرنیو ادارو له موټر چلوونکیو شکایت کوي، چې هېڅکله ترافیکي قوانینو او د خلکو ژوند ته پام نه کوي او څوک یې له سرغړونې را ګرځولای هم نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x