نظــر

که زه حزبي، طالب، سلفي او ….وای!!!

رحيم الله بريال

۱- که زه حزبي وای، ددې پرځای چې د ګډ حکومت سره روغه کولی شم نو د طالب غورځنګ په خلاف به مې یو توری هم نه وو کارولی.

که مې دشریعت پلي کیدا د ژوند اصلي موخه او ارمان وای نو پرته له قید او شرطه به مې د ملامدرسول او منان نیازي نوم ورکي ډلې ته دکمپاین پرځای دامارت اسلامي شل کلنې مبارزې او اطاعت ته غاړه ایښي وای.

خپل ګوند به مې داسې پکې مدغم کړی وو لکه څنګه چې داستاد سیاف دګوند سیاسي چارو مسؤول او مرستیال استاد یاسر، دخالص بابا زوی انورالحق مجاهد او د وخت ستر غازي جلال الدین حقاني صاحب له خپل نوم، ګوند او هرڅه تیر شول خو دبهرنیو پر وړاندې یې دیوالي لاره غوره وبلله.

ددې پرځای چې دخپلې ماضي تاریخي بیړی مې د آرګ په څلوردیوالی کې په لوی لاس ورډوبه کړي وای هغه لار به مې تعقیبولی کومه چې دڅوارلس کلن تیرجهاد ځینو مخکښو او مخلصو اشخاصو انتخاب کړي ده.

که زه سلفي وای….!

۲- که زه سلفي وای مابه پخپله پاکه او سپیڅلي عقیده ویاړ کاوه خو نورو ته به مې په تکفیر، بدعتي او مشرک ویلو کې داسې دریځ غوره کاوه لکه څنګه چې شیخ صیب مجیب الرحمن عمر، جميل الرحمن نديم او نورو یې غوره کړی…

که زه سلفي وای، مابه په ډاګه ویل چې هر داعشي ښایي سلفي وي خو هر سلفي هیڅکله هم داعشي نشي کیدای.

که زه سلفي وای ما به د امت د ویش پرځای هغه څه انتخابولی کوم چې قاعدة الجهاد او ملګرو یې دځان لپاره ښه وبلل.

که زه سلفي وای هغه چې دمذهبونو ترمنځ دکرکې او نفاق اور ته لمن وهي، پرځای به مې ټول دیوالي، اصلاح او دسیکولرانو دشومو اسلام ضدو
دسیسو پر وړاندې همغږی او یو موټي کیدو ته رابللي وای.

که زه سلفي وای، د بې اتفاقی د پړې ګوته به مې یوازې حنفي وروڼو ته نه ورغځولی بلکه خپل ملګري به مې هم په ناغیړی ګواښلي وای. که بالفرض زه سلفي وای، دخرافاتي تش په نوم صوفیانو، ناوړه ګډا او نڅا، زیارتونو ته دنامشروع تګ او نورو ستونزو پر وړاندې به مې چوپتیا نه وای کړي خو دا به مې هم څرګنده کړي او منلي وای چې رښتیني صوفیای کرام هم شته، تصوف ته احترام لرم او زیارت ته په سنت طریقه تګ داخرت دیاد او تذکیر په نیت ډیر اهم او ضروري دی.

که زه سلفي وای دداعش دا کړنه به مې په کلکو ټکو غندلي وای چې ساحل ته په سرعت سره تلونکي او نیږدې کیدونکي دامارت بیړی، دتم کیدو او غرقیدو خیال یې په ذهن کې راوګرځید.

که زه سلفي وای ما به دداعش سره دیوځای کیدو پرځای دامارت تجربه شوی او په هره ازموینه کې وتلي مشران د اورکزیو له ګوتشمېر کسانو سره نه پرتله کولی.
ما به دا تیروتنه هیڅکله هم نه وای کړي چې له دې ځایه په سلګونو زره کیلو میتره لرې بغدادي صیب پورې خپلې هیلې تړلی شم او لنډ دخپلو همسنګرو او همزبانه سره تفاهم ته نشم رسیدلی.

ما به دا ښه او دامت په ګټه بللي وای که ددوی سره تفاهم ته نشوم رسیدای نو چوپتیا او مناسب وخت ته به مې شیبې شمارلې، نه داچې له شاه نه مې ګذار پرې کړی وای.

۳- که زه طالب وای….!

که زه طالب وای ما به ډیر څه کړي و خو ترټولو وړاندې، اړین او اسان چې دي هغه دا دي:

دشهید شویو، بندي ملګرو کورونو ته به لږ تر لږه میاشت کې یوځل سر ورښکارولی، دیتیم پرسر به مې لاس راتیرولی، په زور به مې خندولی، مور به راسره وای دهغې په واسطه مې دشهید دکونډې حال مالومولی، نغدې مرسته به مې ورسره کولی، راتلونکي کې دستونزو سره دمبارزې او زغم درس به مې ورکولی، په روانه مبارزه کې دخویندو او مورګانو دبې ساري قربانی، په دې لار کې دزغم او صبر له فضایلو به مې خبرولی. دا به مې ورته ښوولی چې ستاسو د ناریناوو په نشتون کې دامارت دنده او مسؤلیت دی چې په تاسو او بچیانو مو پام وکړي، ستونزې مو حل کړي، ماشومانو ته دزدکړو زمینه برابره کړي او په اخترونو کې دپام وړ همکاري وکړي، او دا مالومه کړي چې دکورنی نور غړي خو دیتیمانو او دشهید له کونډې سره زیاتی نه کوي.

که زه طالب وای دمخالفو ډلو پر وړاندې به مې تل داسې خاموش دریځ غوره کاوه لکه څنګه چې ددوی دریځ او رسمي پالیسي ده.

که زه طالب وای ما به په عمل کې ښکاره کړي وای چې هو! امارت دټولو ګډ کور دی، ځانځاني مو سره ویشي، ګوندپرستي مو له هدفه لرې کوي، زمونږ او ستاسو موخې ګډې دي نو ځکه خو د یو بیرغ او یو امیر ترچتر لاندې راټولیدل اړین دي.

که کفري هیوادونه دیوه بیرغ، یو کس او یو عنوان لاندې په نورو تیری کولی شي، خپلې موخې په یوه پردي هیواد کې پلي کولی شي، له نورو په زور او جبر ازادي اخیستلی شي نو لږ تر لږه مونږ په خپل ټاټوبي کې دځان ددفاع په نیت په یو صف کې نشو راټولیدای؟
اغه هم دمینې او ورورولی په فضا کې…؟

ولې او ستونزه څه ده؟

ایا ګټې او موخې مو یو له بل سره په ټکر کې دي؟

جُزي اختلافات او ګوندي فکر راباندې غالب دی که بل څه مشکل دی؟

دنړی دنورو قومونو په څیر زمونږ اهداف هم دنیاوي او شخصي دي که زمونږ موخې له دوی هم لوړې او یو له بله مشترکې دي؟

دا به ښه وي چې دمذهبونو په نوم جنګ ته لمن ووهل شي، تورې مو یو له بل سره ټکر شي، دیوه بل څټونه غوڅ کړو، دښمن مو دیو چوپ نندارچي په حیث تماشه وکړي او که خپله خدای راکړي انرژي داشغال پرخلاف، دصلیب پر وړاندې په یوه کلک او متحد صف کې وکارول شي.

۴- که زه ولسمشر وای.

که زه بالفرض ولسمشر وای په زندان کې پراته دطالب په نوم ټول بندیان به مې ازاد کړي وو، بهرنیو ته به مې کډې ورپه شا کړي وې او راساً به مې قطر دفتر کې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې روانې کړي وي.

۵- که زه ښاروال وای.

دشپې به پټ راوتلم، اوږده جارو به راسره وه، له خپلو کاریګرو سره یوځای به مې دښار کوڅې او واټونه جارو کولی.

۶- که زه د اوقافو وزیر او یا ریس وای.

په ټول هیواد کې به مې اعلان کړی وو چې د لمانځه پرمهال داذان سره سم باید دوکانونه وتړل شي خرڅول او اخیستل باید بند دي، دسرغړاوي په صورت کې جریمه لازمي ده.

۷- که زه رجال(سړی) وای ( هغه چې قران یې ستاینه کړي)

دهیواد په پولو او سرحدونو کې به مې دهیواد ددفاع او ازادی په پار له هیڅ رنګ سرښندنې دریغ نه وای کړی.( نو داچې ټیکټ فروش یم نو په اصل رجالو کې نشم راتلای)

۸- که زه پلار وای نو خپل تنکي او په ناز پالل شویو بچیانو ته به دهیواد، دین او ولس ددفاع په لار کې کمربند په ملا ورتړلی وای.

۹ – که زه نارینه نه وی (مور یا خور او یا میرمن وای.

نو هیڅکله به مې هم زوی/ ورور او د ژوند ملګری کور کې په دایمي پاتې کیدو نه وی اړ کړی، تل به مې هڅاوه چې هله زمریه ووځه دخپلې خاورې، ځمکنی بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو په دفاع کې دښمن ته ماتې ورکړه، یا بریمن راستون شه او یا هم ټوټې ټوټې پرهرژلی بندن راوړه،ترڅو مبارکي درکړم.

زه به هیڅکله هم ستا پرتابوت اوښکې ونه څڅوم، هیڅکله به هم ستا سترګې ټیټې نکړم ترڅو دقیامت په ورځ یوه هڅوونکي، مبارزه، صابره او غیرتي مور/ میرمن یاده شم.

داحد او بدر غازیانو دمیرمنو په کتار کې هسکه غړی ولاړ وم.

شاباس زمریه!

مونږ به ستاسو پښو ته زولنې ثابتې نه شو بلکه دملالې میوندي غوندې به تل داسې دغیرت ټپې وایو چې:

ټوټې ټوټې په تورو راشې
د بې ننګی اواز دې رامه شه میینه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبداللہ

تاسو داہل سنت والجماعت دعقیدی اودھغی پہ مابین کی دہمدردئ جذبات راپارولی ،کاش چہ دانظریہ اواحساس دہرمومن نصیب شی۔عبداللہ من مکہ مکرمہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x