افغانستان

ولوله! – زموږ او د دوی توپير…!

د ۲۰۱۳میلادي کال وروستۍ میاشت، ډسمبر ده. د ډسمبر هم وروستۍ لسیزه ده. میلادي تاریخ د نړۍ د ډېری هېوادونو، په تېره د لوېدیز هېوادونو رسمي نېټه ده. د هر ميلادي کال په پای کې اورو، چې پلانی د کال غوره لوبغاړی شو، پلانی ښه ليکوال، پلانی غوره اکټر، څوک وتلی څېړونکی…غوره کتاب، ډېر لوستل شوی کتاب، په زړه پورې انځور… دا خبرې ډېرې اورو..همداسې نور بلا غوره ټکي درونیسئ! دا د هغو ملتونو دقیق، منظم او حساب شوی ژوند ښيي. دا څرګندوي، چې هغه ملتونه هر څه په حساب و کتاب کوي. رښتیا هم، هلته دم او قدم دواړه په حساب دي! دلته هر څه بې‌حسابه دي؛ ځکه یې د ډېر دقت اړتیا هم نه محسوسوو.

کال تېر شي، بلکې کلونه تېر شي، زموږ کړو وړو کې هېڅ پاموړ تفاوت نه ښکاري. ورځې، میاشتې او کلونه شي، بله ورځ مو د جنازې اعلان وي..بیا نو ګرد په هر بنډار کې د مړي پر حق و ناحقو ستاینو او صفتونو سر وي. دا زموږ ژوند او له ژونده وروسته وضعیت دی. دا د نه دقت بلا یوازې زموږ ولس کې نه، آن هغو کې چې ځانونه روڼ‌اندي، پوهان او سرخلاصي ګڼي. ما خو د کال په اخر کې د هېچا داسې څه ونه لیدل، چې پوه شم، دا سړی خپل ټول کړه وړه حسابوي.

په هر صورت، دې مسئلې سره به بیا تم شو، چې هر څه سره زموږ برسېرن چلن چېرته رسولي يو، خلک چېرته ورسېدل او موږ چېرته. اوس مې خبره د لوست او د لوېدیزوالو کوله. هلته کال پای ته رسېدلی، ۲۰۱۳ کال. ګورئ، د استاد الفت خبره، هغوی نېټه کې هم تر موږ وړاندې دي، موږ لا ۱۳۹۲ل کې یو او هغوی ۲۰۱۳کال وروستیو کې، څومره توپیر دی!

د بل هر فرد یا ټولنې په څېر، د امریکا نوموتي پانګوال، یوازې بانګوال نه، پانګوال خو موږ هم د خره له مرګه ډېر لرو، نابغه هم، بېل ګېټس یادوم، امریکايی پانګوال او کامیاب انسان. بېل ګېټس یوازې پانګوال نه دی او نه هم یوازې په ډېرې پانګې مشهور شوی، بلکې بېل ګېټس له مادي پانګې سره، معنوي پانګه هم لري، افکار لري، خبرې او پلانونه لري. د کامیابېدو لپاره ښې لارښوونې لري، تجارب لري. هلته په لوېدیز کې پانګوال داسې نه وي لکه دا زموږ، څوک د جهاد له لنګې غوا پانګوال شول، څوک د ډیموکراسۍ له بې‌خرته ډالرو غوښن..له فکره او پلانه خو ګرد نو بیا لغړ دي. هابله ورځ مې د بېل ګېټس وېب‌پاڼه کتله، ده هم د نورو په څېر په ۲۰۱۳م کال کې خپل خوښ کتابونه له لوستونکو سره شریک کړي وو. ماسره د بېل ګټس له دې کاره څو خبرې ذهن ته راغلې: لومړی دا چې بېل ګېټس سره له دومره نړیوال شهرته، لاهم کتاب لولي. دویم دا چې کتاب هم عادي نه لولي، دقیق یې لولي، په نښه کوي يې، ښه کتاب، ډېر ښه کتاب او داسې کتابونه چې د کال په پای کې يې بیا له لوستونکو سره شریکوي. درېیم، دا چې کله بېل ګېټس دا کتابونه خوښوي، نو ضرور د ده د مینه‌والو په زړونو کې هم د دغو کتابونو په تړاو تلوسه پیدا کېږي، تر هغې چې ویې لولي او ګټه ترې پورته کړي. څلورم دا چې د دغو کتابونو لیکوال پر خپل کار ډاډه کېږي، چې بېل ګيټس غوندې سټې د ده کتاب لولي. پنځم هم دا چې د دغو کتابونو خپرندویانو ته لویه ګټه ده، چې کتابونو لپاره یې د بېل ګيټس په واسطه بازارموندنه کېږي. زموږ یو روڼ اندی، چې د یوه ملت‌پال ګوندي مشري هم پر غاړه لري، د دانش خپرندویه ټولنې له نامه سره ناشنا و! د دانش ټولنې ډېری کتابونه پښتو دي، هغه لیډر هم ځان پښتون ملت‌پال ګڼي!
بېل ګېټس زموږ یا د درېیمې نړۍ هېوادونو د پانګوالو پر خلاف، مادي او معنوي پانګې سره غاړه‌غړۍ کړي دي. که بېل‌ګېټس یوازې پانګوال وای، نن به دومره مشهور نه و. دی له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۷م پورې د نړۍ لومړنی پانګوال دی، خو پام مو وي، چې نن هم په نړۍ کې لومړی نمبر پانګوال شته، خو له نامه سره څوک اشان دي؟! ډېر کم خلک، ولې؟ ځکه چې یوازې مادي دي، معنویات، افکار او خبرې نه لري.

لږ به د ښاغلي بېل ګېټس له ژوند سره تم شو. بېل ګېټس د ۱۹۵۵م کال د اکټوبر پر ۲۸مه نېټه د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې زېږېدلی. ګېټس په «ليک سایډ» ښوونځي کې زده‌کړې پیل کړې، وروسته یې له سافټویرونو سره مینه زیاته شوه. دلته د مایکروسافټ شرکت خیال منځ ته راځي. د ۱۹۶۸م په پسرلي کې ښوونځي ورته د کمپیوټر په تړاو لومړنۍ لارښوونې وکړې. په ۱۹۷۳م کې هارواډ پوهنتون ته ولاړ. په دویم کال یې پوهنتون پرېښود، خپله ټوله انرژي يې مایکروسافټ ته ځانګړې کړه. مایکروسافټ یې د ماشومتوب له ملګري، پل آلن سره په ۱۹۷۵م کې تاسیس کړ. ګېټس پر دې باور و، چې کمپیوټر به د یوې ارزښتناکې وسیلې په توګه د هر کور د مېز پر سر ايښی وي، چې دا خیال یې نن رښتیا شوی. د مایکروسافټ شرکت په بریا کې د ګېټس خیالونه ډېر مهم رول لري. د بېل ګېټس په مدیریت، سافټویر ډېر پراخ، ارزانه او زړه راښکونکی شو. بېل ګېټس د خپلې بریا راز له ځانه سره پټ ونه ساته. په ۱۹۹۹م کې يې د «Business @ the Speed of Thoughts» په نامه کتاب ولیکه، چې ښيي کمپیوټر څنګه د کاروونکو د کاروبار ستونزې لرې کوي. دا کتاب د نړۍ ۲۵ژبو ته وژباړل شو او د نړۍ له شپېتو په ډېرو هېوادونو کې شته. دا کتاب د نیویارک ټایمز، یو اس ټوډې، وال سټریټ ژورنال او امازون کې د ډېرو خرڅېدونکو کتابونو په کتار کې راغی. د ګېټس پخوانی کتاب د «The Road Ahead» په نامه و، چې په ۱۹۹۵م کې خپور شو او په نیویارک ټایمز کې د اووو اوونيو لپاره لومړی درجه کتاب و.

 بېل ګېټس په ۲۰۰۴م کې څلور ميلوینه برېښنالیکونه ترلاسه کړي وو. د ده په خبره «په دغو برېښنالیکونو کې ډېری یې د پیسه‌داره کېدو د مشورو غوښتلو اړوند وو، چې که ځوروونکې نه وي، لږ تر لږه خندوونکې خو به وي!»

د ګېټس خبرې د نړۍ د فیلسوفانو، پوهانو، کامیابو او اغېزمنو انسانانو په کتارونو کې راځي. یوه خبره یې، چې له ننني کالم سره ډېر تړاو لري، ستاسې مخې ته ږدم: «زما په نظر د زده‌کولو په چاره کې دوامداره مینه او لېوالتیا ډېر مهم لامل دی. ما په ماشومتوب کې زده کړه، چې ډېر کتاب ولولم». بل ځای وايي: «په ژوندانه کې هرڅه منصفانه نه دي، ښه ده، چې پر دې حقیقت سر خلاص کړې».

ګېټس خپل خیالونه او افکار تر ډېره څرګند کړي دي. اوس که څوک د ده مینه‌وال وي، د بېل ګېټس کېدو لار ورته خپله ګېټس په ګوته کړې ده. اوس که لږ خپلې ټولنې سره تم شو، راځئ ښه ده لږ تم شو، موږ څه کوو؟ زموږ پانګوال، ډېری يې، ټول نه، له ناسمو لارو پانګوال شوي. زموږ پانګوال خو ډېری هغه دي، چې په «هېڅ» لار یې هیله نه ده کړې او له «هرې» لارې يې د پانګوال کېدو هڅه کړې ده. دوی افکار نه پېژني، د خپلې پانګوالۍ ننداره په داسې چارو د ټولنې سترګو ته وربرېښوي، چې د «ښه» انسان له شان سره ډېر توپیر لري.

لیکوال: ذاکر جلالي

کالم: تم شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x