شعـــــرونه

غزل/ حبیب الله تراب

حبیب الله تراب

دا دسـتـور د زمـانې دی لـه پـخـوانـه
چې یو هست شي بل روان وي له دنیا نه

نـوي نـوي پـیـدا کـیږي او مـړه کیږي
نـه په هوش وي نه خبر وي له خپل ځانه

لـه دې سـرایـه قـافلې دي روانـیـږي
څوک ځي مخکې او څوک وروسته له کاروانه

هر عـمـل د لارې مـل وي خـبـر اوسه
چې څه کښت کړې ها به ریبې له جهانه

هـر انـسان تـه خـپـله بـرخه ور رسیږي
څوک پرې خوښ وي او څوک خلاص کړي له ایمانه

د دنیـا پــه بــازار هـغــه ګټه وکـړه
چې نصیب یې شوه سودا پاس له اسمانه

حبـیـب الـلـه تــرابـه دار د ابـتـلا ده
په دې کور کې اوسیدل دي له ارمانه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x