ټولنیزه برخه

ابو معشر البلخي او د فلک په علم کي يي شهرت


قاري احسان
 
دوخت مشهور عالم، فکلي، ریاضي او فیلسوف جعفر بن محمد بن عمر ابو معشر البلخي (Muḥammad bin Omar al-Balkhī) (787- 886) داوسني افغانستان دبلخ په ولایت کي دونیا ته سترګي غړولي، په غربي نړۍ کي په ألبوماسر  (Albumaser)سره شهرت لري.
 
دعلم دزده کړي لپاره بغداد ته لاړ، هلته په دحدیثو په علم کي ډیر شهرت تر لاسه کړ، او په وتلي محدیث سره وپیږندل سو، ده به دوخت پر نومیالي فیلسوف ابو یوسف یعقوب اسحاق الکندي باندي همیشه رد کاو، خو هغه به بیا پر ابو معشر دا تور لګاوه چي په فلسفه نه پوهیږي، له همدې امله ابو معشر فلسفي ته مخه کړه، او په لږ وخت کي تر الکندي په شهرت کي وړاندي سو، په لږ وخت کي دفلک دعلم په برخه کي، په یو مشهور لیکوال او نوم وتي مصنف سره وپیژندل سو، تر دې پوري، چي په منځنۍ پیړۍ کي، دده اختراعاتو او انکشافاتو ځانګړی حیث پیدا کړ، ده هم دمخنکیو مسلمانو علماو، فارسیانو، اغریق او رافدینو دعلم څخه نه یوازي داچي فایده واخیسته،بلکي دهغوی علم ته يي لا زیات وسعت او شهرت وروباښه، ډیر کار يي ورباندي وکړ.
 
دابو معشر ډیری لیکني په دولسمه پیړۍ کي لاتیني ژبي ته وژباړلي سولي، له دې سره دغرب علما دده دعلمي کارنامو نه ډیر متاثیر سول، تر دې چي دغرب په ډیری قلمي نسخو (مخطوطو) کي دابو معشر نوم او نظریه لیدل کیږي.
 
دابن ندیم په خبره چي ابو معشر څه دپاسه دیرش کتابونه لیکلي و.

خو دابو معشر دالمدخل الکبیر (دابو معشر د 8 کتابو مجموعه، المدخل الی علم الفلک) په نامه کتاب ډیر شهرت وموند، دغرب فلک پوهانو به په زیاتره شواهدو کي، ددې کتاب حواله ورکوله، په دې کتاب کي دانظریه هم وړاندي سوي ده، چي سپږمۍ له مد او جزر نه تاثر اخلي، په منځنۍ پیړيو کي دده کتاب بالخصوص دمد او جزر په موضوع کي ځانګړی اهمیت درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x