ادبي لیکني

سوونه کاله وروسته ژوندی شعر

 بخت مرجان بختیار

کلاسیک داسې څیز یا اثر ته وایي چې په هر وخت کې خپل ارښت له لاسه ور نه کړي او د هرې زمانې خلک یې خوښ کړي.

د شعر یوه غوښتنه دا هم ده چې په شعر کې به د هرځای او هرې زمانې خلکو ته په زړه پورې خبرې کوو او داسې څه به وایو چې د هر ځای او هرې زمانې خلکو ته پردي ښکاره نه شو.

پښتو ژبه له کلاسیکو اشعارو بیخي ملاماله ده. که شالید یې وڅیړو نو معلومه به شي چې سرخېل یې میرزا خان انصاري دی.

میرزا خان انصاري شاوخوا څلور سوه کاله وړاندې داسې ادب پنځولی چې اوس هم عواطف او احساسات ساړه نه پریږدي، بیا بیا ځان درباندې لولي، بیا بیا دې ذوق ژوندی کوي. هغه وایي:

ددې مستې شها زلفې تار په تار دي
غوړېدلې لکه سیوری په رخسار دي

د میرزا په اشعارو کې د تصوف تله درنه ده. ادبپوهان وایي چې ده که د عشق خبره کړې موخه یې حقیقي عشق دی. هو. همداسې ده؛ خو دده په اشعارو کاملا دا فتوا نه تطبیقیږي. سخته به وي چې یو شاعر له پنډ پنډ اشعارو سره سره هیڅ د مجازي عشق ذکر ونه کړي. او بیا د صوفیانو خو دا عقېده هم ده چې حقیقت ته له مجاز پرته رسېدل شوني نه دي. ددوی په اند لومړی باید هر سالک د مجاز پر زېنه پښه کیږدي، بیا به د حقیقت بام ته خیژي. خو چې هر څنګه ده، په پورته بیت کې ما د حقیقي عشق تجلا ونه لېده او که پکې وای پرې غږېدم هم نه؛ ځکه چې د صوفیانه رمزونو را برسېره کول د هرچا له وس نه ده پوره.

میرزا وایي چې د محبوبې زلفان داسې تار تار په رخسار پراته دي لکه سیوری.

داسمه ده چې د له سیوري سره د زلفو تشبېه موږ ته زړه ښکاري؛ خو هغه وخت نادره وه. امکان دې ولري چې دی د لومړنیو شاعرانو له ډلې وي چې زلفې یې له سیوري سره تشبېه کړې دي. او را وروسته شاعرانو بیا دومره کارولې چې اوس یې راوړل مبتذل ګڼو.

د هنر کار او د شعر غوښتنه داده چې نوي نوي مضامین او نوې نوې تشبېه ګانې استعارې او کنایې وکاروو؛ چې کلاسیک کلام وپنځوو.

که الفاظو ته ځیر شو، دومره ښکلي او لطیف الفاط کاریدلي چې ذره تنافر هم پکې نه لیدل کیږي. که کوم لفظ یا کلمه اوس رایجه نه وي، دا دشاعر ستونزه نه ده؛ په هاغه وخت کې خو ژوندۍ وه کنه. مثلا: شها.

که د سلاست او روانۍ له زاویې ور وګورو نو داسې لفظ به پکې پیدا نه شي چې یا په ژبه سخت او یا له بل لفظ سره اهنګین تړاو ونه لري؛ بلکې هر لفظ یې داسې کارولی ته به وایې چې د همدې ځای لپاره جوړ شوی. مثلا که کوم متشاعر دابیت جوړولی نور بیت خو څه چې ممکن په لومړۍ مصرعه کې یې د شها پر ځای لیلا راوړې وای. فکر به یې کاوه چې د لام تکرار به دلته جوړ راشي؛ خو برعکس دغه لفظ په بیت کې دومره اهنګین او لطیف نه شو راتلای لکه موجوده نوم. میرزا په لا شعوري توګه داسې لفظونه پېیلي چې ګوتې وهل پکې نشته.

بیت ته د تار تار او په (شها، تار، تار، رخسار) کلمو کې د اوږد واول تکرار هم موسقیت او اهنګ وربښلی دی.

الفاظو د شاعر د زړه خبره کاملا تر موږ رارسولې او څه چې شاعر لیدلي هماغه یې په موږ ولېدل او حس مو کړل.

په همدې قصېده وژمه غزل کې یې ورپسې بیت داسې دی:

هر وېښته یې ګوښی ګوښی کمند روغ کړ
خورې شوې د زخمي زړونو په ښکار دي

پخوا به چې شاعرانو غزل شروع کړ تر ډېره به یې د مطلع یا عمومي موضوع له چوکاټه سر نه ویسته. دلته هم شاعر هماغه د مطلع د موضوع تار نېولی او شاعر د مجازي خیال انځورګري کوي؛ داسې انځورګري چې کاملا مو ذهن ته ژوندۍ صحنې دروي او راباندې ګوري یې.

شاعر وایي چې د شهلا هر وېښته ځان ځان ته غشی جوړ کړ او د زخمي زړونو په ښکار پسې یې مټې را بډوهلې.

کمند، زخمي زړونه او ښکار هغه کلمې دي چې د ښکار کولو پوره صحنه یې پر موږ حس کړه او ومو لېده. دا کار هله لفظونه کولای شي چې شاعر پکې خپل جادوګر نفس پوه کړي او ژوندي شي. بیا نو شعر خبرې کوي. په میرزا کې دا قوت شته چې الفاظو ته روح ورکړي او شعر ژوندی کړي.

څه ښه مبتکر خیال یې راوړی. وېښتان یې ژوندي ګڼلي او غشي جوړوي. په ښکار پسې راوځي او زخمي زړونه په نښه کوي. دا خیال وروسته له څلورو پېړیو اوس هم مبتذل نه دی. لکه څنګه اثر یې چې هغه وخت په زړونو کاوه اوس یې هم کوي؛ چې له کلاسیک شعر نه زموږ تمه هم داده.

کمند پړي یا کمڅۍ ته هم وایي. بیا نو له بیته داسې برداشت کیږي چې محبوبې هر وېښته په کمڅې کې و اوبده. اوس نو کمڅۍ د زخمې زړونو په
ښکار پسې خورې شوې دي؛ خو لومړنی تعبیر یې منطقي دی.

بیا هم د تکرار خبره کوم چې په (وېښته، ګوښی ګوښی، او ښکار) کې د (ښ)او (ګوښی ګوښی) تکرار د بیت په ښایست کې رول لري.

دا ټولې هغه ښېګڼې دي چې دې شعر ته یې ساه ورکړې او دومره اوږد عمر یې وربښلی چې سوونه کاله وشول چې ژوندی بلکې ځوان دی او سوونه کاله وروسته به هم مړ یا زوړ نه شي. دېته وایي کلاسیک شعر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x