افغانستان

طالبان: د تړون لاسلیک کوونکي به د کمونیستانو په څېر خدای او ولس تهٍ سرکوزي وي

نن ټکی آسیا: طالبانو د خپلې ویب پاڼې په اونیزه تبصره کې ،چې د دوی رسمي پالیسي څرګندو؛  یو ځل بیا د کابل-واشګنټن ترمنځ د امنیتي تړون د نه لاسلیک پر سر را ټوکېدلیو هېلو او د لاسلیک په صورت کې مخ پر زیاتېدو خپګان او نهیلۍ ته اشاره کړې او زیاتوي چې د اشغال او یرغل په صورت کې د خپلواکۍ او  سرلوړۍ ژوند شونی نه بریښي.

طالبانو یو ځل بیا تاکید کړی چې که څه هم شوني نه بریښي چې د اشغال او یرغل محصول او منځته راوړې اداره او چارواکي دې د هېواد د خپلواکۍ او د یرغلګرو ځواکونو شتون ته د پای کښېږدي، خو بیا هم لوی الله ته هیله لري چې د کابل ادارې په زړه کې د ولس او هېواد د سوکالۍ او خپلواکۍ مینه او د ترلاسه کولو احساس ورکړي.
په تبصره کې د کرزي وروستي دريځ ته په اشارې ویل شوي:« مګر کله چې اوس اوس له ناټو سره د تړون خبره راپورته شوه، او تر څنګ یې له یرغلګرې امریکې سره د تړون د لاسلیکدو په اړه د پرمختګونو خبرې را برسېره شوې! ټول هغه امیدونه چې دهېواد د خپلواکۍ او آرامۍ، او له ظلمونو او وحشتونو څخه د ولس د خلاصون په اړه وو، مړاوي شول! »
طالبانو یو ځل بیا پر کابل حکومت غږ کړی چې ولس ته د سولې ، ټيکاو، امنیت او شرعي نظام د را وستلو ، د بهرنیو یرغلګرو د شړلو او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په مبارزه کې ورسره اوږه په اوږه مرسته وکړي او کاږي چې:« دا چې لا هم  فرصت په لاس کې دی، اسلامي امارت یو ځل بیا په ټولو هغو کسانو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد اشغال او د ولس غمیزه اوږدول غواړي، غږ کوي چې راځئ د یرغلګرو په وړاندې یو موټی شئ، د خپل ولس تر څنګ ودرېږئ، عزت او سرلوړي په خپلواکۍ کې ده، نه د اشغال تر سیوري لاندې، دا دولس کاله مو د یرغلګرو تر منت لاندې شپې او ورځې تېرې کړې، راشئ یو ځل د خپلواکۍ خوند هم وڅکئ! که تاسو  دا ګومان کړی وي چې یرغلګر به مو وساتي، یا به مو له ناوړه برخلیک څخه وژغوري، او یا به هېواد درته ګل اوګلزار کړي، دا ټول خو تاسو دا دولس کاله تجربه کړل! نور آزموده را آزمودن خطا ست! »
د تبصرې په پای کې راغلي چې د هېواد پر خپلواکۍ او سوکالۍ مین ولسي مقاومت یا د دوی مجاهدین به د وروستي بهرني اشغالګر تر شړلو او د خپلواکۍ تر لاسته را وړلو پورې به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
د دوی په خبره د تړون لاسلیک به د هېواد په تاریخ کې د ملي خاینانو په نامه ثبت شي او د کمونیستانو په څېر به نه خدای ته مخ ولري او نه ولس ته !، د تبصرې وروستی پاراګراف دې تاریخي ټکي ته داسې ګوته نیسي :« له دې ټولو سره سره بیا هم که تاسو د افغان ولس د پاکې خاورې د خرڅلاو قباله یرغلګرو ته ورکوئ، باید پوه شئ چې نه به مو تاریخ وبښي، نه ولس، او نه راتلونکي نسلونه! هغه ورځ به خامخا راځي چې یرغلګر مختورن په خپله مخه ځی، اوتاسو به لکه کمونیستان نه الله ته او نه ولس ته مخ لرئ! ځکه چې افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ یرغلګر په وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، اوس به هم تر هغه خپل مقدس جهاد ته ادامه ور کوي تر څو چې یې خپلواکي  نه وي تر لاسه کړې، او په خپله خاوره کې یې خپلواک اسلامي نظام نه وي قایم شوی!»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x