نظــر

د پاکستان سياستوال او امريکا

عبدالمالک همت

لاندي ليکنه چي د امريکې او پاکستاني سياستوالو پر اړيکو رڼا اچوي د استاد عبدالمالک همت له هغه کتاب څخه را اخيستل سوې ده چي نوم يې دي:”زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي“. دغه کتاب استاد همت په ۱۳۸۶ لمريز کال ليکلی او په ۱۳۸۷ کال له کابل څخه خپور سو دی او دوهم ځل له کندهار څخه خپور سوی دی. (بريالی)

::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

”د يوه پاکستاني څخه د کار اخيستلو او استعمالولو بيه د ويسکي يو بوتل يا امريکا ته د څو شپو لپاره په وړيا توګه لېږل دي“. دا په لاهور کي د امريکا د پخواني کونسل جنرل ډاکټر اينډريوکوري وينا ده.

د امريکا او د پاکستان د سياستوالو او سياسي ګوندونو اړيکي اوږد تاريخ لري. د پاکستان تر جوړېدو وروسته سمدستي سي آی اې د امريکا د ډيپلوماټانو پرلاس په واکمن ګوند مسلم ليګ کي خپل ايجنټان وموندل. دغو ايجنټانو تل د پاکستان پر ځای د امريکا ګټي غوره ګڼلي دي. د لياقت علي خان د شهادت تور که څه هم د پاکستان پر پخواني جنرل ګورنر غلام محمد باندي لګيږي، خو په مسلم ليګ کي د امريکا موجودو مهرو هم برخه پکښي لرل.

د پاکستان په لومړيو صدارتي ټول ټاکنو کي د امريکا لاس په څرګنده ښکارېدی. ايوب خان د” کنونشن ليګ“ بنسټ کښېښود. پانګوالو د امريکا د سفير په اشاره د لوټونو د ګونيو خولې ورته پرانيستې. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د يوه متقاعد چارواکي په وينا د امريکا سفير د ايوب خان سره نژدې اړيکي درلودې او يو له بل  سره يې په اړوندو چارو کي سلاوي کولې. خو دغه سفير د ” متحده اپوزېشن“ د صدارتي اميدواري فطمه جناح مخالفت کاوه.

د ۱۹۷۰ ع.کال تر ټاکنو وروسته چي پيپلز پارټۍ (د خلکو ګوند) واک ته ورسېده، نو په دغه ګوند کي د امريکا ګومارلي موجود وه. د پاکستان يو سياستوال شیخ محمد رشيد وايي چي د پيپلز پارټۍ د مرکزي کمېټې او د کابينې د غړو رپوټونه ټکي په ټکي د امريکا سفير ته رسېدل. له دې امله بوټو سخت اندېښمن وو. بالاخر هغه د امريکا او بهرنۍ پاليسۍ په هکله د ګوند د مرکزي کمېټې په غونډو کي خبري نه کولې. کله چي غلام مصطفی کهر د پنجاب والي وو، بوټو پر غوسه سو چي ولي په مستقيمه توګه د امريکا د سفير سره ليدني کتني کوې. غلام مصطفی کهر د اسلامي هيوادونو د سر مشريزي غونډي د ټولو پروګرامونو، پرېکړو او نورو پټو مسايلو دوسيې د امريکې سفير ته ورسولې. دغه راز په سيند کي ممتاز علي بوټو هم د امريکا د سفير سره اړيکي ټينګي کړي وې. وفاقي وزير حفيظ پيرزاده هم د کابينې د غونډو رپوټونه په پرله پسې  توګه د امریکا سفیر ته ورکول.

د خان ولي خان پر نېشنل عوامي ګوند باندي د بندیزونو لګولو کېس (دوسیه) هم حفیظ پیر زاده جوړه کړې وه. په دې اړه هغه د امریکا د سفارت څخه لارښووني تر لاسه کولې. د بوټو په کابینه کي موجودو امریکایي ګومارلو د پیپلز پارټۍ، پرمختیا خوښو او ملت پالو ډلو تر منځ اختلافونه پیدا کول. بوټو هم د جاسوسانو په دغه جال کي ښکېل سو. له دې امله ولي خان په ۱۹۷۳ع. کال بوټو ته وویل: ته چي پر کومه لار روان یې ډیر ژر به دي پر چارپایي لاړکانې ته ورسوي.

د قومي اتحاد په نامه چي کومي سیاسي ډلي سره یو ځا سوي وې په هغو کي هم د امریکایانو ګومارلي موجود وه. د امریکا سفیر او نورو ډیپلوماټانو د قومي اتحاد د مشرانو سره اړیکي درلودې. امریکا غوښتل بوټو له واکه راوپرزوي. د ۱۹۷۷ع. کال د جولای له پنځمي څخه د ۱۹۸۸ع. کال د اګست تر اولسمي پوري جنرال ضیاوالحق د پاکستان واکمن وو. هغه د امریکا د خوښي سره سم پاکستان د روس په خلاف دفاعي مورچه (Front line state)وګرځول. د ده په پېر کي د ده په خلاف د دموکراسۍ د بیا رامنځته کېدو غورځنګ ( ایم آر ډی) په فعالیت ګوتي پوري کړې. چي په سلګونو وګړو د دموکراسۍ د استقرار لپاره مالي او ځاني قربانۍ ورکړې. خو څنګه چي امریکا ته په پاکستان کي دموکراسي په کار نه وه، د ضیاوالحق ملا یې وتړل. په ( ایم آر ډی) کي هم د ضیاوالحق داسي مخبران وه چي په غونډو کي د پټو خبرو راپور به یې ورکاوه. په دې لړ کي خواجه خیرالدین او غلام مصطفی جتوئي ډېر شهرت درلود. د اپوزېشن (مخالفي ډلي) معلومات به هم د امریکا  سفارت ته ورکول کېدل. بینظیر بوټو چي ځان یې د امریکا تر ګټو جار کړ، د خپل پلار په ژوندوني د امریکا پر ضد ډول ډول مضامین لیکل او د امریکا پر ضد به یې مظاهرې هم کولې. خو کله چي جنرال ضیاوالحق امریکایانو ته د سر درد جوړ سو او ویې غوښتل چي له منځه یې یوسي، دغه مهال یې تر بېنظیري بل ښه کس ونه موند. امریکا د ضیاوالحق او د هغه د ملګرو د جهادي موخو څخه په بېره کي وه.  ځکه یې نو بېنظیري ته پیغام و لېږی چي که د امریکا په هکله خپله رویه بدلوې نو موږ به دي واک ته ورسوو. بېنظیري چي پخوایې چیغي وهلې چي: ”د ذوالفقار علی بوټو وژونکې امریکه ده“  سمدستي د امریکا دوسته سوه. له بله پلوه د سوداګر اعلی وزیر نواز شریف اړیکي هم د امریکايي ډیپلوماټانو سره ټینګي سوي وې. دغه په راتلونکې کي یو د بل دښمنان د امریکا دوستان وه. امریکا د دواړو پر شا لاس تیراوه. بېنظیره یې لومړۍ وزیره کړه او نواز شریف یې د پنجاب اعلی وزیر وټاکی. څو که کله ضرورت سي يو پر بل باندي را سربېره کړای سي. د بېنظیري او نواز شریف دواړو مقصد صرف د واک تر لاسه کول وو او دواړه د امریکا پر کړنلار تلو ته چمتو وه. البته په اصل کي د امریکا موخه دا وه چي د نواز شریف او بېنظیري په رامنځته کولو سره د پاکستان د اسلامي ډلو مخه ونیسي.

د پاکستان اسلامي ګوندونه چي د کمونیزم پر ضد یې د امریکا سره اتحاد کړی وو اوس د امریکا تر ټولو ستر دښمنان دي. پر دغو ډلو باندي د امریکا اغېز او رسوخ بېخي لږ دی. څنګه چي امریکا دښمنه (رشتیاني مسلمان) شخصیتونه د دغو ګوندونو مشري کوي، ځکه نو پر دغو ګوندونو باندي د امریکا کنټرول ستونزمن سوی دی. په پاکستان کي چي څونه ستر اسلامي ګوندونه دي، لکه جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام،  جمیعت علمای پاکستان، جمیعت اهل حدیث، تحریک جعفریه او په دوی پوری نور تړلي عناصر ټول د امریکا مخالف دي. څنګه چي پر دغو ډلو باندي امریکا کنټرول نه سي ټینګولای، نو اوس هغې ته یوه لار او حربه پاته ده او هغه داده چي دغه ډلي یو له بله سره وجنګوي، څو خلک خپله له دغو ډلو څخه کرکه وکړي.

د سپتمبر د یوولسمي تر پېښي وروسته د امریکا واکمنان نه پرېږدي چي د دوی مخالف او جهاد پلوي دیني ډلي یا مولویان واک ته ورسیږي. امریکا پوهیږي چي که مولویان واک ته ورسیږي. امريکا پوهيږي چي که مولويان واک ته ورسيږي نو تر هر څه لومړی به د امریکا سره ډغري ووهي. په پاکستان کي چي څه سیاستوال دي ټول د پاکستان په سیاست کي د امریکا په اغېز خبر دي. دوی پوهیږي چي د امریکې له ملاتړه پرته په آساني سره واک ته نه سي رسېدلای. له دې امله هر سیاستوال کوښښ کوي چي د امریکې ملاتړ خپل کړي او داسي کارونه ونه کوي چي د هغه په سبب د امریکا مخالف وګڼل سي.

پاکستاني سياستوال په هغو غونډو کي په ګډون سره وياړي چي امريکايي ډيپلوماتانو برخه پکښي اخيستې وي. د دې لپاره چي د امريکايي ډيپلوماټانو سره نژدې اړيکي ټينګي کړي په ډول ډول پلمو غونډي جوړوي او دغه امريکايان ورته دعوتوي. کله ناکله شراب او کباب هم ورته برابروي. د امريکا له مرييتوب څخه د ولس د ژغورني مدعيان پخپله د امريکې په غلامي پسي لالهانده دي.

ډېر پاکستاني سياستوال او دولتي چارواکي د امريکا سره د هغو کسانو په نيولو کي مرسته کوي چي امريکا يې نيسي. رمزي يوسف او ايمل کاسی او نور ډېر پاکستاني او افغاني، عربي او اسلامي شخصيتونه دغو ټيټو عناصرو په ډول ډول توطئو نيولي او د پاکستان د خلکو د خوښي خلاف يې امريکايانو ته سپارلي او په لکونو ډالر يې پر اخيستي دي. دغسي ډېر کسان د امريکا د خوشالولو لپاره د دغسي کسانو په نيولو پسي ګرځي، خو په لاس نه ورځي. لنډه داچي په پاکستان کي داسي کسان بېخي ډېر دي چي ان خپله مور هم په امريکايي ډالرو خرڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعبداللہ

کہ خبرہ داوی نودا صرف پہ پاکستان پوری اڑ نہ دہ ,ولی نن دافغانستان چارواکی دامریکہ اوناٹو ٹٹوان نہ دی۔ د اللہ دپارہ دقوم پالئ وطن پالئ دمنتن عصبیت نہراوزئ۔اصل دشمن ہدف کڑئ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x