افغانستان

د پنځوس زره ميله وسلو دغلا په تور درې تنه چارواکي ممنوع الخروج اعلان شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د کورنيو چارو وزارت درې تنه پخواني مرستيالان د وسلو او نورو نظامی توکو د د ورکېدو له امله ممنوع الخروج اعلان شول او څارنوالۍ ته معرفي شول.

يوې دولتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته دنوم نه څرګندولو په شرط ويلي چې په دغو مرستيالانو کې مجتبی پتنګ، جميل جنبش او جمال صديقي شامل دي.
سرچينې ويلي چي وړاندې د کورنيو چارو وزارت له امنيتي کمپنيو او شرکتونو څخه پنځوس زره ميله وسلې او ګڼ شمېر بيلابيل نظامي وسايط او مخابرې راټول کړي وو، چې اوس له دغو توکو څخه يې يو هم نه شته او ټول ورک شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت هم ياده موضوع تائيد کړې ده خو په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو په بنسټ ياد درې مرستيالان چې له ۹۱ څخه تر ۹۴ کلونو پورې يې د عامه ساتنې په معينيت کې دندې ترسره کړي دي، ولسمشر غني وروسته له هغه د نيولو او څارنوالۍ ته د ورپيژندلو حکم صادر کړ چې د عامه ساتنې رياست ددغو پلټنو راپور خپور کړ.

ددې ترڅنګ د عامه ساتنې د معينيت د تدارکاتو د ټولو کارکوونکو دندې هم د ياد شوي حکم پر بنسټ ځنډول شوي دي او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هيواد په بېلابېلو ادارو کې د فساد په اړه خبرونه ورکړل شوي دي خو د شنونکو په اند تر څو چې په فساد کې ښکېلو چارواکو ته له قانون سره سم سخته سزا ورنکړل شي، د فساد مخنيوی ناشونی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزت الله

زه وایم ، چه د کابل غلامه اداره کی خاین هغه څوک دی چه خیانت ونه کړی ، تر ټولو لوی خیانت د غلامی منل دی د غلامی له منلو وروسته دی باید هر خیانت ، درغلی ، غلا ، غصب او دروغو ته ملا وتړی ع او غ کم خیانت کړی چه دوی به یی نه کوی چا ورسره حساب وکړو او حساب کول ورسره څه ګټه لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x