نظــر

محترمه ملي شورا دې «كيسې» وګټي!

ف، فايض

دا چې پخواني ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه كړ يو عمده علت يې چې ده (كرزي) هم برالا ويل دا و چې كه له امريكا سره تړون لاسليك شي كه نه شي، له افغانستانه، نه وځي. كرزى يا خپله دې خبرې ته متوجه شو او يا بل چا په غوږ كې ورته ووې چې دا تړون دې لاسليك كړ؛ نو په تاريخ كې به دې نوم د «دویم شاه شجاع» به نامه ثبت شي؛ خو يو مثبت دريځ يې غوره كړ، كرزي يوه هوښيارتيا دا وكړه چې په دې اړه يې نه د چا. په اصطلاح پدرانه نصيحت واورېد او نه مشوره او نه يې د وېرې پروا وكړه؛ بلكې وچ په ميدان ودرېد چې نه يې لاسليكوم، حضرت صيب مجددې خو نژدې ورسره ګرېوان څېرلى و؛ خو بيا هم دى پر خپله «نه» ټينګ ودرېد، ګټه يې دا وكړه چې په دې برخه كې يې ځان د تاريخ له ملامتۍ وژغوره.

كله چې اشرف غني ولسمشر شو نو هغه د حضرت حافظ خبره چې:

«قرعۀ فال به نام من ديوانه زدند»

د امنيتي تړون لاسليك فال د غني په نامه ووهل شو.

غني مجبور و چې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي؛ ځكه چې دى پوهېده چې! «زور كاكاست؛ كه انګور د رتاكا [تاكها]ست»

چې د استاد سياف غوندې جهادي مشر ايله اووه سلنه رايې واخستې، د انجنير هلال غوندې سړي چې په حقيقت كې د حزب اسلامي كانديد و په شمار كې هم رانه غى؛ نو اشرف غني په كومه خوشحالۍ كې دومره رايې ګټلاى شواى؟ معلومه ده چې د چا نيك نظر خامخا ورسره ملګرى و. عجيبه خو لا دا ده چې زموږ محترم پيران او د جهادي تنظيمو يو شمېر استازي هم د امنيتي تړون د لاسليك پر مهال هلته حاظر وو.

ورځه ولسمشر او كه اجرائيه رئيس هم ورسره حساب كړې دوه كسه وو، خو وروسته ملي شورا چې ولسي جرګه يې ۲۴۹ غړي لري او مشرانو جرګه يې هم خواوشا سل غړي لري واشنګټن څه ډول منتر كړل چې د نور په سرعت يې له امريكا سره لاسليك شوى امنيتي تړون تصويب كړ. ريښيتا ويلى چې:

پر ښو تلوار؛ پر بدو تأمل

كه چېرې ملي شورا لږ ساړه خوړلي واى او تا عمل يې كړى واى، امنيتي تړون به اوس د ګرد افغان ولس ستونى نه ترخولاى؛ خو دا د ملي شورا د «تعجيل» ټس دى چې ملت نن زاړه مالوچ پر سينې پورې تړلي دي. اوس چې معلومه شوه دغه تړون موږ ته هېڅ رانه كړل؛ نو د ملي شورا سر ته څه ناڅه عقل راغى چې دا مو څه وكړل، خداى(ج) ته مو هم ځانونه كوز ګوري كړل، ملت ته هم ملامت شوو او د تاريخ پړه مو هم پر غاړه شوه. بايد متوجه واوسو چې تاريخ په خپل قضاوت كې له هېچا نه، نه وېږي.

تاسې وګورئ چې د يحيى خيلو په دوره كې په تاريخ كې ډېر تحریفات وشول؛ خو چې وخت يې راغى د تاريخ قاضي، ټول حقايق را ميدان ته كړل او هر څوك پوه شو چې حقيقت څه دى، همدارنګه د حبيب الله كلكاني خواركي په نامه خدايزده د چا خاوري په تابوت كې واچولى شوى او همغه دوه درې ورځې يې غُروفِش و او نور د راپورته كړې ډرامې د پوكاڼۍ باد ووتل او نور يې څوك نوم په نومونه اخلي، ځكه خلك پوه شول چې دا د قوميت په تبجنه فضا كې يوه سياسي- استخباراتي لوبه وه نه له كلكاني خوار سره ريښتينې خواخوږي.

زموږ محترمه ملي شورا بايد پر دې سر خلاص كړي چې انګيزه يې هر څه وه؛ پيسې وي، له ګاونډيانو نه د وېرې راپورته كړاى شوې څپه وه،  يا له افغانستانه د امريكايانو د وتلو دروغجنه وېره؛ خو له امريكا او ناټو سره د امنيتي تړون لاسليك يوه ستره تېروتنه وه چې اوس تلافۍ ته اړتيا لري. ولسي جرګه او مشرانو جرګه كله ناكله دا غوسه وكړي او مېزونه ودربوي چې پر امنيتي تړون بايد له سره كتنه وشي؛ خو دا فقط په همغه ورځ د تلويزيونونو او راډيوګانو بازار تود كړي او پر سبا يې د چاپي رسنيو؛ خو چې ورځ، دوه او په نهايت كې اوونۍ تېره شي بيا هېڅ هم نه وي، بيا به نو څوك ځي او ملي شورا به له ګرېوانه رانيسي چې پرون مو څه وويل او نن څه ډول غلي ناست يئ! ښايي د دغسې غوسو تر شا اصلي علت پر ژرنده د دانو كمېدل وي او كه نه؛ ريښتيا هم له محترمې ملي شورا سره اوس دا فكر پيدا شوى چې د خپل عمر په دې وروستيو شپو ورځو كې د پيسو پر ځاى كيسې ګټل هم اړين دي. له ماسره دا اندېښنه ده چې دوى يو ځل د اوولسمې دورې لپاره ځانونه كانديدوي، نو ولس ته به په كومو سترګو ورځي؟ دوى به ولس ته څه وايي چې تېر ځل مو رايه راكړه نو پر امريكا او ناټو مو ستاسې پلورل په پټو سترګو تأييد كړل؛ نو كه دا ځل مو دا ښه راسره وكړل نو پر روسانو، چينايانو او… به مو هم له خيره پلورل تأييد كړو. زه د دې تر څنګ دې خوبولي ولس ته هم حيران يم چې كله به له خوبه راپاڅېږي او پر دې به پوهېږي چې دنيا څو… ده، دا ويده ولس به كله شعور اخلي. عاطفه د انساني ژوند برخه ده؛ نو كله چې د خپل ولس بده ورځ ګورم خامخا مې زړه پرې سوځي؛ ځكه زه هم د همدې درديدلي، فقير او بيوسه ولس يو غړى يم؛ خو كله يې چې دا د غفلت خوب ته ګورم چې په دا يوويشتمه پېړۍ كې هم له خوبه راويښ نه شو حيران شم. زما ياد دي چې يو لږ شمېر يې په پټو سترګو د كمونستانو د «هورا هورا» چغو ته هم لاسونه وپړكول، د امريكا بې سره او بې لكۍ درواغجنې دموكراسۍ ته يې هم اتڼونه وكړل، د بشر د حقوقو پر درواغجنو شعارونو هم وغولېدل اخر تر څو؟ زه پوهېږم چې دا ټول د سياسي شعور د كمزورتيا له لامله.

زما دعا ده چې  په ولس كې مو هغه شعور پيدا شي او هغه عقل يې سر ته راشي چې پر دې پوه شي چې دا څه روان دي، چا روان كړي او ولې يې روان كړي دي؟

په دري ژبه كې يوه اصطلاح ده چې: «تو بخو كه مه تازه شوم» زموږ ولس دې ته خوشحالېږي چې هغه څوك په زره موټرو كې وګرځي چې د دوى پر سر لوبې كوي دا كه ولسمشر وي، كه وكيل وي او كه بل څوك وي، خو يو شمېر ورته بوڅ بوڅ كېږي او خوشامد يې كوي. زموږ په محترمه ملي شورا كې خو داسې كسان هم ناست دي چې خداى منې كه به يې د كلي د جومات له امام نه الف- ب هم ويلي وي، خو راغلي دي د مقننه قوې د غړو په حيث موږ ته قانون جوړوي او په بين المللي مسايلو كې دريځنيونه كوي، نو هغوى به له امريكا سره د امنيتي تړون موضوع څه ډول وچاجولاى شي چې دا زموږ په ګټه كار دى كه په تاوان؛ خو په دې كې هم ګناه د ولس ده چې په پټو سترګو يې رايه وركړه، هو كه څوك د پيسو په زور راغلي وي  د هغو حساب جلا دى.

زه تر ټولو د مخه د محترمې ملي شورا هغو غړو ته چې لوستي دي، مطالعه لري او په خبره پوهېږي، وايم چې په خپلو فيصلو كې د هېواد او ولس ګټې خامخا په پام كې ونيسئ او ورته وايم تاسې په دې اړه د دنيا او آخرت مسؤوليت پر غاړه لرئ دا اوس په تاسې پورې اړه لري چې څه غواړئ، تاريخ ستاسې په باب څه وليكي او په اخرت كې مو د خپلو اجراآتو په اړه د كايناتو له ستر رب نه غوښتنه څه ده، هغه ذات چې له هر چا سره د ذرې ذرې حساب كوي، كه په رحم يې وكړي خو اميد شته او كه په عدل يې وكړي، د ټولو بېړۍ غرقه ده.

له ويسا ورځپاڼې نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

فایض صاحب ، ډیره مننه هر څه دی په خوره سینه او د زړه له بیخه په عامیانه لهجه کی لیکلی . مګر په ځینو کی درسره ډیر توافق نه لرم او هغه دا چه : لمړی: نه پوهیږم چه کرزی د ی ملګری او که ښه یی درسره کړی لږ صفت کړی د صفت وړ سړی نه دی دری کسان ( شاه شجاع ، کارمل او کرزی ) هغه کرغیړن غلامان دی چه دغه مظلوم اولس د افغانی پیژندنی بی برخی کړی یعنی دوی افغانان نه دی او له اسلامیته قران لیری کړی چه څوک د مسلمانانو په ضد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x