ټولنیزه برخه

يوم والدين « رښتينې کيسه»

ژباړه: حمدالله حلميار

یوه ښوونکي کیسه کوله وایي:

د ښوونیز کال په پای کې مو په ښوونځۍ کې یوه غونډه جوړه کړه، د ماشومانو مور او پلار مو هم راغوښتي وو.

څرنګه چې سرښوونکي او د ادارې ټولو کارکونکو ته زما ادبي او شاعرانه مزاج معلوم وو ځکه نو سرښوونکي زه ددې لپاره وګومارلم تر څو د غونډې میلمنو ته د ترانې وړاندې کولو لپاره ماشومان انتخاب او ترانه ورباندې زده کړم… ماهم خپل کار ښه په زیار سره سرته ورساوو،  یو ګروپ ماشومان مې انتخاب او ترانه مې ورباندې زده کړه. څو څو ځله تکرارولو یې زما باور لا پوخ کړ.

زما هڅو ښه نتیجه ورکړې وه ماشومانو ترانه ډیره ښه یاده کړې وه، د غونډې په سهار چې څومره زه په تلوسه کې وم هړمره ماشومان هم د سټیج پر سر دریدلو ته بیتابه وو.

غونډې ته د سیمې مخور او سیاسي مشران هم رابلل شوي وو.

غونډه پیل شوه؛ ماشومانو ترانه پیل کړه… یوې ماشومې عجیبه حرکتونه پیل کړل له نورو ماشومانو څخه وروسته او بیله یې ترانه زمزمه کوله… زه حیران شوم چې په  دې ماشومې څه چل وشو؟؟ لاسونه یو خوا بل خوا اچوي..!  سر خوځوي نا اشنا اشارې کوي…! هغه ماشومې چې ما ورباندې حساب کړی وو اوس د ترانې له ګروپه ازاده ولاړه ده او خندونکي حرکات کوي… له غوسې او شرمه مې مخ تک سور اوښتی وو، سرښوونکی صیب او نور مخور راته مخامخ ناست وو، ما سر ټیټ اچولی وو او سړې خولې راباندې راروانې وې… دې ماشومې زما ټوله خواری په اوبو لاهو کړه … هوډ مې وکړ چې ورشم او ماشومه د سټیج له مخې په کشولو کشولو کوزه کړم… په دې کې مې ماشومې ته فکر شو چې په ناستو خلګو کې یوې ښځې ته ګوري او دغه حرکتونه ورته کوي … غوسه مې لا زیاته شوه پوه شوم چې ضرور دغې ښځې په کور کې لورته ددغه ډول حرکتونو ښوونه کړې.

ترانه خلاصه شوه په منډه مې نجلۍ ته ځان ورساوو او په ډیره غوسه مې ورته وویل: دا تا څه وکړل؟ دادي څه لیونتوب ته ملا تړلې وه؟

نجلۍ په معصومیت سره وویل:  معلم صیب خو مخامخ مې مور ناسته وه…!

تندی مې وواهه: پوهیږم چې مور دې ناسته وه خو تاته ددغسي حرکتو ته څه اړتیا وه؟

ویې ویل: مور مې کڼه او ګونګۍ ده، ما غوښتل په اشارو سره مې مورته د ترانې پیغام ورورسوم…!

په دماغو کې مې ټک شو… ژړا مې تم نشوه… ماشومه مې پر سر ښکل کړه او پر خپله غوسه پښیمانه شوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x