نظــر

د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی

د ښځو په وړاندی  تاوتریخوالی او  د هغوی د حقونو د نه خوندیتوب موضوع یو ښکاره او ځرګنده حقیقت ده چی ډیر ښځو سره په ځینو سمیوپه خاصه ټوګه  د هیواد  شمالی ولایاتو شتون لری، چی اساسی  عامل یی  عمل او تعلیم تیټه کچه، کورنی ستونزی، سیمیزی ستونزی، مختلف کلتور او دودونه  او داسی نور….

بی موجبه او پرته له کومی وجه تاوتریخوالی که د نارینه او یا شځینه په وړاندی وی په خپله ذات کی د اسلام او شرعی اصولو سره په ټکر او هم زمونو مقدساتو او افغانی فر کلتور او دود سره  په ټکرکی  دی.

په وروستیو کی  یوه هم  هغه غمیزه پیښه چی د ښځی په وړاندی د تاونریخوالی له امل  هیواد په غربی ولایات کی له د هغی ښځی څخه  پوزه او شونډی غوڅی کړی وی ،  چی دغه  عمل په خپله  له انسانیت څخه لری او د سړیتوب له چواکات څخه بیرون عمل دی چی عامل یی باید محکمه او سخته جزا ورکړل شی.

منو چی تاویتریخوالی  په هیواد کی د ښځو په وړاندی شتون لری خو  نظر  یوه هیواده چی پکښی ۳۰ ملیونی  وګوی ژوند کوی ، نو طبیعی او حقیقت ده چی  په دغ شان هیواد کی چی ۳۰ کاله جګره او فکری او علمی نسټو جوړونګی اداری له ریښو څخه له مینځه تللی وی نو جونه خبر ده چی د وخت په تیریدو سره به په خپله ټولنه اصلاح او د سمون لوری ته ګامونه او چتوی.
د نور هیوادونو په پرتله  په هیواد کی د تاوتریخوالی پدیده دومره هم  شتون نه لری لکه څرنګه چی  نړیوالو سازمانونو   ناری سوری پیل کړی او د میډیا ګانو او رسنیو بازار یی ګرم کړی او لا هم  سکروټو ته  پکی  وهی .
هغه لاسته راوړنی چی په تیرو ۱۰ کالونو کی د ښځو په وړاندی شویدی باید تقدیر شی او د ښځو په وړاندی په هغو مثبونو کارونو ستړکی پټی نه د مثال په توګه :
 اوس مهال د افغانستان په پارلمان کی  ۶۸ ښځینه غړی ولس جرګی کی شتون لری او په مشرانو جرګی کی ۲۸ سناتورانی دی.
۳ ښځینه وزیرانی لرو  او ۱۲۰ ښځینه به عدلی او قضایی، ریاستون، د ښځو نړیوالو سازمانونو، سره میاشت  او ۹ ښځینه د سولی د شورای غړیتوب لری.
۹.۵  ملیونه وګړی ښونځیو ته زی چی  ۴ ملیونه یی  انجونی دی  چی دوه سوه زرو ( ۲۰۰۰۰۰ ) ښځینه ښونکوله خوا تدریس کیژی.
په محلی شوراو کی ۵۰ ٪ ښځی د ۶۰۰۰۰+ له جملی څخه.
د ښځو ونډه په ولسی جرګی او مشرانو جرګی کی ۳۶  شمیره  د نړی د ۱۵۰ هیوادونو په کتار کی  ده یعنی
له فرانسی، لندن، او ډیر نورو هیوادونو په پرتله افغانستان کی ښځو په دولتی اداراتو کی ډیر دی.

خو کله چی  کومه ناوړه پیښه وشی، نو هغه ټولو مثبتو کړنو باندی سترګی پتی او لاهو شی او ناری او سوری د نړی له ټولو رسنیو څخه ټول ځای په سر اخیستی وی، زما په اند د هر وکړی  ایمانی واو جدانی دنده  ده چی په دغه اړخ کی کوښښ وکړی په خاصه توګه هغه مخورین چی په ټولنو کی د نفوذ خاوندان دی تر ځو دغه ناوړه پدیدی   ترحده د پای ټکی کیږدی او هغه اشخاص چی  له خپلو خویند او میندو او میرمنو سره د  اسلامی او شرعی احکامو او اصولو بر بنسټ  ضد اعمال کوی باید محاکمه او سخته جزا ورکړل شی .

ایمل عشرتی امرخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x