نظــر

شخصي زندانونه

دنړۍ دزور  واکو  صليبي يرغلګرو  اودهغوی همفکره چارواکوددنيا  په  ګوټ ګوټ کې  وخت په وخت دمسلمانانود ځپلولپاره له هرقسم  ممکنه  وسائيلو کار اخيستی ،مسلمان يې ځورولي ،شکنجه کړي ،په اورسوزولي ،په  بمبارشهيدان کړي ، بنديان کړي،حتی دمسلمانانو دلاډېرو   وېرولو لپاره يې خاص خاص زندانونه جوړکړي. لکه دکيوبا زندان،دابوغريب زندان ،بګر ام زندان ،دپلچرخي زندان ،اوداسې نور ……  !

خو  مسلمانانو خپل مسير خطانه کړو اونه  يې دکوم جابر دستم  له لاسه خپله اسلامي مفکوره بدله کړه ،اوداسپېڅلۍ يون يې لاهم ګړندۍ ساتلۍ دی.

لکه  څرنګه  چې دنړۍ زور واکو د( بشردوستی) تش په نامه يوه کمېټه جوړه کړېده اوپه ظاهره يې موخه دامعرفي  کوي چې ګواکي ددې کمېټې په توسط له زورواکودانسانيت ژوند ژغوري.مسلمانانوهم دخپلې تبليغاتې جګړې په توسط دبشر دوستی اواز اوچټ کړ اوپه زور واکويې تورونه ولګول چې دانسان ژوند ته احترام نلري .اوبشر دوستي تر پښولاندې کوي.دې خبرې څه ناڅه  اثروموند .اوزورواکو په زندانو نو کې څه سهلتونه راوستل حتی چې بعضی زندانونه  يې لغوه کړل .
خولکه  څرنګه چې معلومه خبره ده چې مسلمانان له هرراز زندانونو نه وېرېدونکي دي اما ددوی  دسهلتونو په وجه نور هم  په زندانونو ورزړور شول .دوخت په تېرېدو اوله موقع نه په استفادې سره څو مغرورو، زورواکو ديکتاتورانو بياپه  شخصي زندانو نو مخ وراواړوو اوپه پټه يې شخصي زندانونه پرانيستل .

او دمسلمانانودځورولو لپاره يې يوه نوې لړۍ روانه کړه .اودايې دمسلمانانودغلامۍ .اوسر ټيټۍ غوره لار وبلله، ډېر مسلمانان يې له دې لارې وځورول ،په پټه  يې شهيدان ،اوحتی چې ډېريې لااوس هم نادرکه دي .البته له داسې کارنه  يا ميډيا ناخبري څرګندوي اوياهم  ددنياوالو پکې پوره لاس دی ، لكه څرنګه چې مسلمانانو دهر تکليف په وخت کې يوازې په قادر اوغيور ذات توکل کړی او همدغه قادر ذات يې پوره مدد هم کړی دی ،  الله جل جلاله فرمايي { وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ } الآية . …………………..
دالله ج فيصلې بېلې ،اوپټې دي چې بنده يې وړاندې له خبرېدو عاجز دي .

وخت تېريږي …..   څوسرښينددونکي زلمي  په ډېره مېړانه اوغيرت دې ته تيارشول چې نور بايد دغه ظلمونه اووحشتونه پای ته ورسيږي اودغه ديکتاتوري نظامونه ختم اوپر ځاي يې يو اسلامي شرعي نظام حاکم ،اومسلمانان نور له دې مظلوميته خلاص شي،همداوه چې دسر په قربانۍ په ښه تدبير په  لوړ پوړيزو ودانيو ورتېر اوپه زندانونو وروختل، په زندانونو سرې لمبې بلې شوې ،ټول مات مات دړې وړې شول حتی چې ډېرو زندانونو ته يې تونل ورووهل ،اودالوی دبريا،وقار، وياړ اوافتخاريې ترلاسه کړ .اوشاعر يې هم په وياړوايي

(يوڅوزلمي به  زندانونه ګام په ګام ماتـــــــــوي)
(هم کيوباپلچرخي اوهم باګرام ماتــــــــــــــــــــوي )
( يوه ورځ خو داسې هم شته  زندانونه به ماتېږي)
( دکفراستبدادټول ځنځيرونه به مـــــــــــــــــاتيږي)

ليکوال : حبيبي وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x