له رسته اړخه: فیض الرحمن (قاتل) - چپ اړخ ته: ډاکټر میرویس (د طالبانو استخباراتي مسؤول)

ډاکټر او انجنیر دواړه د یوه کلي وو

نظرمحمد مطمئن

یو لورته ډاکټر او بل لورته انجنیر! دواړه د هغو پوهنځینو فارغان دي چې باید کانکور کې ډیرې نمبرې واخلي، او رښتیا هم د دواړو پوهنځیو ‏لوستل ډیر سخت دي، ډیر کم کسان ورڅخه فارغ کیږي.‏

زما یاد دي چې کله به زموږ د هر سمسټر وروستۍ ازموینه وه، دا حتمي وه چې‎ ‎‏ زموږ لیلیه محصلینو د انجنیري څانګې یو یا دوه محصلینو ته به ‏عصبي تکلیف د ازموینو د سختوالي له کبله پيداکیدی.‏

میدان وردګ کې یو لورته ډاکټر او بیا دهغه د قاتل په تور انجنیر وژل شوی. راځئ پر دي فکر وکړو چې موږ ولي یو بل وژنو، د چا له لاسه ‏دغه بدبختي هیواد ته راغلي. سرچینه یې بهرنی شتون دی. که بهرنیان زموږ له خپل منځي ستونزو څخه ګټه وانه خیستلای شي، موږ به ولي ‏یو او بل وژنو.‏

فکر کیږي چې انجنیر له طالبانو سره اړیکه کې وو، سیمې ته یې تګ راتګ درلود، ډیر وختونه په استخباراتي کارونو کې لاسوهل د ‏استخباراتي کس په مرګ تمامیږي، دا اصول په دریمه نړۍ کې عام دی، ولي پر مختللي هیوادونو کې بیا داسي نه ده، هغوی بیا د خپل جاسوس ‏ساتنه کوي.‏

د طالبانو لخوا د انجنیر د اعدام او طالب ډاکټر د مرګ په اړه اعلامیه خپره شوې، داچې طالبان وایې چې په ولایتونو کې محاکم لري او د جرم له ‏ثبوت څخه پرته کوم چاته جزاء نه ورکول کیږي، انتظار یو چې د یادې موضوع اړوند هم جزیات خپاره شي.‏

ویل کیږي چې انجنیر او ډاکټر دواړه د یوې سیمې او یو کلي اوسیدونکي دي، یو طالب وو، او بل ملي امنیت کې ویل کیږي کار کاوو، خو ‏دواړو رابطه درلودله. دا ډول ویل کیږي چې انجنیر ته د طالبانو لخوا کوم لیک هم ورکول شوی وو چې په سېمه کې ازاد تګ او راتګ ولري.‏

داسي ویل کیږي چې ډاکټر میرویس ته څوک راغلي او له هغه څخه يې غوښتي چې ورسره ولاړ شي، په لاره بیا ډاکټرمیرویس او د هغه ‏ملګری وژل شوي.‏

داچې ویل کیږي چې ډاکټر میرویس په همدي ورځ له انجنیر فیض الرحمن او یو بل چا سره هم پر ټلیفون رابطه کړي وه، طالبانو د همهغې ‏رابطې له مخې یو بل کس وواژه او انجنیر فیض الرحمن یې کلي ته وروغوښت، له پوښتنو او ګرویژنو وروسته یې دا هم اعدام کړ.‏

طالبان وایې چې انجنیر منلي چې د ډاکټر په مرګ کې یې لاس درلود. ددي لپاره اړینه ده چې اسناد وړاندي شي. طالبان خپله هم باید کوشش ‏وکړي چې د مسئلې اصلي اړخونه وڅیړي، که مسئله همداسي پاتې شي، او خبره یواځي د شک او ټلیفون وي، بیا به نورو وژنو ته هم لاره ‏هواره شي.‏

طالبان وایې چې په لغمان ولایت کې ددوی یو قوي او پېژندل شوی قومندان چې ډیرو جګړو کې یې له بهرنیانو سره جګړې کړي وي، او ‏داډول په زړورتیا مشهور وو، کله چې دهغه له خوا څخه په يوه پېښه کې ملکي کسان ووژل شول، هغه طالب قومندان د طالبانو د نظامي ‏محاکمې لخوا څخه قصاص شو.‏

داډول طالبان وایې چې په وروستیو وختونو کې یې په هلمند او ارزګان کې ډیری افغان پوځیان د جګړې پر مهال ژوندي نیولي وو، چې بیرته ‏یې خوښي کړي. داچې انجنیر په میدان ورګ کې نیول کیږي او بیا په دار ځړول کیږي، څیړنو ته اړتیا ده، طالبان، او د سیمې خلک او ځینې ‏ځوانانو ته په کار ده چې د یادې پيښې سمه څیړنه وشي.‏

زموږ یاد دي دي چې کله د کورنیو چارو د پخواني وزیر تاج محمد وردګ په وخت کې د کابل پوهنتون محصلینو لاریون وکړ، هغه وخت کې د ‏شمال ټلوالي یو تن امنیه قومندان وو، پر محصلینو ډزې وشوي، ۶ تنه یې ووژل شول، تر لس زیات زخمیان شول.‏

ننګرهار پوهنتون څخه نږدې تر ۱۰۰ زیات محصلین د پلچرخې زندان ته یوړل شول. د کندهار پوهنتون محصلین په ډیر شکنجه ډول سره ‏ووژل شول. دا ډول نورې پيښې هم شوې، امید دی چې د تعلیمي مراکزو زده کوونکو او محصلینو سره له زغم څخه کار واخیستل شي، دا ډول ‏د علمي مراکزو زده کوونکو او محصلینو ته هم په کار ده چې د پردیو د ګټو قرباني نه شي، او د توطیو برخه ونه ګرځي، ښه به وي چې خپلو ‏زده کړو ته پام وکړي، دا ډول په خپل مسلک باندي باور ولري او په مسلکي برخه کې کار وکړي، ترڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړي. ‏

هو! که په سیاسي برخه کې کار کوي، بیا په کار ده چې دوی یواځي د سیاست برخه وي، او د پردیو د توطیو څخه ځان ساتنه وکړي.‏

راځي په ګډه د بهرنیانو د وتلو لپاره هڅې وکړي، د سولې او امن افغانستان لپاره لاس په کار شو.‏

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

انجینر صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی خبری سمی مګر جنګی چاپیریال کی یی د اثبات د پاره عملی بڼه کی دلایل او شواهد تر لاسه کول اسانه خبره نه ده ، عملی بڼه نه لری . زه منم که پوره دلایل او شواهد شتون ونه لری بی انصافی ده په یو اړخ به ظلم او تیری وشی مګر که بل اړخ ته وګورو په جنګی حالاتو کی ډیره کوچنی خطا یا غلطی د ډیری لویو خطراتو او حوادثو سبب کیدی شی چه بیا نه جبران کیږی . د حکومت اړخ بیا لږ څه په عادی حالاتو کی دی په… نور لوستل »

wali khan
میلمه
wali khan

داوړه دی الله وبخښی، په هریو به مور بوره شوی وی، په هریو به اولاد یتیم شوی وی، دهر یو جناره کی ګډون ځانته ټا په لری چی حتم به درباندی لګول کیږی یا به امریکایی جاسوس وګنل شی یا به پنجابی، خو دواړه دیو کلی ، داکتر، انجنر ، معلم وژل کیږی، سرک ، پلچک، مکتب ورانیږی، ګیری واله نیول کیږی ، بی ګیری مو تهدیدیږی، تور بیرع او سپین بیرع او لنګوته مرتد ګنل کیږی، کا بل کی اوسیدل او اسلام اباد کی اوسیدل کفر ګنل کیږی، خو بیا دمشرانو اولادونه تری استثنا وی وی. کوم رقم انصاف… نور لوستل »

شمس الحق
میلمه
شمس الحق

هو دغه انجینر د څو روپیو په بدل کی د وردګو ولایت د اونخی د دری یوه داسی سرمایه تورور کړله چی جبران ناپذیره ده الله د شهید داکتر میرویس ته جنتونه ورکړی