fbpx

ولي د اسلامي ثقافت په اړه حساسیت؟

نن ټکی اسيا سرليکنه

تیره ورځ ولسي جرګې د حج او اوقافو وزیر او د اطلاعاتو کلتور، معارف او لوړو زده کړو معینان د دې لپاره ورغوښتې وو چې له هغوي څخه د اسلامي ثقافت د مضمون د تدریسولو په اړه وضاحت وغواړي.

له څو ورځو راهیسې په ولسي جرګې کې د معارف او لوړو زده کړو په مؤسسو کې د اسلامي ثقافت د مضمون د تدریسولو په اړه جروبحث روان دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو په پخواني تحصلیي نصاب (Curriculum) کې د اسلامي ثقافت په نوم څه نه و ، یاد مضمون په افغانستان د شوري پوځ د یرغل په مهال په پاکستان کې د افغان مهاجرینو اړوند تحصلي مؤسسو کې د اسلامي ثقافت د ترویج په غرض ایجاد شو.

د اسلامي ثقافت په مضمون کې په خلص ډول داسې مفاهیم او محتویات ځای پرځای شول چې په ډیر لیږ وخت کې د لوړو زدکړو محصلین د اسلام د مقدس دین له ځینو اهمیاتو سره په آسانۍ سره بلد شي.

په کابل کې د کمونیستي نظام تر سقوط وروسته چې کله د جهادي تنظیمونو اړوند پوهنتونونه هیواد ته راولیږدول شول هم د کابل او هم د دعوت الجهاد په پوهنتونونو کې یاد مضمون په خوارا اهتمام سره تدریس کیدو تر دې چې خپله ښاغلي استاد سیاف د کابل په پوهنتون کې د اسلامي ثقافت مضمون تدریساوه.

د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم یاد مضمون په ټولو تحصلي مؤسسو کې په ډیر غور او اهتمام تدریس کیدو او د هغوی په کابینه کې ډیری وزیران او معینان یې د کابل پوهنتون د اسلامي ثقافت مدرسین وو.

د هیښتیا وړ خبره داده چې اوس په ولسي جرګه کې پر اسلامي ثقافت مضمون باندې د انتقاد غږ د داسې چا لخوا راپورته کیږي چې هغوي اساسا د دغه مضمون ایجادوونکي او مؤسسین بلل کیږي.

دا ښکاره خبره ده چې په اسلامي ثقافت مضمون کې د اسلام او اسلامي مفکورې اساسات توحید له معتقداتو څخه دفاع ، جهاد او د اسلامي واکمنۍ نوعیت ځای پر ځای شوي چې د هغو اصلي منبع قرآن او حدیث دی.

جهاد په خپل قرآني مفهوم سره په اسلام کې داسې یو اصل دی چې د اسلام د ټولو احکامو مدار او موقوف علیه دی.

که څه هم چې پر دغه اصل عمل کول نن ډیر ښاغلی د خپل غیر مشروع حاکمیت لپاره خطر ګڼي او په خلاف یې مبارزه پیل کړې خو جهاد د خپل شرعي مفهوم له مخې هغه اصل دی چې فرضیت یې په نص قاطع د قرآن ثابت شوی.

دا چې ځیني مسلمانان دغه شرعي فریضه په ناسم ډول تر سره کوي او ځیني نور یې خپلو شومو اغراضو ته د رسیدو لپاره کاروي، د هغه تقصیر په هماغو کسانو پوري اړه لري نه په جهاد او بلې هرې اسلامې فریضې پوري.

نن چې د ولسي جرګې او کابینې ځیني غړي د اسلام ځینو اساساتو ته د کلمات خنده دار تعبیر کاروي واقعا چې د تأسف ځای دی.

دغه ښاغلی باید پوه شي چې اسلامي اساسات هغه څه دي چې د دفاع او تحفظ یې لپاره زمونږ مسلمان ولس ډیرې قربانۍ ورکړي او نور یې هم د دفاع په لاره کې هرډول سرښندنو ته تیاری لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما د اسلامی سیاسی ارزونو له مخی: لمړی: ډیر ښه کار شوی یا ښه کار به وشی چه په دموکراتیک نظام کی د اسلامی ثقافت او نور ورته مضامین نه وی کمونستی نظام کی کمونستی او دموکراسی نظام کی باید دموکراتیک ثقافت شتون ولری، که بیا هم اسلامی ثقافت شتون ولری، د مظلوم او مجاهد اولس د تیرویستنی د پاره به وی چه اسلامی کمونستی یا اسلامی دموکراسی رنګ او خوند ورکړی. بدن به یی د اسلامی ثقافت او روح به یی کمونستی او دموکراسی وی، ښه به دا وی چه مظلوم او مجاهد اولس تر اسلامی نظام تر پیاده… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

زموږ ساده اوبیعلمه خلک داشرفغنی په لنګوټه ،تسپو اولاس پرځګرچاپلوسی خطاوتلی دی داخودمارکس فلسفه ده چه ۹۹خبری د دوی داوه منه خویوه خپله په وه منه اوترهغه وخته درواغ وایه چه ترلاس دی ونسی اوورته ودی دروی بیاهم مه منه چه دغسی ده دۍ چه تسبیح اړوی شنډان ښوروی الله نه بولی په زړه کی وای دمارکس هدایت زه وصدارت ته راوه رسولم او دایی هیردی چه ترکۍ،حفیظ الله،ببرک او نجیب هم ستاهدایت دی چوکۍ ته ورسول پای یی څنګه سو ته هم انشاءلله ددوی پر پله روان یی ډیړ وخت ندۍ پاته دامامانو نیول او ځورول تانور دجهنم وکندی… نور لوستل »