
تعلیم الاسلام راډيو په زابل کي نشرات پیل کړل
حکمت الله- د تعلیم الاسلام راډیو همکار
تعلیم الاسلام راډيو ادارې د وعدې سره سم ، د الله پاک په نصرت په زابل ولایت کي تر امتحاني نشراتو وروسته رسمي نشرات پیل کړل.
تعلیم الاسلام راډیو لکه څنګه چي یې هیوادوال د نامه سره اشنا دي یوه خپلواکي، شخصي، تعلیمي او اسلامي راډیو ده، په ۱۳۸۷ کال کي په کندهار کي د جیدو علماء کرامو لخوا د ولس په مالي مرسته نشرات پیل کړه، د بیلابیلو ګټورو خپرونو لکبله یې په ټولنه کي زیات مقبولیت پیدا کړی چي وروسته یې د انټرنیټ پر لیکه نشرات پیل سوه او ږغ یې د ګران هیواد افغانستان تر مختلفو ولایتونو او د نړۍ تر مختلفو هیوادو ورسیدی. فعلاً په اوو ولایتونو کي څانګي لري.
تقریباً د تیرو درو کلونو راهیسي د زابل ولایت متدینو مسلمانانو د تعلیم الاسلام ادارې څخه د څانګي غوښتنه کول بالاخره تیره اونۍ يې په زابل ولایت قلات ښار کي خپل امتحاني نشرات پیل کړل چي د زابل ولایت متدین ولس يې تود هرکلي وکړی او په ژوندیو خپرونو کي يې د نهايي زیاتي خوښۍ اظهار کاوه.
تیره ورځ شنبه پر (۱۳۹۵/۹/۱۳) نېټه يې خپل رسمي نشرات پیل کړل چي په ښار داخل او نژدې ولسوالیو کي پر ۸۹،۳ ایف ایم څپو اوریدل کیږي.
د زابل ولایت متدین ولس ته ددې اسلامي راډیو د پرانیستلو مبارکي وایو، رب العزت جل جلاله دي تعلیم الاسلام راډیو تل کامیابه لري او الله پاک دي د زابل ولایت مسلمانانو ته توفیق ورکړي چي ددې راډیو سره خپل علمي، نظري او اخلاقي مرستي جاري وساتي.