نظــر

د «ملي وحدت» مفهوم د اسلامي فکر په رڼا کې

د افکارو او مفاهيمو ایجاد او خپريدنه:

د ټولنو اصلاح او فساد له افکارو نه زیږيږي،  که د ټولنې فکر فاسد شو نو ټولنه ورسره فاسديږي او که د ټولنې فکر سالم او نیک شو نو بیا ټولنه،  د ټولنې افراد،  نسل،  راکړه ورکړه او معاملات يې ورسره صالح او سميږي. افکار او مفاهیم وارديږي او صادريږي، 

د مثال په ډول زموږ او تاسی ټولنو ته په تیرو سلو کلونو کې تقریبا ډیر داسې افکار او مفاهیم راصادر شول او يا ددې ځای پردي پالو راورد کړل او د هغو لپاره يې په میډیا،  پوهنتونونو، تعلیم او تربیه، نصاب او دټولنې په عمومی ذهنیت کې دومره کار وکړ چې هغه پردي مفاهیم اوس موږ ته خپل ښکاري،  او د هغو په بنا موږ تصامیم ونیول،  پردي مفاهیم،  پردي عقاید او حتی پردي دینونه یا خو هغوی را صادر کړل او یا يې پر ځای پردي پالو حاکمانو را وارد کړل،  بیا يې په دی خلکو وروتپل،  پرې ويې منل،  او په قوانینو او نصاب کې يې داخل کړل،  چې په دی کار کولو سره يې ټولنه د شر او فساد خواته بوتله.

د مفاهيمو جګړه: خطرناکه جګړه

کفار د تل لپاره کوشش کوي چې په مختلفو بڼو او قوالبو خپل افکار اسلامي ټولنې ته ورداخل کړی،  او بیا دومره دهغوی لپاره تبلیغات وکړي تر څو مسلمانی ټولنې دغه وارد شوی افکار خپل وګڼي،  او بیا د هغوی نه دفاع وکړي،  او د هغی په بنا خپله ټولنه منظمه کړي.
که نړۍ ته نن وګورو نو اتیا فیصده جنګ فکري جنګ روان دی. د دې فکري جګړی لپاره په ملياردونو پیسی خرڅ کيږي،  ومو ليدل چې کله امریکا افغانستان اشغال کړ تر اتیا نه زیات تلویزونی چېنلونه جوړشول او یو سلو اویا راډیو يې سټیشنه! دا هم پداسې یو وطن کې چې پنځه فیصده خلک يې برق لري، او ډوډئ،  پل،  سړک، مکتب، توره تخته وتباشير، معلم او کتاب نه لري، خو یو اتیا تلویزونی چېنلونه ورته جوړ شوي!

تاسی به لیدل چې د امریکا د راتګ په لمړي وخت کې بي بي سي راډیو نیم ساعت وه،  همداسې د امریکا غږ راډیو نیم ساعت سهاراو نیم ساعت ماښام او پنځلس دقیقی په غرمه کې خپرونې درلودې،  خو ټوله ورځ خپرونې لري.  بیا ورپسې ګڼې نورې راډیوګانی جوړې شوې په مختلفو نومونو باندې. څرګنده ده چې دا ټول په دې سبب چې غرب غواړي خپل نظریات،  افکار او د خپل ژوند بڼه زموږ ټولنو په دومره زیاته اندازه ورتلقین کړي،  په مختلفو شکلونو؛ د تبصرې، خبر، مضمون، ډرامې، سندرې او د  بحث او مرکې په اشکالو سره،  تر څو د ټولنې هر فرد يې واوري. د خپلو مفاهیمو لپاره به کله ډم راغواړي،  کله ملا، کله د پوهنتون استاد، کله  سیاست پوه او کله لوبغاړی، د هغه لپاره به په لسګونه ساعته په اختیار کې ورکوي،  خو که ته یوه خبره کول غواړې نو یا به لیکه درباندې پرې شي او که په قاچاقی ډول دې وکړه نو بیا دا ستا شخصی نظر دی!

لنډه دا چې یوه لویه فکري جګړه روانه ده،  دا جګړه خطرناکه جګړه ده،  امت د تل لپاره د تورې جګړه ګټلې  خو د مفاهیمو په جګړه کې پاتې راغلی، ځکه یو نیم مليارد مسلمانان په دنیا کې شته دی،  خو تر نيمايي زيات يې په غرب پسې روان دي،  پدی معنا چې  چا ددوی قانون منلی، چا يې نظام،  چا يې مکتب او نصاب، چا يې موډ او فیشن،  چا يې عسکري نظام،  چا يې سندری، چا يې رسم و رواج،  او چا يې د ژوند بڼه،  که په پاتې کسانو کې چېرته یو نیم کس په اسلام باندې عمل کوي،  هغه بيا وروسته پاتې،  ناپوه،  تنګ نظری او دهشتګر وي!

موږ په حقیقت کې د مفاهیمو په جګړه کې د ماتی سره مخ یو،  موږ چې تر څود مفاهیمو جګړه کې بریا ثابته نه کړو،  خپل حقایق ونه پیژنو، خپلو حقایقو نه دفاع ونه کړو،  ددښمن فکري وضعیت او فکري هدف او عقايد يې ونه پیژنو او هغه په عملي انداز باندې رد نه کړو او په عملي توګه يې مقابله ونه کړو،  تر هغه پورې به زموږ دا راتلونکې نسلونه  دغسی د غلامی په لار روان وي.

ملي وحدت وايي څه ته؟

د مفاهیمو له جملي څخه هغه يو چې نن سبا ډیر کارول کيږي، د ملي وحدت مصطلح دی، لکه چې او ډير زيات يې اورو چې ملي وحدت دي.. ملي وحدت نه دفاع وکړو.. ملي وحدت نه قربان شو.. ملي وحدت مو متحقق کړو.. دا مه وايه چې ملي وحدت پرې خراپيږي،  جهاد مه کوه چې ملي وحدت پرې خرابيږي،  د اسلامي شريعت او حاکميت مطالبه مه کوه چې ملي وحدت پرې خرابيږی.. آخر ملي وحدت څه ته وايي او څه مفهوم افاده کوي؟
راځئ چې دا د ملي وحدت مفهوم لږ تجزیه کړو،  چې له څه شي جوړ دی،  څه معنا ورکوي او د اسلام په دې باره کې څه نظر دی، او مونږ او تاسې د یو مسلمان په حیث او بیا ديو داسې قوم په حیث چې جهاد یې کړی،  د اسلام په لاره کې یې تر دوه میلیونه زیات شهیدان ورکړي، هجرتونه یې منلي،  ددغه مفهوم په تړاو کې څه موقف ولرو؟ ملي وحدت ومنو که یې ونه منو،  ويې ستایو که و یې غندو،   دفاع ترې وکړو او که یې رد کړو؟

د ملي وحدت اصطلاح له دوه کلمو نه جوړ دی:

د ملي وحدت اصطلاح له دوه وو ټکو څخه جوړ شوی ده: ملي،  او وحدت. د «ملي» کلمه له ملت نه اشتقاق شوی ده او یا یې ملت ته نسبت شوی،  او وحدت یعنې یووالی. نو ترکېبي معنې یې داده چې: هغه وحدت چې اساس یې او بنسټ یې ملت دی،  د ملت په خاطر باندې دا سره یو دي. یعنې هغه کوم شي چې دغه خلک يې سره یو کړي دي،  هغه ملت دی. نو دا نه اقتصادي وحدت دی،  نه نظرياتي او نه ديني،   بلکې هغه وحدت چې بنیاد یې ملت دی. نو پوښتنه دا ده چې ملت څه ته وايي؟
دا چې ملت چا ته وایي؟ اصلي خبره هم په همدې کې ده،  ځکه چې کله مونږ ملت وپیژانده نو هغه وخت به بیا ملي وحدت پیژنو. خو د ملت د پیژندلو لپاره دلته باید داخبره واضح کړو،  چې د ملت تعریف د چا له لیدلوري؟ ځکه ملت په اسلام کې بیله معنا لري،  په نورو نظامونو یا په اروپایې تعریفونو کې بل مفهوم لري،  نو مونږ د کوم تعریف په اساس ملت جوړوو؟ داروپایي تعریف په اساس ملت جوړوو او بیا د هغه وحدت راولو او که داسلام د تعریف په اساس ملت جوړوو او په دې اساس وحدت راولو؟

د «ملت» لغوي معنا:

وروڼو ملت عربي ټکې دي،  او لغوي معنا یې ده طریقه،  قانون،  لاره. په عربي کې وایي: «طریق ممل» یعنې هغه لاره چې خلک ورباندې تللي راغلي وي. د انبیاوو ملت ته به یې هم ځکه ملت ويلې چې انبیا علیهم السلام په عين تګلاره ډیر ډیر تللي راغلي لکه په لاره چې ډیر ډیر ځي. نو طریقه او قانون دملت لغوي معنې ده.

د «ملت» شرعي معنا:

په شریعت کې ملت «دين» ته ويلی کېږي،  هغه دين چې الله رالیږلی دی او انبیاوو علیهم السلام خپلو امتونو ته رسولی دی. امام قرطبي د ملت په اړه داسې وايي: (اسم لما شرعه الله فی کتبه علی الالسنة رسله) يعنې ملت هغه څه ته ويلی کيږي چې الله تعالی د شریعت په توګه د خپلو پیغمبرانو په ژبه باندې رالیږلی.

راځئ چې د ښه وضاحت لپاره د قران څو آيتونو ته ځير شو:

•    الله تعالی فرمایي : ( ومن یرغب عن ملة إبراهیم إلا من سفه نفسه ) يعنې څوک به وي چې دابراهیم له ملت نه مخ اړوي مګر هغه چې خپل ځان یې بې عقل کړی وي! نو دلته دابراهیم علیه السلام له طریقې،  منهج او دين نه په «ملة» سره تعبیر شوی دی. امام ابن کثیر رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې وايي: (عن ملة ابراهيم أي عن طریقته ومنهجه) يعنې دابراهیم علیه السلام له ملت نه دهغه علیه السلام تګلاره او منهج مطلب دی.
•    په بل ايت کې الله تعالی د ملت او دين کلمې سره مترادفې ګڼلي،  لکه چې فرمايي: (دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ).
ملت یوازې د اسلام دین ته نه ويلی کيږي بلکې د کفر دین هم د ملت په نوم ياديږي،  داسلام دین داسلام ملت دی او د کفر دین د کفر ملت. لکه په یو بل حدیث شریف کې راغلي: (الکفر ملة واحدة) كفر يو ملت ده. دلته كفر ته يو ملت ويل شوي. وروسته نور ايتونه هم راځي چې الله تعالی د کافرانو دین او طريقې ته هم ملت ويلی دی.
•    الله تعالی د یوسف علیه السلام نه حکایت کوي او فرمایی : (إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالْآَخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ) [يوسف: 37] يعنې بې شكه ما دهغو خلكو دين یا ملت پريښى چې په الله ايمان نه راوړي او همدوى له آخرت نه هم منكر دي. دلته يې د کافرانو له دين څخه په ملة سره تعبير کړی.
•    الله تعالی د مشرکانو له خولې نه حکايت کوي او فرمايي: (مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ) يعنې د قریشو مشرکانو به رسول الله صلی الله علیه والسلام ته ويل چې دا ستا خبرې او طریقه خو په بل ملت کې موږ نه وه اوریدلې دا خو تا له ځانه جوړه کړې. لوی مفسر امام مجاهد  او امام قتاده وايي چې له «الملة الآخرة» نه يې مطلب قریش و،  او ځينی نورو علماوو ويلی چې نصرانیان يې ورنه مراد وه. یعنی ای محمده! (صلی الله علیه والسلام) دا کومی خبرې چې ته کوې دا خو د قریشو په پخواني ملت یا دین کې نه وې او نه د نصرانیت په دین کې دا شی وه دا خو تا له ځانه جوړ کړی دی.
•    الله تعالی فرمایی:( وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُم) یعنې یهود او نصاری به هيڅکله هم له تا نه راضی نشی تر هغه چې  ددوی ملت ونه مني. یعنی د دوی تګلاره،  نظريات او دین.
•    د اصحاب کهف په قیصه کې چې الله تعالی بیان کړی ده هغه یو يې نورو ته وايي: ( إِنَّهُمْ إِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُم أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا) يعنې که دغه خلک په تاسو باندې خبر شی نو تاسی به سنګسار کړي او یا به تاسو بیرته راوګرځوي خپل ملت یا دین ته،  بیا به نو کله هم کامیاب نشئ!
•    همدارنګه فرمایی: (قَالَ الْمَلأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُواْ مِن قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا) يعنې دوی شعيب (علیه السلام) ته وويل چې یا به تا او ستا ملګري له دې قريې شړو او يا به بيرته زمونږ ملت ته راګرځئ.
نو په دې ټولو ايتونو کې د ملت اطلاق په دین باندې شوی دی.

د «ملي وحدت» شرعي مفهوم:

دا چې د ملت معنا هم د لغت په لحاظ او هم د قرآن او حدیث په لحاظ «دین» ده،  نو په همدې اساس ملي وحدت هم په «دینی وحدت» سره معنا کيږي. نو د ملي وحدت شرعي معنا به دا شی چې هر هغه فرد چې په دغه دین کې دی که هغه په روسیه کې دی او که په امریکا،  پاکستان او هندوستان کې او يا بل چيرته،  هغه زما د ملت فرد دی.

  نو په دغه اسلامي تعریف باندې هر مسلمان شخص که هغه پښتون دی که تاجک،  که امریکایی،  که چینایی او يا له بل کوم قوم څخه وي خو چې (لا إله إلا الله،  محمد رسول الله) وايي،  شرائط يې پر ځای کوي،  په دی باندې ایمان او باور لري،  هغه د دې ملت جزء دی او موږ له هغه سره ملي وحدت لرو،  هر مسلمان د دې ملت بچې دی.

خو پوښتنه دا ده چې آيا په دی سیکيولرانو باندې به دا خبره ومنې؟ هغه به له تا سره د ملي وحدت دا تعریف ومني؟ دا خو د قرآن مفاهیم دي،  ما له ځانه نه دي جوړ کړي،  نو آیا دا مفهوم دوی راسره مني؟ نه يې مني ځکه چې دوی د ملت هغه تعریف نه مني چې قرآن يې کوي.

ملي وحدت د سيکيولرانو په اصطلاح کې:

دوی د ملت لپاره اسلامي تعریف نه لري او نه يې مني،  بلکې د دې لپاره د اروپایانو تعریف ذکر کوي او د همغه ملت په معنا او تعریف پر اساس له خلکو او ټـولنو سره تعامل کوي. اروپایان ملت څه شي ته وايي؟  اکسفورډ ډکشنري د ملت په معنا کې داسې وایي:
Nation: a large community of people usually sharing a common history, culture, and language and living in a particular territory and under one government.         

د دې تعریف حاصل دادی چې ملت د خلکو له هغې لويې ټولنې نه عبارت دی چې په یوه محدوده سيمه کې د یو سیاسی نظام لاندی اوسيږي اوپه خپلو منځو کې مشترکه ژبه،  مشترک تاریخ او مشترک فرهنګ لري. په قطعی ډول دلته د دین ذکر نشته،  په بله وينا: افغاني هندو او افغاني مسلمان ته د يو ملت په سترګه ګوري. دا هغه څه دي چې په ښکاره توګه په کې له اسلام سره ټکر ليدل کيږي.

قران خو وايي چې کمونيست ستا دملت فرد نه ده ځکه ستا په دین نه ده،  خو پورتني تعريف ته په کتلو سره هر کافر افغان ستا د ملت جزء دی او ته نه شې کولی چې يو کافر افغان ته ووايې چې ته زما د ملت فرد نه يې. يو امريکايي مسلمان چې په امريکا کې اوسيږي او ته په افغانستان کې اوسیږې،  د قرآن په اصطلاح دواړه د يو ملت غړي ياست،  خو پورتنی اروپايي تعريف دواړه د جدا جدا ملتونو غړي ګڼي.

همدا وجه ده چې دا سيکيولرستان وايې: دلته به دکمونیزم په خلاف څه نه وایې،  ولی ملي وحدت پری خرابیـږی،  د لبرالیزم په خلاف به څه نه وايې ملي وحدت پری خرابيږي. د نشنلیزم خلاف به څه نه وایې ولی ملي وحدت پری خرابیږی،  دیو چا په خلاف به د جهاد اعلان نه کوې ملي وحدت پری خرابيږي،  د یو چا بد او منحرف عقاید به نه سپړې دهغو قباحت به نه بیانوې ځکه چې ملي وحدت خرابيږي!

نودا ملي وحدت خو يو طاغوت دی،  دا نظریه خو يو داسې بوت ګرځيدلې چې دوی يې عبادت کوي او تر الله او رسول،  قرآن،  عقيدې،  اخلاقو او ټولو دينې ارزښتونو يې لوړه ګڼي!

کوم تعريف اختيار کړم؟

داروپایي خلکو پورتنی تعریف به شايد د هغوی لپاره مقبول وي،  ځکه هغوی دین ته هیڅ اعتنا نه لري،  هلته د هر چا معبود د هغه خپل هوا اوهوس دی،  د شخصي ازادۍ عبادت کوي. که په څلورو ځي اوکه په دوو،  که حلال خوری اوکه حرام،  که لوڅ ګرځي او که  پټ،  څوک يې نه ملامته کوي،  که ورته وايې ولې داسې کوې،  درته وايي خپله خوښه مې ده،  دا زما شخصي ازادي ده! (أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ).

خو زمونږ په نزد دا تعريف مردود او غير مقبول دی. که مونږ ځانونو ته مسلمانان وایو او اسلام خپل دین ګڼو نو باید د ملت تعریف هم له اسلام نه واخلو. لکه چې وړاندې تير شول،  اسلامي شريعت خو ملت دین او تګلارې ته وایي. نو مسلمانان ټول یو ملت دی کافران بل ملت. نو په همدې بنسټ مونږ مسلمانان که هر چیری یو،  واحد ملت یو،  مسلمان مالیزيايي،  مسلمان روسی،  مسلمان امريکايي مسلمان افغان ټول د يو ملت افراد دي. هرڅوک مو چې سره بيلوي هغه زمونږ دښمن دی. لنډه دا چې مونږ یو امت او يو ملت یو،  ځکه الله راته فرمايي:  (مِلَّهَ أبیكُمْ اِبراهیم هُوَ سَمّاكُمُ المُسلِمین) يعنې ستاسو د پلار ابراهیم ملت دا و،  او هغه تاسو مسلمانان نومولي ياست.

زه هغه سړی څنګه په خپل ملت کې شریک وبولم چې زما ورور دی خو زما دین او عقیده نه مني،  زما ازادی نه مني زما د دښمن د بیرغ ترسیوری لاندی دريږي د دښمن ټوپک په ما پسی را اخلی،  زه يې بیا هم خپل ملت وګڼم،  ځکه چې پښتو وايي! آيا زه د پښتو يا فارسي په خاطر خپل قرآني مفاهیم پایمال کړم ولاء اوبراء پریږدم چې ملي وحدت پرې خرابيږي؟! آيا د اروپايي تعريف لپاره د اسلامي لارښوونو مخالفت وکړم؟!

وروڼو پردي مفاهیم په اسلامي ټولنوکې خطرناک حد ته رسیدلی دی اومسلمانان يې تر ډيره حده بې لاری کړی دی،  او له خپلو عقایدو او اسلامي مفاهيو نه يې لري کړی دی.

ملي وحدت که سياسي وحدت؟

که د ځينو په اصطلاح ملي وحدت ته سیاسی وحدت ووایو يو مفهوم افاده کوي،  داسې چې په سیاسی وحدت کافرهم راسره ځائيږي او مسلمان هم. رسول الله صلی الله علیه وسلم کله نا کله  دکفارو سره هم یو تړون کړی ده خو کفار يې د کفارو يا د اهل ذمه په حيث په کې منلي،  مسلمان ته يې د مسلمان حق ورکړی دی او کافر يا ذمي ته يې خپل اړونده حقوق.

د پای خبرې:

خلاصه دا چې دښمن غواړی دمسلمانانو په منځ کې د ولا‌ء اوبراء یا داسلام پخاطر د دوستۍ او دښمنۍ مفاهیم زمونږ له ذهنونو نه وباسی،  په همدی خاطر خو يې اکثره اصطلاحات داسې جوړ چمتو کړي چې  د مسلمان او کافر تفاوتونه يې په کې له مينځه وړي،  لکه نړیوال قوانین،  نړیواله ټولنه،  نړیواله محکمه، چې د ګلوبلائزیشن مفهوم يې د ټولو خلاصه ده، په دې معنا چې د ټولی نړۍ خلک دی یوه عقیده یوه نظریه یو نظام یو ډول معیارونه ولري. همدا راز لکه چې په پيل کې مو يادونه وکړه،  دښمن د خپلو افکارو او مفاهيمو د راصادرولو لړۍ دومره په قوت سره پيل کړې او مسلمانو ټولنو ته يې ورتلقين کوي تر دې چې دغه پردې مفاهيم ورته بيا پردي نه بلکې خپل ښکاري،  مخالفت يې نه کوي حتی که بل څوک يې هم بيا په وړاندې راپورته شي دوی ته بد ښکاري.

يادونه: دا مقاله په اصل کې د ښاغلي استاذ عبد الهادي مجاهد د شفوي تربيوي درسونو له لړۍ څخه د يو درس لنډيز دی، چې د فايدې د لا تعميم په موخه يې لوستونکو ته په دې بڼه چمتو شوی دی.

را لیږونکی: ابراهیم عاصم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x