
رسنۍ او پر مسلمانانو لګېدلي ټاپې
ډاکتر احمد شکیب احمدي
د اسلام او بلکې د هر پیغام رسولو لپاره تر ټولو ښه لاره رسنۍ دي چې په خواشینۍ سره موږ مسلمانانو ورنه ډېره کمه ګټه اخیستې ده؛ مګر غیرمسلمانان نه یوازې دا چې له رسنیو د خپل دین په تبلیغ کې کار اخلي بلکې له همدې لارې یې اسلام هم بدنام کړی دی.

نن د اسلام په اساسې مسایلو کې ډېر خلک شکمن دي زه له دغو تیروتنو یوې مهمې تیروتنې ته اشاره کول غواړم. اکثراً کافران وایي چې مسلمانان تروریستان دي، مسلمانان وحشتاچوونکي دی خو په بدل کې یې زموږ اکثریت مسلمانان وایي؛
(والله زه خو ټروریسټ نه یم، هغه نور مسلمانان دي.)
دا نه نړۍ ته یو منطقي ځواب کېدای شي او نه موږ په دې ډول ارام کښېناستلای شو؛ نو که د منطقي ځواب لېوال یاست، باید د نړۍ پر سیاسي لوبو هم ځان بلد کړئ.
اول: ایا مسلمانان تروریستان دي؟
زه وایم هر مسلمان او هر انسان باید تروریست اوسي! تروریسټ له هغه چا عبارت دی چې یو انسان یې په لیدو د ډار احساس وکړي، مثلاً کله چې یو غل پولیس ویني، غل د وېرې احساس کوي، ډارېږي. نو یو غل ته پولیس تروریسټ دی، ځکه غل د پولیس په لیدو د وېرې احساس کوي، نظر دې مثال ته ویلای شم چې هر مسلمان باید د ظالمانو او بدکارو لپاره تروریسټ و اوسي، که نه نو په ټولنه کې د امن راوستل ناممکن دي.
دوم: که مسلمان تروریستان نه وي نو خلک یې ولې تروریستان بولي؟
یو انسان، یو کار؛ مګر دوه نومه!
په نړۍ کې د هر انسان کړنو ته په دوو سترګو کتل کېږي، ځینې خلک د یو چا کار خوښوي او ستايي یې؛ خو ځينې خلک یې بیا غندي او ردوي یي یې. تر اوسه هیڅ داسې څوک په نړۍ کې نه دي پیدا شوي چې د هغه کار یا د ټول بشریت له خوا وستایل شي او یا د ټول بشریت له خوا وغندل شي؛ خو دا چې موږ د یو انسان کار وستایو او که یې وغندو په دې اړه باید لومړی د سړي کار ته وکتل شي، بیا پرېکړه وشي، او همدا خبره په قرانکریم کې الله تعالی هم بیان کړې ده؛
الحجراتسورت (۴۹) ایت شمېره (۶)؛
ای مومنانو! که چېرې کوم فاسق تاسې ته یو خبر راړوي؛ نو ښه یې وپلټئ، هسې نه چې په ناپوهۍ سره کوم قوم ته تاوان ورسوئ او بیا پر خپلو کړو پښېمانه واست.
) القران (
مخکې له دې چې موږ یو انسان ته بد یا ښه ووایو، باید د هغه په اړه څېړنې وکړو او بېطرفه اوسو خو د اسلام ضد رسنۍ نه بېطرفه دي او نه هم د مسلمانانو په اړه سمې څېړنې کوي؛ ځکه خو نن مسلمانانو ته ټروریسټان ویل کېږي، مګر ما هیڅ کامل مسلمان په ټروریسټي عمل نه دی لیدلی. کېدای شي ځينې دوستان دا خبره راسره و نه مني؛ ځکه غواړم د وخت د رسنیو د بېعدالتي په اړه یو څو مثالونه ورکړم.
لومړۍ بېلګه؛
په تېرو وختو کې انګرېزان د تجارت په بهانه هندوستان ته دننه شوه؛ خو هلته یې په زوره حکومت جوړ کړ او د هندوستان خپلواکي یې ځينې واخیسته. لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې د هندوستان خلکو د (بګهسینګ) په رهبري د انګرېزانو پر ضد جګړه پیل کړه، څو خپل هېواد ازاد کړي؛ مګر (بګهسینګ) په هغه وخت کې د انګرېزانو له خوا لومړۍ درجه ټروریسټ وپېژندل شو او هیچا هم (بګهسینګ) ته اتل نه شوای ویلای؛ خو کله چې هند خپلواک شوی، تر ننه پورې (بګهسینګ) د اتل په نامه پېژندل کېږي.
ځکه خو وایم چې یو انسان، یو کار مګر دوه نومه. د بګهسینګ کار برحق و، باید خپل هېواد يې ازاد کړی وای، ولې هغه وخت قدرت او ځواک له انګرېزانو سره و؛ نو بګه سینګ ته یې د ټروریسټ نوم ورکړ. تاسې فکر وکړئ چې اوس ځواک او قدرت له چاسره دی او چا ته باید د ټروریسټ نوم ورکړل شي؟
دويمه بېلګه؛
په ۱۹مه پېړۍ (۱۸۷۵م) کې کله چې امریکایان د انګرېزانو له ظلمه په تنګ شوه، د جورج واشنګټن په رهبري یې وغوښتل خپل هېواد ازاد کړي؛ مګر کله چې انګرېزان د جورج واشنګټن له دې مبارزې خبرېږي، هغه ته د نړۍ د لومړۍ درجه ټروریسټ نوم ورکوي. وروسته له دې چې امریکا خپله خپلواکي اخلي، همدا لومړۍ درجه ټروریسټ د دې هیواد پاچا کېږي او تر ننه اوباما هم د هغه د کړنو ستاینه کوي.
په یو وخت کې د جورجواشنګټن کړنې د دې لامل کېږي چې ټروریسټ ورته وویل شي؛ خو داسې وخت راځي چې د همدې کړنو له امله پاچا کېږي او نن یې اوباما هم د همدې کړنو له امله ستايي؛ ځکه خو وایم چې یو انسان، یو کار مګر دوه نومه.
درېیمه بېلګه؛
په شمالي افریقا کې چې کله سپینپوستو په تورپوستو باندې پاچاهي کوله او هغوی ته یې د خپلو نوکرانو په سترګه کتل، یو تورپوستی د نیسلنمینډېلا په نامه راپورته شو او ويې ویل چې سپینپوستي او تورپوستي دواړه انسانان دي، د دواړو حقونه یو شان دي. نیلسنمنډېلا د همدې خبرې له امله ټروریسټ معرفي شو او تقریباً پنځهویشت کاله په روبین هایلین کې زنداني و.
کله چې د سپینپوستو حکومت سقوط وکړ، همدا سړی د شمالي افریقا ولسمشر شو او نه یوازې ولسمشري، بلکې د نوبل د صلحې جایزه هم ورکړل شوه؛ نو د هغه عمل لپاره چې ده یو وخت پنځهویشت کاله بند تېر کړ، د هماغه عمل له امله ورته د صلحې جایزه هم ورکړل شوه، ځکه خو وایم چې یو انسان، یو کار مګر دوه نومه.
اوس که څوک کوم مسلمان ته ټروریسټ وایي دا د اسلامضد رسنیو له امله ده، خو داسې وخت به راشي چې د همدې مسلمانانو هڅې او کارونه به د همدې رسنیو له خوا ستایل کېږي.
ماشاء الله بارک الله – الله پاک دی کامیاب او موفق ولره ډیر په زړه پوری لیکنه دی کړی ده – الله عزوجل د مسلمانانو ټوله دښمنان خراب او نابود کړی – اللهم آمین یارب العلمین