افغانستان

دملکي تلفاتو د راپورونو پر سر د امریکا او ملګرو ملتونو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د ګارډین ورځپاڼي د خبر سره سم په افغانستان کې د امریکايي پوځونو او ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې د استازو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

د سرچیني د راپور سره سم ددواړو لوریو تر منځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شوې چې د حقوق بشر ادارې په افغانستان کې د امریکايي پوځونو له لوري د بمباریو په تعقیب هغوی په ملکي وژنو تورن کړل.

ګارډین ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې امریکايي پوځونه هڅه کوي چې د جګړې په اړه معلومات کنټرول کړي، چې له امله یې د هغو غربي موسساتو او ټولنو سره اختلاف راغلی چې د جګړې په اړه ددوی له همغږي پرته بل ډول معلومات خپروي.

د سرچیني د خبر سره سم په یوه وروستۍ پیښه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن په کابل کې امریکايي قرارګاه ته د ملګرو ملتونو د استازو داخله ممنوعه کړې.
دغه پریکړه وروسته تر هغه شوې کله چې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې په یوه راپور کې وویل چې د امریکا ډرون الوتکو په ننګرهار کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.
امریکا ټینګار کوي چې ددوی په بمباریو کې یوازي د داعش جنګیالي وژل کیږي.

د امریکايي پوځ چارواکو ګارډین ته د خبرو کولو څخه ډډه کړې خو د ملګرو ملتونو یوه غړي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د امریکايي ځواکونو سره یې اړیکي تر حد زیاتي خرابي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دا پر دې دلالت کوي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې خپل د عملیاتو په اړه ټول معلومات تر ځانه منحصر ساتل غواړي، او غواړي چې په افغانستان کې پر هر څه کنټرول ولري.

د روان کال ۲۰۱۶ د سپتمبر میاشتي پر ۲۸ نېټه امریکايي ډرون الوتکو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر یوه شخصي کور بمبار وکړ چې له امله یې ګڼ ملکي کسان ووژل شول.
افغان چارواکو هغه وخت وویل چې په بمبار کې ۱۵ داعشي وسلوال او ۳ ملکيان ووژل شول، خو د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو سره سم په دغه بمبار کې یوازي ۱۵ عام وګړي ووژل شول.

ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي چې دوی د هغه روغتون څخه لیدنه وکړه کوم ته چې له پيښي وروسته مړي او ټپيان را وړل شوي وه، هغوی ټول ملکي وګړي وه او امنیتي چارواکي يې هم په کیسه کي نه وه، د ګارډین په وینا کچیری دداعش وسلوال وای نو حتما به د ملي امنیت او پولیس باندي راټول وای او ساتنه به یې کولای.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه چارواکي ګارډین ته ویلي چې د ملګرو ملتونو راپور رشتیا وو، ټول وژل شوي ملکي وګړي وه.

باید وویل شي چې د اچین ولسوالۍ د بمبار وروسته امریکايي ځواکونو د ننګرهار په شیرزادو کې، د روزګان په مرکز ترین کوټ کې، او په وروستۍ پيښه کې په کندوز کې پر ملکي اهدافو بمبار وکړ چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په شمول په لسګونو ملکي وګړي ټپيان او ووژل شول.children-kunduz

د کندز مرکز ته نیژدې د بوزکندهاري په سیمه کې امریکايي ځواکونو پر یوه کلي چاپه ووهله او بیا یې پر کلي بمبار وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کلیوال ووژل شول.
ددغه بمباریو په اړه د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې دولتي ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو بمبار وکړ او زیات شمېر یې ووژل خو وروسته د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې راغله چې بمبار امریکايي ځواکونو وکړ او د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو په هکله یې د تحقیقاتو امر وکړ.
د کندز د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د ملکي تلفاتو لامل داوو چې طالبانو د ملکي کورونو څخه د پوستو په توګه کار اخلي خو د بهرنیو ځواکونو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ګارډین ته ویلي چې داسي هیڅ دلیل یې نه دی موندلی.
باید وویل شي چې ملګرو ملتونو ددغه پيښي د تحقیقاتو لپاره هلي ځلي پیل کړي، خو د ګارډین د راپور سره سم امریکايي ځواکونه یې په وړاندي خنډونه ایجادوي او د مطبوعاتي ناستو پر مهال د ملګرو ملتونو استازو ته د پوښتني اجازه نه ورکوي.

د شنونکو په نظر د ملګرو ملتونو د حقوق بشر اداره یوازي هغه وخت په افغانستان کې خپل کار ته ادامه ورکولای سي کله چې امریکايي ځواکونو قومندان یې له کاره راضي وي او د هغوی د رضا په خاطر دغه ادارې تل په خپل راپورونو کې د ملکي تلفاتو په پيښو کې د امریکايي ځواکونو د بمباریو په اړه چوپه خوله پاته کیږي او یوازي هغه پيښي څیړي چې خپله یې امریکایان ومني او یا زیاتي رسنیزي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

وایی لیونی د کلی او کلی د لیونی پوری خاندی دا که طالبانو دا ویلی ، دوی به ویل چه هغوی خو زمونږ سره په مقابل مجاذ کی قرار لری ، زمونږ سره دشمنی لری . که دا خبره ګاونډی هیوادو کولی ویل به یی چه دوی د افغانستان به چارو کی لاسوهنه لری ، که دا خبره د کابل هغه اداره چه دوی کینولی ، نو دوی به ویل چه ځینی کسان د طالبانو پکی ننوتی دی ، که دا خبره د کرزی او غنی به شان چا کولی ویل به یی چه دا ښه رهبر نه دی بدلولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x